شخصی ګټې، ګروپي ګټې او عامې ملی ګټې

انسان یو ټولنیز موجود دی چې د خپل پیدایښت د لومړۍ ورځې څخه د ټولنې له نورو غړو سره ټاکلې اړیکې ټینګوي. د ټولنې هر غړی  له همغه اوله د کورنۍ د کوچنی ګروپ  اړوندتوب تر لاسه کوی او په روځنیو چارو کې د خپلو شخصی ګټو تر څنګ د کورنیو ګټو ساتلو ته هم پام کوی. که  د ټولې کورنۍ د ژوند شرایط ښه وی، نو په طبیعی ډول د هغې د هر غړی ژوند به هم ښه وی.

خو که د ټولې کورنۍ  ژوندپه شخړو،  لوږې او بیوزلتیا کې تیریږی، سخته به وی چې په هغه کې د یوه تن  ژوند د کورنۍ د نورو غړو څخه د لید وړ توپیر ولری. نو ځکه معقوله داده چې د کورنۍ هر غړی پخپلو فعالیتونو کې د ټولې کورنۍ د ژوند سمون ته لومړی توب ورکړی او د کورنی چاپیریال د ښیګڼې په خاطر خپلې فردی ګټې شاته وغورځوی.

انسانان  همدا ډول په ټاکلی قومی، ژبنی، سیمه ایز او مذهبی ګروپ کې  دنیا ته سترګې غړوی.  د هغه او دهغه د کورنۍ ټولنیز دریځ د ډیرو نورو افرادو سره ورته والی لری. هر انسان  له نورو لږو يا ډیرو کسانوسره د ګډو هدفونو، غوښتنو، خيالونو او ګټو لرونکی وی.  هر څوک د خپلې استوګنې او کار کولود چاپیریال تر اغیزې لاندې لوئیږی، د همغه چاپیریال مذهب، دودونه او کلتوری – اخلاقی ارزښتونه  خپلوی. او شخصیت یې د همغو مسلطو شرایطو تر اغیزی لاندی شکل نیسی.

په یوه او یا بل ټولنیز ګروپ کې د نوی انسان پیدایښت د هغه په اراده او خوښه  نه وی، نو ځکه له یوه او یابل ، قومی، ژبنی، مذهبی او ټولنیز ګروپ سره  د ټاکلی فرد موروثی پیوستون نه د هغه کس ګناه ده او نه هم د هغه ټاکنه. په یوه او یابل ټولنیز ګروپ کې پیدايښت چاته کوم امتیاز نه دی او په بل ټولنیز ګروپ  کې د چا زیږېدنه هم بایدد هغه په وړاندې دکرکې او تعصب سبب نه شی. د افغانانو تر منځ یو د بل په وړاندې دا اوسنی قومی، ژبنی، سیمه ایز او مذهبی تبعیضونه  او کشمکشونه د مغرضو اشخاصو د لاسوهنې له لارې د خپلوغرضونو د ترلاسه کولو په خاطر دی، او که نه کوم علمی او حقوقی  موجه علت نلری.

له ځينو ټولنیزو ډلو سره دفرد یو شمیر تړونونه دده په خوښه، هڅه  او اراده بدلیدای شی یا د نورو ټولنیزو ډلګیو د غړو لخوا ورباندې اغیزه اچول کیږی، خو ځینې يې دده د ارادې څخه وتلی، د وراثت له لارې په ده تپل کیږی او دده په زیار او خوښه او یا د نورو ګروپونو د غړو په هڅه یې بدلون ممکن نه دی.

د مثال په ډول: څوک نه شی کولای چې خپل اړوندتوب له خپل مور او پلار ، خویندو او وروڼو او نور نسب سره له منځه یوسی. همدا شان څوک نه شی کولای چې خپل پیوستون له خپل قوم سره پرې کړی. خو سړی کولای شی چې  خپل فکر، سیاسی مفکورې، مذهبی عقیدې او ټولنیز دريځ ته بدلون ورکړی، ځان له یوه فکری، سیاسی، مذهبی او طبقاتی دریځ او ګروپ څخه باسی او بل ته ور ننوزی.

که یو څوک د نمونې په توګه د وردګو د ملکیار خيلو په یوه غریبه دینداره کورنۍ کې زیږیدلی وی، په اتوماتیکه توګه په وردګو کې د ملکیار خیلو د ډلې، په پښتنو کې د وردګو د ګروپ او په افغانانو کې د پښتنو په قوم پوري نښتی دی. چې دا نښلونه دده په انتخاب نه ده اودی یې پخپله خوښه نه شی بد لولای. د ژبې له لحاظه د پښتو ژبې ویونکو په قطار کې راځی. د بلې خوا دَیْ  د ټول هیواد له غریبانو سره هم مشترک ټکی لری، په بیوزله کورنۍ کې زیږیدلی او په بیوزله طبقه پورې تړلی دی. په همدې توګه دَیْ د سنی مذهب او په پراخه کچه د مسلمانانو له عقیدوی ګروپ سره پیوستون لری. خو دَیْ کولای شی چې د مثال په توګه د شیعه مذهب د مبلغینو تر اغیزی لاندې د سنی مذهب له لیکو ځان وباسی او د شیعه ګانو په قطار کې ودریږی. یا داچې د خپل لیاقت، کار اوزیار له لارې او د نورو کسانو په مرسته د تولید له وسایلو سره دخپل ملکیت اړیکو ته بدلون ورکړی، د  مادی نعمتونو له تولیداتو سره خپل مناسبات بدل  او د ټولنیزو محصولاتو په ویش کې خپلې ونډې ته تغیر ورکړی. د خوارې طبقې څخه ځان وباسی او د منځګړې او یا لوړې طبقې په غړو کې  داخل شی.  په ورته توګه ، هر څوک دا حق لری او کولای هم شی چې د یوې او یابلې سیاسی فکری ډلې سره ځان یوځای کړی او یا له یوې څخه  بیل او بلې ته ورشی.

د ژوند په همداسې پرله پسې فعالیتونو او ادلون بدلون کې کله د فرد شخصی ګټې د هغه د اړوند ټولنیز ګروپ له ګټو سره تطابق او یو لوریتوب  موندلای شی، داسې چې که د ټولې ډلې د ژوند شرایط ښه کیږی، د ځانګړی فرد د ژوند شرایط هم ښه والی مومی. د مثال په ډول که د یوه قوم لپاره ښوونځی جوړیږی، روغتون او درملتون جوړیږی، پاخه سرکونه او د موټرسایکلونو او بایسکلونو لپاره سمې لارې ایستل کیږی، نو ورپکې د همغه قوم د هر فرد ګټې نغښتي دی.  هغه کسان چې لازم ټولنیز او سیاسی شعور ولری، د ټول ګروپ په وړاندې د مسئولیت لرلو اخلاق ورپکې پاخه شوی وی، د همداسې عامه کارونو په اجرا او پرمختګ کې خپل شخصی وخت او انرژی مصرفوی.

خو ځینی بیا له داسې اجتماعی اخلاقو او سیاسی شعور څخه بې برخې او یا د لږ برخې لرونکی کسان هم پیدا کیږی، چې د داسې ټولګټې کارونو له اجرا څخه ځانونه وباسی. ځینې نور بیا په همداسې عام المنفعه کارونو کې د خپلو شخصی ګټو د زیاتولو لپاره چلونه او دسیسې جوړوی.   ددې پروا نه ساتی، چې د هغه د شخصی ګټو تر لاسه کول د دا ډول عام المنفعه کارونولپاره لږ او يا ډیر ضرر رسوی او یا یې ان له ناکامۍ سره مخامخ کوی. د داسې عام المنفعه پروژو دمزاحمت او ناکامۍ په پایله کې ټول قوم او سیمې او په دې لړکې د هغه څخه د شخصی ګټو پورته کوونکو افرادو ته  هم زیان رسی.

کله، کله داسې حالات هم رامنځته کیږی چې  د شخصی اوډله ایزو ګټو  ترمنځ ښکاره تضاد او اختلاف راشی. داسې چې د ټول ټولنیز ګروپ د ژوند ښه والی دځانګړی فرد په ژوند منفی اغیز کوی.  مثلا د یوه عمومی سرک د جوړولو نقشه د کوم چا په شخصی ځمکه یا کلا باندې ورشی. یا داسې چې په یوه سیمه کې د هلکانو او یا د نجونو د ښوونځی، روغتون، د تیلو ټانک او داسې نورو د جوړولو له پاره د قوم خیر غوښتونکی انسان خپله ځمکه  هغو ته ورکوی او یا يې د جوړولو په کار کې برخه اخلی، تاوان ته غاړه ږدی او پیسې ور پکې مصرفوی.

داسې هم کیدای شی چې مثلا د فوټبال په ټیم کې کوم غړی ته د مقابل ګروپ لخوا پیسې وړاندې شی،  چې سمه لوبه ونه کړی  او خپل ګروپ ناکام کړی. یا د یوه قوم مخور کسان له خپل دریځ  او د ولس له باور څخه ناوړه ګټه پورته کړی، پیسې او رشوتونه واخلی چې یو روغتون، فابریکه او يا ښوونځی د هغوی په سیمه کې جوړ نه شی،  بلکې بلې لرې یا ګاونډۍ سیمې ته ورکړل شی. نود شخصی او ګروپي ګټو ترمنځ د تضاد راښکاریدو په وخت کې فرد کولای شی چې یا شخصی ګټو ته پر ګروپي ګټو ترجیح ورکړی، ځان بسیا او د  ګروپ نور غړی متضرره کړی او یا داچې د چاپیریال له عُرف اود ګروپ له قوانینو سره سم عمل وکړی، خپله ډله او ولس ونه پلوری، له خپلو ګټو تیرشی، قربانی ته چمتو شی، او ګروپي ګټو ته پر شخصی ګټو رجحان ورکړی.  

یو ټاکلی ټولنیز ګروپ هغه وخت بریالی فعالیت او ژوند کولای شی، چې د غړو ترمنځ یې یو د بل په وړاندې د مسئولیت روحیه لوړه وی، هر یو دډله ایزو قواعدو او نارمونو منلو ته غاړه کیږدی، خپله بریا د ټولې کړۍ په بریا کې ووینی، ددې له پاره د ټول ګروپ د غړو له امکاناتو او استعدادونو ګټه پورته کړل شی او هر غړی یوازې دخپل ځان د نامه د لوړولو او د شخصی ګټو د ترلاسه کولو له پاره د خپلې ډلې د نورو غړوشهرت او ګټو ته د ضرر رسولو څخه ډده وکړی.

د نمونې په توګه به د فوټبال یوه ډله  د سیالۍ په وخت کې له بل ګروپ سره په نظر کې ونیسو.  که چیرې دټیم هر غړی وغواړی چې د خپل ځان لپاره او د خپل شخصی نامه لپاره پخپل سرلوبه  وکړی، د ګروپ له نورو غړو سره خپله لوبه همغږې او کواردینه نه کړی، د ډله ایزې بازۍ قوانین تر پښو لاندې کړی ، د ترینر مشورې له پامه وغورځوی، او حتی له  مقابل لوری رشوت واخلی او خپل ګروپ ته خیانت وکړی، نو د نوموړی ګروپ بریالیتوب سخت او مهال دی. په داسې حالت کې دډلې د یوه غړي ځان غوښتنه، بې نظمی، خپل سری او خیانت د ټولې ډلې په تاوان او په دې لړ کې دده پخپل تاوان هم ختمیږی. د ټولنیز مسئولیت احساس او ټولنیز ښه اخلاق حکم کوی چې د ګروپ غړی باید خپلې شخصی ګټې تر ډله ایزو ګټو لوړې ونه بولی او پخپل چاپیریال کې د ځان غوښتونکو، خپلسرو  او چلبازو کسانو د اغیز مخه ونیسی.

په نړۍ کې بشری ټولنه په خپلواکه هیوادو نو ویشل شوې ده، چې دا د اوسنۍ انسانی ټولنې په چوکاټ کې تر ټولو لوی ټولنیز واحدونه جوړوی. هر هیواد خپل جغرافیایی حدود لری، د هغو اوسیدونکی ګډ تاریخی، ټولنیز، روحی او کلتوری اړخونه لری، د ملت د ټولو افرادواقتصادی ګټې  او تاوان  سره شریک وی، د واحد سیاسی نظام څښتنان وی او د افهام او تفهیم لپاره ګډه ژبه او قواعد لری.  د واحد اساسی قانون او د ګډو نورو فرعی قوانینو احکام یې په ټوله جغرافیایی ساحه او پر ټولو افرادو جاری وی.

د هر ملت او هیواد په جوړښت کې نه یوازې په میلیونونو انفرادی کسان سره راټول شوی وی، بلکې په هغو کې ګڼ شمیر لوی او واړه ټولنیز ګروپونه (قومونه، دینی او مذهبی کړۍ، بیلا بیل ټولنیز  اقشار، مدنې ټولنې، هنری او سپورتی ډلې،ټولنیزې طبقې او داسې نور)  وی.  سره له دې چې د یوه واحد ملت په چوکاټ کې د هغو د افرادو او بیلا بیلو ټولنیزو ګروپونو ترمنځ ډیر ګډ وجوهات  او شریکې ګتې موجودی وی، خو بیا هم  د هغو د افرادو،  ټولنیزو طبقو، اقشارو او ګروپو ترمنځ ډیر ځله  د افکارو، عقیدو او ګټو توپیر، اختلاف او ان تقابل رامنځته کیږی او دا یوه نورماله او طبیعی مسئله ده.

د ملت د تاریخی ودې په بهیر کې ډیر داسې حالات شته چې د هغو د مختلفو طبقو، قومونو، دینی او ژبنیو ډلو، اتحادیو او سیاسی ګوندونو ترمنځ  د ګټو تقابل، اختلاف او توپیر رامنځته شوی.  په داسې وخت کې طبیعی ده چې هر ټولنیز ګروپ به د خپلو ګټو د ساتلو له پاره مبارزه کوی. خو مهمه خبره داده چې دا مبارزه  په دموکراتیکو نظامونو کې هر لوبغاړی ته د سوله ایزي لارې د مبارزې اصول څرګند وی، د قانون په چوکاټ کې واضح تنظیم شوی وی او د متضادو ډلو ترمنځ د وسله والو نښتو مخنیوی کوی. په داسې قانونی چوکاټ کې د ملت د مختلفو او دښمنو  ډلو تر منځ د ګټو کشمکشونه او یو د بل په وړاندې اقدامونه ملی شتمنیو ته زیان نه رسوی،  د ټول ملت عامو ګټو ته د ضرر رسولو جواز نه لری، بلکې بر عکس هر  ګروپ د عامه شتمنیو په ساتلو کې تر بل زیات زیار باسی. د سیاسی واک د تر لاسه کولو او یا د مخالف لوری د مغلوبولو له پاره، پلونه، ښوونځي، روغتونونو، فابریکې، دولتی ودانۍ او داسې نورې په بیت المال پورې تړلې اود ټول ولس په ګټه کاریدونکې مؤسسې نه ورانوی. که چيرې د کوم ټولنیز ګروپ محدودې ګټې له عامو ملی ګټو سره په تضاد کې قرار ولری، نو د مروجو ملی او اجتماعی تړونونو  پر بنسټ لازمه ده چې ډله ایزې ګټې د شخصی ګټو په شان تر عامو ملی ګټو قربان شی.

ملتونه داسې عامې  ملی ګټې لری، چې پخپله د ملت د شتون، د هغو د ټولوډلو  او  اوسیدونکو افرادو لپاره ستر اهمیت لری. مثلا هر ملت د خپل شتون له پاره دې ته اړتیا لری چې د هغه جغرافیایی حدود معلوم وی، نو ځکه له ځمکنۍ بشپړتیا څخه دفاع د عامې ملی مسئلې په حیث د هغه د هر وګړی او هر ټولنیز ګروپ اساسی دنده جوړوی. که چیرې ملت د خپلې ودې لازمې او پخې مرحلې ته رسیدلی وی، نه پریږدی چې ځمکه يې تقسیم او نفوس یې په مختلفو برخو وویشل شی.  که هیواد له داسې یوه خطر سره مخامخ کیږی، په هغه وخت کې د ملت د هر وګړی اساسی دنده ده چې د داسې ملی سترې موضوع په وړاندې خپلې محدودې ګروپي او شخصی ګټې او ان خپل ژوند او هستی قربان کړی او دا د ځان له پاره ویاړ وبولی. دلته دا مهمه نه ده چې څوک په کوم ټولنیز ګروپ، کومه سیاسی ډله، قوم  او کومه ټولنیزه طبقه پورې تړلی وی. ډیر ځلې د هیواد له ځمکنی تمامیت څخه ددفاع په لارکې ډیر کسان سرونه بایلوی، شتمنۍ بربادوی او پخپل شخصی ژوند کې ستونځې ګالی. همدا ډول ډیرې قومي ډلې، سیاسی حزبونه او ټولنیزې طبقې د عامو ملی ګټو د ساتلو او د ملی نوامیسو د خوندی کولو په لارکې ګذشتونه کوی، خپل ګروپي منافع د ملت تر عامو منافعو جاروی او دا د هیوادونو په تاریخ کې یوه منل شوې او معمولی خبره ده چې دهر هیواد وګړی او تاریخ په همداسې اتلانو ویاړی.

داسې کسان، کوچنی ټولنیز ګروپونه او سیاسی حلقې هم په ځانګړو حالاتو کې سر پورته کولای شی،  چې د ملت په بدمرغیو کې خپله نیکمرغی لټوی، د وطن د نورو قومونو او ټولنیزو ګروپونو په نا آرامۍ کې خپله آرامی ګوری او د نورو د قربانیو څخه د خپلې ډلې په ګټه د کار اخیستلو له پاره په توطیو او دسیسو اخته وی. د تاریخ په اوږدو کې د ملتونو په ژوندانه کې داسې  ځینې کسان او واړه ګروپونه هم پیدا شوی چې د ملت له دښمنانو سره د ملت د شرف، حیثیت او د ولس د وینو سوداګرۍ او معاملو ته چمتو وی. خپلې شخصی او د خپل ګروپ موقتی او لنډې ګټې د ټول ملت تر تاریخی او د اوږدو مودو تر ګټو لوړې بولی. د خپل شخصی قدرت او د خپلې کورنۍ او ګروپ د واک د تر لاسه کولو، یا ساتلو او یا  زرو د ټولولو له پاره د ملت د بهرنیو دښمنانو سره د پردې شاته او د ملت له سترګو پټ تړونونه کوی، د نورو غلامۍ او د خپل ولس دښمنۍ ته غاړه ږدی، خپل ملت او خاوره خرڅوی او ټول  دینی او دنیایی بشری آرونه تر پښو لاندي کوی.

له پورته لیکنې په ډاګه څرګندیږی چې  انسان یوازې شخصی غوښتنې نه لری او یوازې د وړو ګروپي اړیکو په چوکاټ کې هم ځان نه شی ایسارولی، بلکې عامی ملی ګټې هم لری.  د لوړ ملی، وطنی، ټولنیز او سیاسی شعور څښتنان او د ملت رښتینی خدمتګاران خپلې ګروپي ګټې تر عامو ملی ګټو او همدا راز شخصی ګټې بیا تر ګروپی ګټو لوړي نه بولی. په ټولو سیاسی، ټولنیزو،  اقتصادی  او نظامی فعالیتونو کې لومړۍ د ټول هيواد ګټو ته نظر اچوی، د هغو په چوکاټ کې خپلې ډله ایزې او محدودې تنظیمی ګټې عیاروی او خپلې شخصی ګټې د ټول ولس په ګټو کې وینی.

نورمحمد غفوری، جنوری ۲۰۱۱



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.