د غوږ درد څخه څنګه ځان خلاص کړو؟

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۳۰ لیندۍ، ۱۳۹۶ل): د بدن له سختو دردونو څخه یې یو د غوږ درد د دی، چې په عین وخت کې انسان نشي کولای څنګه یې کنټرول او د ارام احساس وکړي.

په عامه توګه د غوږ درد د تبې، پوزه کې د حساسیت، زکام، ټوخي او یا د پوزې بندیدلو له کبله رامنځ ته کیږي، چې په غوږ کې شته موادو ته زیان رسوي او له امله یې د غوږ درد پیدا کیږي.

ددې د مخنیوي څو غوره لارې شته چې تاسې سره د غوږ درد په مخنیوي کې مرسته کولا شي:

هوږه: د هوږې دوه پلیه په دوه کاشوغې چای او شړشم تیلو کې ګډ کړئ او بیا یې په اور کیږدئ، تر څو هوږه یو اندازه رنګ بدل کړي، خو پام مو وي چې توره نشي، بیا یې یخه کړئ او څو څاڅکي په دردونکي غوږ کې واچوئ.

کشمالي پاڼو اوبه: د درد ارامولو لپاره دوهمه نسخه د کشمالي پاڼې دي، د کشمالي پاڼې راواخلۍ او ویې ټکوئ، له هغې څخه راوتلې اوبه په غوږ کې واچوئ، خو په پام کې ونیسئ چې د کشمالي اوبو استعمال نه مخکې دا ښه سره ګډې کړئ ځکه چې په د کشمالي اوبو اصلي مواد ډیر زر بیخ ته ځي.

مڼې سرکه: یو اندازه د مڼې سرکه راواخلئ او د مالوچ په واسطه یې په اغیزمن غوږ کې واچوئ، همدارنګه دغه سرکه په اوبو کې د لګولو پر وخت هم استعمالولی شئ، مالوچ په سرکه ککړ کړئ او بیا یې د پنځه دقیقو لپاره په غوږ کې کیږدئ، دغه مالوچ په غوږ کې شته مکروب راوباسي او د غوږ درد مخه نیولو کې مرسته کوي.

مالګه: مالګه یو څه اندازه ګرمه کړئ، بیا یې په مالوچ پورې ومښئ، او دغه مالوچ تر لسو دقیقو پورې غوږ کې کیږدئ، ددې په واسطه په غوږ کې مایع مواد راوځي او درد یې کموي.

یادونه: دغه مقاله د عامو معلوماتو لپاره ده، لوستونکي باید په دې اړه له ډاکټر سره مشوره وکړي.

سرچینه: ډان نیوز

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د