سرچينه: د سعودي یو جنرال د شکنجو له امله وژل شوی

نن ټکی اسیا (جمعه، ۱ مرغومي، ۱۳۹۶ل): يو شمېر عربي رسنيو د سعودي د باوري سرچينو له خولې ليکلي، چې د پلازمينې رياض د امنيت مسؤول  او د شاهي ګارډ غړی جنرال علي بن عبدالله القحطاني تېره مياشت د استخباراتو له لوري له نيول کېدو وروسته د شکنجو له امله وژل شوی دی.

سرچينې وايي، چې د شاهي ځواک دغه جنرال له نيول کېدو سره سم د استخباراتو او امنيتي ځواکونو له لوري له بدني او رواني تعذیبونو سره مخ و او دی هم «د فساد ضد کميسيون» له لوري نيول شوی و.

سرچينې زياته کړې، چې جنرال علي بن عبدالله په مسلسله توګه له بدني تعذیب سره مخ و، چې بالاخره د برېښنايي شاټونو له امله د روانې مياشتې په دولسمه نېټه په زندان کې ومړ.

له تېرې يوې مياشتې راهيسې د سعودي وليعهد محمد بن سلمان په مشرۍ د فساد ضد کميسيون د شاهي کورنۍ د غړو په ګډون سلګونه چارواکي د فساد په تور زنداني کړي دي.

غربي رسنيو ويلي، چې دغه زندانيان د بلک واټر قرادادي ملېشو له لوري سرچپه ځوړنديږي، شکنج کېږي او هر ډول تعذیب ورکوي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د