fbpx

د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې افغانستان د چا په ملاتړ رايه وکاروله؟

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۳۰ لیندۍ، ۱۳۹۶ل): نن د ملګرو ملتونو په بېړنۍ عمومي غونډې کې د نړيوالې ټولنې غړو هېوادونو د رايو په اکثريت د امریکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ د هغې پرېکړې مخالفت کړی، چې بیت المقدس يې د اسرائيلو پلازمېنه پېژندلې، خو د امریکا په ګډون نهو هېوادونو د فلسطين پر ضد رايه ورکړه.

باید وویل شي چې ټرمپ او په ملګرو ملتونو کې د امریکا استازي نایکي هیلي ګواښ کړی وو چې دوی به هغه هیوادونه وڅاري څوک چې د امریکا د پریکړې پر ضد رایه ورکوي، دا ورځ به په یاد لري، بیا چې همدا هیوادونه د مرستې لپاره امریکا ته رجوع وکړي، دوی به هغه وخت ورسره حساب وکړي.

افغانستان چاته رایه ورکړه:

افغانستان یو له هغو هیوادونو څخه شمېرل کیږي چې د حکومت یې په ټولو اقتصادي، نظامي او سیاسي چارو کې پر امریکا باندي متکي دی، له همدې امله ګمان کېده چې افغانستان به د فلسطین په ملاتړ د خپل علني موقف سربېره په دغه رایه اچونه کې ګډون ونه کړي، د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې منشي هم افغانستان او مالي د هغو هیوادونو څخه وبلل چې د رايې اچونې څخه یې ډډه کړې ده خو وروسته یې اعلان وکړ چې د افغانستان د رایې په شمېرنه کې غلطي شوې، افغانستان هم د ملګرو ملتونو د اکثرو غړو په څېر د امریکا او ټرمپ د پریکړې په مخالفت کې رایه کارولې ده.

نن ټکی اسیا چې د نورو عربي او امریکايي رسنیو په څېر تر ټولو لومړی خبر نشر کړ او وې لیکل چې افغانستان په دغه رایه اچونه کې د ټرمپ د ګواښ له ویرې پټه خوله بهتري بللې ده، خو وروسته چې د ملګرو ملتونو د منشي له لوري وضاحت وشو، نن ټکی اسیا خپل خبر له پاڼې څخه لیري کړ.

د کارپوهانو په نظر امریکا او اسرائیل د نړیوالې ټولنې له لوري په بشپړه توګه په سیاسي توګه منزوي شول او د ټولې نړۍ پر وړاندي تنها ولاړ دي، خو اوس پوښتنه داده چې ایا د امریکا ولسمشر ټرمپ به رشتیا هم دا ورځ په یاد ولري او خپل ګواښ به عملي کړي؟

د افغانستان د رایې په اړه د الجزیرې د راپور یوه برخه

هغه هیوادونه چې د ټرمپ د پریکړې پر خلاف یې رایه کارولې، زرغونه ټکي لري


د لومړیو خبرونو تر نشر وروسته په ټولنیزو پاڼو کې د افغانستان د حکومت پر ضد سمدستي سخت غبرګونونه را وپارېدل خو وروسته کله چې جوته شوه چې د افغانستان رایه په غلطۍ نه ده شمېرل شوې، ځینو فعالانو بیرته د افغانستان موقف وستایه او دا یې غوره اقدام وباله..

بلخوا ځیني رسنۍ وايي چې افغانستان د ملګرو ملتونو د اجماعي پریکړي څخه بیرته خپل تایید واخیست:

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
ایوبی
میلمه
ایوبی

دگران هیواد له استازی سخه چی دفلسطین په پلوی رایه وکاروله یوه نلی مننه.کوم.