ایپل کمپنۍ د زړو مبایلونو په سوکه کولو اعتراف کړی

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۳۰ لیندۍ، ۱۳۹۶ل): امریکایي مشهورې کمپنۍ ایپل منلې چې په لوی لاس یې د زړو مبایلونو سیستم فعالیت سوکه کړې دی.

په دې وروستیو کې د ایپل کمپنۍ په زړو مبایلونو کې څه ستونزې پیدا شوې وې، له دې ستونزو څخه یې د بیټرئ او پروسیسر فعالیت کموالی دی، کمپنۍ منلې ده چې دوی دغه کار په لوی لاس ترسره کړی دی.

د ایپل کمپنۍ د چهارشنبې په ورځ د یوې خپرې شوې اعلامیې په ترڅ کې وویل چې دوی تیر کال د یو ځانګړي سافټویر په وړاندې کولو سره د مبایل پروسیسر او بیټرۍ قوي کول غوښتل، خو په اصل کې یې زاړه مبایلونو سوکه کړي و.

څه موده مخکې د ایپل مبایلونه په اتوماتیک ډول بندیدل چې ددې ستونزې د مخنیوي لپاره ایپل تیر کال د ۱۰.۲.۱ په نوم اپډیټ تیار کړی و چې د مبایل سیستم جوړولو کې مرسته وکړي، او بیټرۍ تر ډیره فعاله وساتي، خو دې سیستم د مبایل بیترۍ کمزورې کړې وې.

ایپل کمپنۍ ویلي: “لیتهییم این بیټرۍ د وخت له تیریدو سره نه شي کولای یخ موسم کې هغومره قوي پاتې شي چې څومره پکار وي، او له همدې کبله کیدای شي ټیلیفون ناڅاپه له کاره ولویږي، مونږ غواړو خپلو کاروونکو ته تر ټولو غوره تجربې وړاندې کړو”.

کله چې لیتهییم بیټرۍ د بیا بیا چارجولو له عمله تیریږي پر فعالیت یې اغیز کیږي، ځکه دغه مهال د لیتهییم یو شمیر “اینونه” له خپله ځایه خوځيږي، دا داسې ده لکه اوسپنه چې د وخت له تیریدو سره سم زنګ نیسي.

له دې وړاندې ډیرو کاروونکو شکایت کړی و چې ګواکې ایپل په لوی لاس دغه کار کړی، ځکه دوی غوښتل خلک نویو مبایلونو اخیستلو ته اړ باسي، خو ایپل دغه ادعاوې ردوي او وایي چې دوی دغه کار ځکه کړی و چې دوی غوښتل د بیټریو عمر اوږد کړي.

د یادونې وړ ده چې د مبایل بیټري له وخت په تیریدو سره سم د ډیر چارج له اخیستو او ډیر قوت له ورکړې لوییږي.