
د ننګرهار د پچیراګام ولسوالۍ د پوهنې مدیر تښتول شوی
نن ټکی آسیا: د ننګرهار ولایت د پوهنې چارواکي خبر ورکوي،چې نن سهار وختې د پچېراګام ولسوالۍ د معارف مدیر د ناڅرګندو وسله والو له لورې تښتول شوی.
د ننګرهار د پوهنې ریاست د مطبوعاتو دفتر وویل، چې نوموړی نن سهار له لمانځه وروسته د ناڅرګندو وسلوالو له خوا وتښتول شو او تر اوسه یې درک نه دی لګېدلی.
د نوموړي د تښتولو مسؤلیت تردې دمه چا پر غاړه نه دی اخیستی.