افغانستان

کندز: یوې مېرمنې خپل غبرګوني اته میاشتني ماشومان په دوولس زره افغانۍ وپلورل

د کندز د چهاردرې د یتيم قريې په سیمه کې یوې مېرمنې د لوږې او نیستۍ له امله خپل دوه غبرګوني اته میاشتني ماشومان په دوولس زره افغانۍ پلورلي دي. د یادې مېرمنې خاوند د کندوز په مرکزي زندان کې بندي دی، چې نور يې د اړتیا د پوره کولو څوک نه درلودل.

هغې چې رسنیو ته له خپل نوم ښوودلو ډډه کوله وویل چې د خاوند يې نږدې کال پوره کېږي چې په مرکزي زندان کې بې محاکمې پروت دی، او په خپله يې د لوږې او نیستۍ له امله دوه واړه ماشومان وپلورل.
د ماشومانو اخیستونکی هم د یادې سیمې اوسېدونکی دی چې د ماشومانو مور ترې خوښه ښکارېده او ويل يې چې دې سړي ورسره هر وخت مرسته کړې ده.
دا په داسې حال کې ده چې سیاسیون لاهم غواړي د پرېمانه درغلیو سره سره ټاکنې دویم پړاو ته بوځي او میلیونونه افغانۍ پرې د ملت له جېبه مصرف کړي.یاده دې وي چې د داسې پېښو اړوند تل دولتي مسوولین غلي پاتې شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x