افغانستان

د ټرمپ مرستیال مایک پنس افغانستان ته په ناڅاپي سفر راغلی / ویډیو

نن ټکی اسیا (جمعه، ۱ مرغومي، ۱۳۹۶ل): د امریکا د ولسمشر ټرمپ مرستیال «مایک پنس» په ناڅاپه سفر افغانستان ته راغلی دی.

نوموړي په بګرام هوايي ډګر کې یو شمېر امریکايي عسکرو ته وینا هم وکړه او د عیسایانو د اختر کریسماس په مناسبت یې د هغوی څخه مننه وکړه چې په افغانستان کې جنګیږي.

امریکايي تلویزون فوکس نیوز وویل چې د نوموړي سفر تر هغو پټ وو تر څو چې افغانستان ته رسیدلی نه وو، کله چې ورسیدی، په بګرام هوايي ډګر کې یې امریکايي عسکرو ته په وینا کې وویل چې امریکا په حقیقت کې د پرمختګ په حال کې ده، او طالبان شاتګ ته مجبور شوي دي.

نوموړي وویل چې فتحه تر بل هر وخت ډېره نیژدې شوې ده، او زیاته یې کړه: «زه په خپل ټول ایمان سره وایم چې افغانستان به ازاد شي».

امریکايي رسنۍ زیاتوي مایک پنس په پوځي (C-17) الوتکه کې د بګرام هوايي ډګر ته د افغانستان په وخت پر ۹:۴۶ بجو ورسیدی، نوموړی بیا په یوه چورلکه کې ارګ ته ولاړی او هلته یې د اشرف غني او ډاکټر عبدالله سره ولیدل.

د سرچینې په وینا پنس د اشرف غني او عبدالله ته د ټرمپ سلامونه رسولي او ددوی دواړو څخه یې مننه کړې چې د افغانستان د امنیت او پرمختګ په برخه کې د امریکا سره مرسته کوي.

پنس دواړو مشرانو ته وویل: «ستاسو څخه مننه چې د ولسمشر ټرمپ د جنوبي اسیا ستراتیژي څخه مو خپل کلک ملاتړ اعلان کړی دی».

باید وویل شي چې څه موده تر مخه د امریکا د بهرنیو چارو وزیر هم بګرام ته راغلی وو او هلته یې دواړه مشران (ولسمشر او اجرائیه رئیس) ور غوښتي وه، خو وروسته افغان چارواکو خبر ورکړ چې غونډه په ارګ کې وشوه، خو امریکایانو د بګرام هوايي ډګر د یوې عادي پوځي کمرې انځورونه خپاره کړه کوم چې له مخکې د ارګ رسنیز دفتر فوټوشاپ کړي وه.

ارګ تر اوسه د مایک پنس د راتګ په اړه څه نه دي ویلي.

د یادونې وړ ده چې مایک پنس منځني ختیځ ته وروسته تر هغه خپل سفر وځنډوی کله چې د بیت المقدس د پریکړي له وجې د امریکا پر ضد په سیمه کې کرکه زیاته شوه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
پیغام

مایک پس ، د خندنی راتګ او خبری کړی : وایی هغه چرګی نوری نشته چه د سرو زرو هکي به یی اچولی . هغه دوره تیره شوه چه امریکایانو ته به د کابل هوایی ډګر او ارګ کی افغانی قالینی د رسم ګدشت د پاره فرش شوی وی امریکایانو به ع، غ او د غلامی اداری نورو غلامانو ته ویزی ورکولی . اوس طالبان د امریکا او ناتو مشرانو او وزیرانو ته ویزی ورکوی د ویزو دا لړی هغه وخت پیل شوه چه د ناتو مشر او د امریکا وزیر دفاع باندی د کابل هوایی ډګر تنور کړی وو… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x