افغانستان

جمعیت اسلامي په مشروط ډول د عطاء محمد نور استعفی ومنله

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۳۰ لیندۍ، ۱۳۹۶ل): جمعیت اسلامي ګوند په دې شرط د بلخ د اوسني والي استعفا منلې ده، چې د انجینر داود پر ځای به په ولسي جرګه کې د بلخ استازی فرهاد عظیمي ټاکل کېږي.
د دغه ګوند ویاند واقف حکیمي وايي، د جمعیت اسلامي او ولسمشرۍ ماڼۍ ترمنځ خبرو کې یو شرط دا و، چې فرهاد عظیمي به د نوموړي پر ځای نوی والي ټاکل کېږي.
د حکیمي په خبره، که ارګ د فرهاد عظیمي ټاکل کېدل ومنل؛ نو له سوله ییزې لارې به د دغې موضوع د حل لپاره یو ګام اخیستل شوی وي.
د ولسمشرۍ ماڼۍ ځینو غړیو هم منلې ده، چې عطاء محمد نور بلخ فرهاد عظیمي وړاندیز کړی او خپله استعفا یې د نوموړي په ټاکل کېدو پورې مشروط کړې ده.
درې ورځې وړاندې د ولسمشر غني ویاند شاه حسین مرتضوي پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي وو، چې ولسمشر د عطاء محمد نور استعفا منلې ده؛ خو په اړوند موضوع یې نور جزییات نه وو ورکړي.
د مرتضوي له اعلان وروسته عطاء محمد نور د ارګ خبره رد کړه او د خپلې استعفا له تایید یې انکار وکړ.
د بلخ لپاره ټاکل شوي والي انجینر داود نن ویلي وو، که ولسمشر ورته امر وکړي خپلې دندې ته چمتو دی.
د جمعیت اسلامي ګوند غړیو تېره ورځ په خپله ناسته کې ویلي وو، که ارګ د نور استعفا لیک وانه خلي نو له بدو پایلو سره به مخ شي.
ارګ د جمعیت اسلامي په تېرو او تازه څرګندونو څه نه دي ویلي او نه یې هم نوي والي ته د کار کولو امر کړی دی.
عطاء محمد نور له تېرو ۱۵کلونو راهیسې د بلخ والي دی، چې نه مخکېني ولسمشر حامد کرزي له دندې ګوښه کړای شو او نه یې په ګوښه کولو تراوسه ولسمشر غني بریالی شوی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
7 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
mha

This is a clear example of feudalism and warlordism.

مجيب الرحمان

دا څه شخصي اورګانونه يې ترې جوړ کړي دي، ولسمشر غني دې د يوه غوښتنه نه مني او هر هاغه کس چې ګوندي تړاؤ او ګوندي غوښتنې په ولسي جرګه کې مطرح کوي او عامه جوړونې، رغاونې، سياسي ناکراريو او ټولنيزو پرمختيايي انټټيوشنونو يا زدهکړنځايونو ته د سمونونو او نويو پلانونو تخنيکونو مسايل نه څېړي ټول دې برطرفه او نور با شعوره ځوانانو ته دې ورونه پرانيزي چې دا هېواد د هراړخيزې ځانځانۍ، خپلسرۍ، بې مسوليتۍ نه راووځي. اوس وخت افغانستان دېته چمتو نده چې د هراړخ ګوندى او ذوقي غوښتنې دې ومنل او وزغمل شي. ولسمشر بايد دومره فکر… نور لوستل »

RAZMOHAMMED KAMAWALL

PEOPLES MUST COME OUT FOR SUPPORT OF ASHRAF GHANI/STRONGLY STAND IN FRONT OF THIS LANDAGHER/BADMASH,IF PEOPLES DO NOT SHOW ACTIVE RULE,THIS GAME WILL RUN RULE FOR EVER 15 YEARS THIS NIZAR SHURA TAKE ADVANCE FROM POOR PEOPLES,
PRESIDENT KARZAI WAS THE ONLY SYMBOL,BUT NOW WANT ASHRAF GHANI BRING UNDER PRESSURE.
YOU LOOKE TO THE HISTORY WHAT TALKING NOOR ALWAYS.
,YOU PASHTOONS HOW LONG YOU ARE UNUNITED/
I WANT UNITED PASHTOONS UNDER ONE FLAG IN FRONT OF WARLORDS,THANK YOU

الجاج استاذ بیانزی

غلامی غنی ته ولسمشر ویل هم د ولشمشری نوم او هم دی مجاهد اولس ته توهین دی ، اولسمشر خو هغه وی چه د ولس له خوا مشر شوی وی ،هغه جان کیری ریس کړی ایا جان کیری د ولس بل نوم دی او هغه هم د امریکا په سفارت کی ؟ مجیب الرحمان صاحب !!!!!!!!! څواب مو څه دی او که تاسی هم د غنی سره یوځای له امریکایی غوا شدی رودلی دی ؟ زه منم چه د کابل د غلامی اداری هر غلام او ذلیل پاید په ناولتیاوو کی وسیزل شی نور تر ټولو خاین ، ظالم او… نور لوستل »

غ.حضرت

اصلاً بله پوښتنه: آیا موږ دیموکراسی ته پوره وفادار او متعهد یو؟ که هو: رئیس جهمور د دموکراتیکو اصولو پر بنا د خلګو لخوا ټاکل کیږی، د همدې دموکراتیکو اصولو پر بنسټ باید هره خدماتی اداره لکه ولایت یعنی د والی ټاکل او د ښاروال ټاکل هم د دموکراتیکو اصولو پر بنسټ تر سره شی یعنی یو والی باید د هغه ولایت د خلګو لخوا انتخاب او په کار وګمارل شی،د همدې دموکراتیکو اصلو په اساس، رئیس جمهور هیڅ حق نلری چه پدې هکله خپله شخصی دیکتاتورانه سلیقه پر خلګو وتپی. د بحث نتیجه: د دموکراسی!!!! او آزادو ټاکنو ادعا… نور لوستل »

مجيب الرحمان

الحاج بيان صيب مننه چې ښې خبرې ته مو اشاره کړې ستاسو دغه خبره چې (” په غلامه اداره کی هر ګوند او قومی چه شتون لری چه د اشغالګرو سره اړیکی لری هغه د دی مظلوم اولس دشمنان دی”) مو کړې زه ىې سل په سله درسره منم، زه او زما د ټبر مشر څخه تر کشره د 18 کلنې اشغالګر ې دورې کې نه چاته رايه ورکړې نه يې له سره د دوى ناانډوله او بې انصافه تګلارې او پر دولت کېنول منلي او نه يې هم د ځان صفات او ځانونه کانديد کړي، زه پخپله له 2001… نور لوستل »

افغان

د دی غلام او #### رازمامد نوم باید په راز محمد ونه لیکل شی ځکه دی د الله ج او حضرت محمد دشمن ، د انګریزانو او امریکایانو ژباړن او جاسوس دی ، هغه بل یاسنی کاموال هم د سرطان په عین ناروغی اخته دی . دی کاموال یعنی د ننګرهار ځان معرفی کوی مګر پشتو یی زده نه ده ؟ په انګریزی تبصری د کمیشن کاری له امله لیکی ، زه مجبور یم چه دده له مخه د جاسوسی هغه نقاب لیری او تبصری یی درته وژباړم او ځواب کړم : دا چاسوس د خمینی په شان د عیسوی… نور لوستل »

Back to top button
7
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x