نظــر

پښتانه باید په چا پسې ولاړشي؟!!

د اسلام د مبارک دین له مخې د: «انماالمؤمنون اخوة» پيغام سره د مسلمانانو ترمنځ د قومیت او سمت پرستۍ فتنه رد شوې ده، غوره والی او بهتری د اعمالو او تقوی له مخې ده نه د قومیت او نژاد له مخې، زه خپله په دې خبره پوره باور لرم چې قوم پرستي څرنګه چې د اسلام له مخې ناروا ده همدغسې يې په عملي ژوند کې کوم مثبت نتایج او لاسته راوړنه نه ده درلودلی؛ خو د دغه یو څو کرښو لیکلو ته ځکه مجبور شوم چې پرون هم او نن بیا هم د پښتون قوم په سرنوشت لوبه روانه ده، هر پوه او ناپوه، ښه او بد، داخلي او خارجي، ځوان او زوړ، مسلمان او مرتد، مجاهد او کمونست، خلقي او پرچمي، ښځه او نر د پښتو پښتو ناری وهي مګر اخر د دې نارو ګټه چاته رسیږي او تاوان یې څوک ګالي؟!!

د سږکال نمایشي ټولټاکنې په داسې حال کې ترسره شوې چې د ولس غوڅ اکثریت ورسره پریکون کړی وو، د ټولټاکنو په ورځ د اسلامي امارت د مجاهدینو له لوري په درست هیواد کې شاوخوا ۱۰۸۸ بریدونه ترسره شول چې د ټاکنو بهیر یې بیخې تر صفر کچې رسولې ؤ، د مجاهدینو دغه کار ترشا په پراخ ډول عکس العملونه درلودل، چا ویل دا یې ښه کار و نه کړ پښتانه وروسته پاتې شول، چا ویل دا د طالبانو د دریځ غښتلوب او زړورتیا ده چې خپلو خبرو ته یې د عمل جامه ورواغوسته او چا ویل چې دا کار به عبدالله عبدالله ته ګټه ورسوي، د اشرف غني رایي چې د پښتنو رايي دي هغه به کمې شي او عبدالله ته به میدان خالي شي، په هر حال په راتلونکو څو کرښو کې به درته د دې خبرو په اړه یو څه ولیکم هیله ده چې لیکنه تر پایه ولولئ او بیا قضاوت وکړئ.
اشرف غني هغه څوک دی چې درست عمر یې په امریکا کې تیر شوی، کورنۍ يې ډيموکراته ده، د ښځې په اړه يې تر اوسه لا دا شکونه پر خپل ځای دي چې هغه نصرانۍ ده، لورګانې يې د عیاشي اوفحاشي اتلانې دي، او بیا دې پخپله چې د افغانستان لپاره یې تر اوسه کوم ځوی، لور، ورور، وراره نه دی قربان کړی، هغه زوړ کمونست دی چې کومو کمونستانو د افغانستان د تیرو څلورو لسیزو بدبختیو ته لاره هواره کړه، زه د یو مسلمان او افغان په حیث حق لرم چې ووایم افغانستان همدغه کمونستانو تباه او برباد کړ، عبدالله عبدالله لا پیدا هم نه ؤ چې اشرف غني به د کمونیزم فلسفه دلته تشریح کوله، هغه ورځ مې یوه لیکنه تر سترګو شوه چې په نن ټکی آسیا کې خپره شوی وه او یو بااحساسه(؟) لیکوال(؟) په کې پښتنو ته … لفظ کارولې وو داسې لفظ چې زه یې دلته په لیکلو شرمیږم ولې چې زه خپله پښتون یم او پښتانه د نړی سرلوړي او عزتمن خلک دي، خو د همدغه لیکوال د دې خبرې په لوستلو حیران شوم چې ویل يې اشرف غني ته رایه ورکړئ، طالبان په سیاست نه دي خبر، او له اشرف غني پرته نو پښتانه تباه دي!! عجیبه خلک او عجیبه قضاوتونه دي، که خبره د اشرف غني د استادۍ شي چې په اقتصاد کې يې دکتورا اخیستې او په امریکا کې استاد دې نو دا کومه مهمه خبره نه ده، مسلمانان باید خپل مشر او امیر د اسلامي ارزښتونو په پام کې نیولو سره وټاکي، امیر باید خپله د امارت غوښتنه ونکړي، امیر باید په اسلامي صورت او سیرت برابر وي، ته راشه ماته وښایه په اشرف غني کې په دوربین کې هم اسلام، اسلامي اخلاق او عادات ښکاري او که هسې هوا ګز کوئ؟؟
او هغه څوک چې وايې طالبان دې د پښتنو مخه نه نیسې چې انتخاباتو کې ګډون وکړي، سخته تیروتنه کوي، زه له دوی پوښتنه کوم چې د انتخاباتو مصارف څوک درکوي؟ امنیت یې څوک ساتي؟ مشاورین يې د چا لخوا ټاکل شوي؟وسایل د چا لخوا برابریږي؟؟ د دې ټولو خبرو ځواب دا دې چې دا هر څه د اسلام د دښمنانو له لوري برابریږي، ښه نو اوس یوه شیبه د تعصب عینکې له سترګو لری کړئ او قضاوت وکړئ چې کفار کله د مسلمانانو دوستان جوړ شوي دي؟؟ هغه امریکایان چې همدا اوس یې په افغانستان، عراق، فلسطین، برما، الجزایر، مصر، یمن، اردن، منځنۍ افریقا، سوډان، فلپین او… کې د مسلمانانو د وینو سیلابونه روان کړي دي نن څنګه ستا دوستان شول؟؟ په کوم دلیل او منطق نن تاسو دا خبره کوئ چې امریکایان دلته د انتخاباتو له لاری د یوې منظمې اداری د رامنځ ته کیدا ملاتړ کوي؟!
زه خپله یو محصل یم هر څه زما د سترګو په وړاندې تیریږي، د غربیانو تبلیغاتي کمپاینونه، د ارتداد، ایډز، سود او قومي تعصبونو وبا خو د همدغه انتخاباتو ثمره ده چې نن یې تاسو بیا خلکو ته تر شا شنه او رنګین باغونه ښایاست، پښتانه خو تاسو تباه کړل چې له نسب او حسب نه محروم خلک له امریکا او اروپا نه راولئ او بیا یې دلته دپښتون په نوم په افغانانو مسلط کوئ، اشرف غني زوړ کمونست دی او کمونستان هغه خلک دي چې د سردار داود په وخت کې یې لومړنۍ وینه تویوینه پیل کړه د کومې وینې تویدنې په سبب چې دا دې تر نن ورځې افغانان د تپل شوو جګړو په اور سوځي.
حقیقت دا دې چې د کابل د ادارې د واک چارې ټولې د امریکایانو سره دي، د انتخاباتو په نوم سره امریکایان غواړي چې د خلکو په سترګو کې خاوری واچوي، د پښتون او پښتو په نوم یې پښتانه واخیستل د غربیانو د ښپو څټلو ته یې کینول، زه له هغو کسانو چې وایي طالبان دی پښتانه انتخاباتو ته پریږدي دا پوښتنه کوم چې د کرزي د مفسد رژیم د رامنځ ته کیدا په وخت کې هم تاسو د انتخاباتو نه ملاتړ کاوه نن ولې ملت ته د هغه ظلمونو او وحشتونو ځواب نشئ ورکولای چې د کرزي په دوره کې دلته ترسره شول؟!!
خبره دلته ده چې په ډیموکراسۍ د ملت درد نه دوا کیږی، یو شمیر داسې خلک هم شته چې ځانونو ته د ډیرو پوهو خلکو نسبت کوي او وایي چې پښتانه باید خپل سرنوشت وټاکي او کنه نو تباه کیږي!! زه له دوی هم پوښتم چې پښتانه چا تر دی ځایه راورسول چې نن تاسو ورته د پان او پړانګ خبره کوئ؟ د اسلامي امارت په وخت کې واک او صلاحیت د چاسره ؤ؟ پوځ له چانه جوړ وو؟ په رسمي ادارو کې خبرې په کومه ژبه کیدې؟ د تاجک، ازبک، او هزاره په نوم راپورته شویو فتنو ته چا غاښ ماتوونکي ځوابونه ورکړل؟؟چا رباني تر تاجکستان او دوستم تر ترکیي وزغلاوه؟؟ ولې مو په حق سترګې پټې کړي دي؟ تاسو به دغه پښتانه تر څو داسې په سرګردانۍ کې ساتئ؟؟
هر د سلیم عقل څښتن پوهیږي چې اشرف غني د ډاکټرنجیب بدیل دی او د همدې مقصد لپاره رامنځ ته شوی چې له پښتنو نه د کمونستانو په وړاندې د مقاومت او مبارزی انتقام واخلي، او بیا که خبره دا شي چې اشرف غني په امریکا کې استاد دی نو موږ څه وکړو؟ آيا اوس موږ پښتانه دومره بې څوکه شولو چې اوس نو باید یا عبدالله ومنو ځانونه په لوی لاس د خپلو ازلي دښمنانو په لومه کې راښکیل کړو او یا اشرف غني ومنو چې تیر جهاد مو هسې بې ځایه ولاړ شي، هغه په لسګونو زره شهیدان، هغه معیوبین، کونډې او یتیمان وپلورو چې د کمونیزم پر وړاندې مو په جهاد کې ورکړي دي؟!!
زه د یو مسلمان په حیث هر هغه چاته چې وايي انتخابات دی وشي او کنه نو د پښتنو اینده خرابه ده دومره وایم چې د غیبو علم تاسو سره نشته دا د الله جل جلاله خوښه ده چې څوک تباه کوي نو تاسو یې نشي را ایسارولای، نور نو د پښتو او پښتنو په خبرو خلکو ته دوکه مه ورکوئ.
پښتانه به څه وکړي، نجیب خو هم پښتون، کرزی هم پښتون دی او اوس نو د نجیب بدیل اشرف غني هم پښتون دی هماغه زوړ… او نوی کته، موږ هم دا وایو چې پښتانه باید خپل سرنوشت په خپله وټاکي خو په دې باید پوه شي چې سرنوشت ټاکل د انتخاباتو نه پرته سل نوری لاری هم لري، د الله جل جلاله کلام او نبوي احادیثو مسلمانانو ته په دنیا کې د ژوند د تیرولو پوره لارښوونه کړی ده او بیا د نبي کریم صلی الله علیه وسلم مکي او مدني ژوند زموږ لپاره تر ټولو ښه نمونه ده چې باید په تعقیب او تقلید یې خپل راتلونکی وټاکو، او پاتې شوه د جهاد او د مجاهدینو خبره، نو هغه واضحه ده، زموږ هیواد اشغال دی، مال او ناموس مو په خطره کې دی، دیني ارزښتونه مو پلورل کیږي، ملي ارزښتونه مو د کفارو له دوستې نه قربان شول، زموږ د خاوری ځمکنې او هوايي تمامیت د کفارو لخوا مستعمره شوی دی، او په دې حالاتو کې جهاد او مبارزه په هر مسلمان نر او ښځې، بادار او غلام فرض ده، که یې څوک نه مني نو کفر ته پرې وځي، که یې مني خو نه یې کوي د منافقت په درجه کې قرار لري او که یې نه منی خو بالعکس یې پرضد پروپاګند هم کوي، خلک ترې منع کوي دا کار يې له منافقت پرته بل څه نه دي، ډیموکراتانو ته دی جوته وي چې انتخاباتو نه هیڅ نه ترلاسه کیږي مه ځان ستړی کوئ او مه ملت ته نور غمونه کرئ، د واک چاری له پنټاګون نه ویشل کیږي، امریکا به دلته هغه څوک واک ته رسوي چې د هغوی د خوښې وړ وي، که دا ټول ۳۴ میلیونه افغانان اشرف غني ته رایه ورکړي هم ولاکه مو رانه په امریکایانو ومنله چې له خپل دریځ نه په شا شي او که یوه رایه هم څوک ورنکړي خو چې د امریکایانو خوښه وي نو همدا اشرف غني به دې د کرزي په شان د ارګ په ګدۍ درته کینوي بیا نو لستوڼی رابډ وهئ او د ولس د وینو تویولو ته دوام ورکړئ، موږ پوهیږو چې ستاسو په پروپاګند او تبلیغاتو تاسو ته ځانګړي امتیازات درکول کیږي خو ښه به دا وي چې د پیسو د ګټلو کومه بله لاره وګورئ، انتخابات، ډیموکراسي او سوله د قرآن کریم، اسلامي شرعي نظام او جهاد په عوض خلکو ته مه وړاندې کوئ، دا یهودي فلسفه به ان شاءالله کله هم دلته کامیابه نشي، موږ پوهیږو چې کورنيو جګړو ته څوک لمن وهي، د تجزیي خوبونه څوک ګوري، په هیواد کې د کلیساګانو ملاتړ څوک کوي، د اسلامي حدودو پر ځای د ډیموکراسۍ شیطاني قواعد چا دلته رایج کړل، دا هر څه واضح دي عیان ته څه ضرورت د بیان، بس هر څه ولس ته ښه معلوم دي.
پورته مې درته د یوې لیکنې یادونه وکړه چې یوه تن بې ضمیره لیکوال لیکلې او بیا په نن ټکي آسیا کې پاڼه کې خپره شوی وه، هغه په خپله لیکنه کې وايي چې طالبان دلته له یو غښتلي پښتون مشر نه ډاریږي ځکه خو نه غواړي چې اشرف غني واک ته ورسیږي!! خو دا ښاغلی دومره ساده دی چې تر اوسه د غښتلي او کمزوري فرق هم نشي کولای، دی فکر کوي چې دغه د قبر په غاړه ولاړ اشرف غني به غښتلی مشر وي خو زه دومره ورته وایم چې دلته غښتلې او کمزوری له واشنګټن نه ټاکل کیږي هو دا خبره ښه په خلاصو غوږونو واوره چې د الله جل جلاله په لاره کې د جهاد پر وړاندې د دنیا هیڅ یو طاقت نشي ټینګیدای، تاسو نه شئ کولای چې اشرف غني په دی ډول خلکو ته یو اتل وروپيژنئ، د اشرف غني په اړه دا خبره مشهوره ده چې په کورنیو جګړو کې یې برخه نه ده اخیستې، خو دا چندان کارنامه نه ده، پکار خو دا وه چې د کورنیو جګړو پروخت همدغه اشرف غني تللای وای خپلو امریکايي بادارانو نه یې غوښتي وو چې نور نو په کورنیو جګړو کې د چا ملاتړ مه کوئ، او یا که یې دا کار تر وس پوره نه وو چې د خالص بابا رح په څـير ورشي او یو امریکايي جګپوړي مقام ته حق خبره وکړي په داسې حال کې چې اشرف غني په یو وخت د روسانو او امریکایانو سره اړيکي هم درلودی، نو بیا ورته پکار وه چې د افغانانو د وینو سیلابونه بهیدل راغلی به وای او د دغه فساد پر ضد به یې د مبارزی غږ پورته کړی وای، مګر دې ښاغلي خو هلته په امریکا کې مزی کولی او چې نن ورته د امریکايي ډیموکراسۍ تر چتر لاندې د فعالیت زمینه برابره شوه، د عمر له پلوه کمزوری شو، تحلیل او تدبیر نه عاجز شو اوس راغې او وايي چې زه به پخپلو اقتصادي تګلارو کارولو سره د افغانستان ټول مشکلات حل کړم!!
پښتانه چې د افغانستان غوڅ اکثریت دی باید نور نو چاته د دوی په برخلیک د سودا کولو وخت ورنکړي، د انتخاباتو تر نامه لاندې په صلیبی توطیو باخبره اوسي، د انتخاباتو سره مقاطعه اعلان کړي، ځکه چې اصلاً دلته د چا رایه مهمه نه ده. مهمه دا ده چې څوک امریکا ته خوښ وي هغه به واک ته رسیږي، او رایه ورکول دا معنی لري چې موږ او تاسو د د الله جل جلاله پرځای شیطان ته فیصله یوړه، لکه چې قرآن کریم خپلو پلویانو ته داسې پیغام ورکوي:
الم تر الی الذین یزعمون أنهم أمنوا بما اُنزل الیک و ما انزل من قبلک یریدون أن يتحاکمو الی الطغوتِ و قد امروا ای یکفرو به و یرید الشیطن أن یضلّهم ضللاً الخ… النساء
ژباړه: (آیا ته نه ګورې ( اې محـــمده) هغه خلک چې ګومان کوي چې په هغه کتاب یې ایمان راوړی، چې نازل شوی دی تاته او هغه چې نازل شوي وو تر تا د مخه، غواړي د فیصلی لپاره وړاندې شي طاغوت ته، په داسې حال کې چې دوی ته امر شوی چې په طاغوت کافر(انکاري) شئ، او شیطان غواړي هغوی ډير زیات ګمراهان کړي، او چې کله هغه ته وویل شي د الله جل جلاله نازل کړي کلام او د رسول صلی الله علیه وسلم(د فیصلی) لپاره راشۍ نو ته به وینې چې منافقان له تا څخه مخونه اړوي).
نو انتخابات دا معنی چې خلک په طاغوت فیصلی کوی، هیڅ یو مسلمان باید د یهودو او نصاراو دغه توطيې ته تسلیم نشي، او تر کومه ځایه چې خبره د جهاد ده، جهاد به تر څه وخت پورې وي : و قـــتلوهم حـــتی لاتکون فتنة و یـکـــــون الدین کله لله«انفال ۳۹ ایت.
ژباړه: تر هغه وخته پورې د کفارو سره و جنګیږۍ چې تر څو فتنه( د مسلمانانو په زړونو کې د کفارو ویره) پاتې نشي شي او ټول دین د الله جل جلاله لپاره شي.
څرنګه چې زما لیکنه یوه عامه لیکنه ده او مطلب مې دا نه وو چې د انتخاباتو د جواز په اړه وغږیږم په دې کې شک هم نشته چې انتخابات د ډیموکراسۍ یو اصل دی او ډیموکراسي صریح کفر دی، نو هیله مند یم چې په دې اړه هر مسلمان ورور او خور د اسلامي علومو مطالعه وکړي، د غربیانو د تبلیغاتو تر تأثیر لاندې رانشي، نه خو دا ډیموکراتان د پښتو له غمه مړه دي او نه ورسره د دین او ولس غم شته بس د خپلو امتیازاتو او مادیاتو د ترلاسه کولو او د خپلو بادارانو د رضایت د ترلاسه کولو په موخه د پښتو او پښتنو نارې وهي، د اسلام حکم دادې چې د مسلمانانو خاوره اشغال شي نو په مسلمانانو جهاد فرض عین ګرځي، اوس چې افغانستان د صلیبي نیواکګرو لخوا اشغال شوی په اشغال شوي هیواد کې به خبره په توره کوو، په انتخاباتو نه دا اشغال پای ته رسیږي، نه په تاریخ کې د دې خبری کوم داسې ثبوت شته چې کفار یرغلګر دی د یو مستعمره هیواد نه په خپله خوښه او رضا پرته دخپلو اهدافو د ترلاسه کولو وتلي وي،معاصره دوره زموږ او ستاسو پر وړاندې ده.
او یوه څو مهمې خبرې چې د اشرف غني او اودلا ترمنځ شریکي دي هغه داده چې دواړه غواړي امریکاسره د غلامۍ تړون امضاء کړي، دواړه د اسلام له دین نه باغیان دي، دواړه غواړي دلته کفري ډيموکراسي پلي کړي او دغه مسلمانه ټولنه په یوه سیکولر ټولنه بدله کړي، دواړو نه چار چاپیر د اسلام دښمنان تاو دي، کمپاینران يې د امریکا او اروپا تالي څټي ایمان پلورونکي دي، دواړو ته مشاورین د امریکا او روس لخوا ټاکل کیږي، دواړه د جهاد سرسخت مخالفین دي،شرعي نظام نه ډاریږي، د اسلام او مسلمان له نوم نه بد وړي، دواړه د امریکایانو د تبلیغاتي کمپاین په زور د شهرت تر لوړو پوړیو ورسول شول،دواړو ته مصارف امریکا او روس ورکوي، نو معلومه خبره ده چې د هر یوه په بریالیتوب سره به دلته کفري کفري ډیموکراسي پلي شي او بیا به هماغه بدبختۍ وي لکه چې د کرزي په دوره کې يې شاهدان وو، کرزي د پښتو او پښتنو په نوم د پښتنو سمه بیخ کندي وکړه، واک او صلاحیت د کرزي له برکته د نظار شوری د لنډه غرو لاس ته ورغې او د اشرف غني له برکته به رشیددوستم ته ورسیږي.
دا یو تریخ حقیقت دې چې د پښتون او تاجک په نوم دلته کورنۍ جګړی ته لمن وهل کیږی، همدا څو ورځې وړاندې د المان استخباراتي کړۍ په یوه راپور کې ویلي چې په افغانستان کې د سختو کورنیو جګړو ویره شته، د دې خبرې مطلب دادې چې امریکا او ناټو د پردې تر شا په پوره چالاکۍ سره د افغانستان د تجزيي، د کورنیو جګړو د رامنځ ته کولو او په دې خاوره کې د اسلام د له منځه وړلو هڅې کوي.
پښتانه دی هوښیار اوسي، او بیا څوک که دا خبره کوي چې ډير پښتانه د اشرف غني سره ولاړ دي، اول خو ډیروالي د خلکو د اسلام له مخې کوم اعتبار نلري
لکه چې الله جل جلاله فرمايي: و ان تطع اکثرالناس فی الارض یضلوک عن سبیل الله ان یتّبعون الا الظّنًّ و ان هم الا یخرصون« الانعام
۱۱۶
ژباړه: ( او که ته د ځمکې د مخ د ډيرو خلکو خبره و منې نو د الله جل جلاله له لیاری به دې واړوي، ځکه هغوۍ په ګومانونو پسې روان دي.

او همداراز بل ځای کې الله جل جلاله فرمايي:

ولکن اکـــــثرالناس لایعلمون« الاعراف
۱۸۷
ژباړه: ( خو ډیر خلک نه پوهیږي)

که څوک وایي چې د جهاد او خپلواکۍ د تګلارې پلویان کم دي نو ځکه يې خبرو ته توجه نه ده پکار، الله جل جلاله د دوی دا خبره رد کوي او فرمایي:
و قلــیل من عـــبادی الشکور« سوره سبا ۱۳ ایت

ژباړه: زما لږ بندګان شکر کوونکي دي.

همداراز که وګورو نو رسول الله صلی الله علیه وسلم هم ډير کرته د اکثریت پرځای د اقلیت په رایه عمل کړی دی، لکه د بدر په جــنګ کې یې یواځې د حباب بن المنذر رضي الله عنه په رایه عمل وکړ، حال دا چې خپله د رسول الله صلی الله علیه وسلم او د ډیرو نورو اصحابه کرامو رایه د جنګ په اړه بل ډول وه.
او د حدیبيي په صلحه کې هم رسول اکرم صلی الله علیه وسلم د ډیرو اصحابه کرامو رایه و نه منله او د قریشو سره يې سوله وکړه.
ابوبکر صدیق رضي الله عنه هم د ارتداد او د زکاة د منکرینو په مقابل کې په داسې حال کې جهاد اعلان کړ چې ډيرو اصحابه کرامو خوښه نه وه،
نو پښتانه باید په قومیت او سمت پرستۍ پسې ولاړ نشي، د غرب نه راغلي لنډه غر د پښتو پښتو ناری وهي مګر حقیقت دادې چې دوی د یوې منظمې پروسې له لارې پښتانه ایل کول غواړي، ځکه چې پښتانه غلامي نه مني او په زوره خو درسره د خیر خبره هم نه مني د شر خبره خو څه کوې، نو ځکه امریکا او اروپا د تبلیغاتو له لارې دپښتنو د مهار کولو هڅې کوي، یو شمیر کسان وايي چې په هزاره میشتو سیمو کې پرمختګ شوې او په پښتنو سیمو کې جنګ روان دی، دا د خفګان خبره نه ده، پرمختګ دا نه دې چې یو څو ګوډ او مات پلچکونه جوړ شي پرمختګ هغه دې چې دیني جنبه ولري،لله الحمد په روان جهاد کې د پښتنو ونډه تر بل هر چا ځلانده او غښتلې ده، ډير تلفات امریکایانو ته په پښتنو سیمو کې اوښتي، د امریکايي استعمار د هڅو مخه په پښتنو سیمو کې ډب شوی ده، نو پښتانه باید وویاړي.
نور نو باید د غربیانو تبلیغاتي هڅو ته کلک ځواب ورکړو، په اکثریت او اقلیت پسې ګرځیدل او د غربیانو لخوا په رالیږل شوو مفکرینو پسې تلل د اسلام تقاضا نه ده، بلکې د اسلام فیصله داسې ده: ان الحکم الا الله« الانعام ایت۵۷
ژباړه: حکم نه دی مګر یواځې د یو الله ج لپاره.

د کفارو سره دوستي او تړونونه د اسلام له مخې ناجایز دي هيڅ خیر په کې نشته، افغانان باید دا فکر و نکړي چې امریکایان به دوی وساتي، د تیرو دیارلسو کالو نه عبرت اخیستل پکار دي، او داهم د یادولو ده چې امریکایان د سولې او تړون په نوم غواړي چې دلته دایمې اډې جوړې کړي تر څو افغانان د همیشه لپاره غلامان کړي.
که څوک وايې چې موږ نه پوهیږو چې څه وکړو خلک وايي چې اشرف غني ښه سړی دی اقتصاد باندې پوهیږي او یا دا چې عبدالله ښه سړی دی ځکه چې پښتنو سره یې وعدې کړي دي دا خبره یواځې د خپل ځان تیر ایستل دي او بس، لکه چې الله جل جلاله فرمایي:
ثم جعلنک علی شریعةٍ من الأمر فاتبعها ولا تتبــــع اهواءالذین لایعلمون« الجاثیه ۱۸ نمبر ایت

ژباړه: ( تردې وروسته مو پيغمبره! ته د دین پر یو ه روښانه لار برابر کړی، ته باید همدا ومنې او د هغو خلکو په هیلو او هوسونو پسې مه ځه چې نه پوهیږي.

مهمه ده چې افغان ولس لومړی خپله ازادي وګټي، کفار له خپلې خاورې وشړي، په روان جهاد کې د مجاهدینو سره نوره هم خپله همکاري زیاته کړي، او چې کله هیواد ازاد شي نو شرعي نظام به حاکم شي بیشکه الله جل جلاله د مؤمنانو کوششونه عبث نه بیايي، دا د کفارو تبلیغات دي چې د امریکایانو په وتلو سره به کورنۍ جګړه پیل شي، هیڅ کوم حقیقت نلري او نه به ان شاءالله بیا داسې جرأت څوک کوي، ځکه چې د تیرو کورنیو جګړو ګډونوال ښه ټکول شوي دي.
په پای کې له تاسو ټولو لوستونکو مننه کوم چې لیکنه مو ترپایه ولوسته، ښه به دا وي چې د اکثریت او اقلیت، پښتو او تاجکي، شمال او جنوب خبرو پسې و نه ګرځو او د خپل ګران هیواد د خپلواکۍ، د شرعي نظام د حاکمیت، د شرعي حدودو د پلي کیدو لپاره په جهاد في سبیل الله کې شریک شو، په انتخاباتو، سوله، تړونونو، اقتصاد او نورو خبرو اوس نه هیواد ازاديږي او نه پرې الله جل جلاله راضي کیږي.

د یو ازاد، اباد، پرمختللي او اسلامي افغانستان په هیله

لیکوال: فاتح کاروان

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x