افغانستان

پکتيا: پټان ولسوالۍ کې ۷ پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتې

نن ټکی اسيا: د پکتيا ولايت ډنډ پټان ولسوالۍ کې د پوليسو او طالبانو تر منځ وسلواله نښته کې دوه پوليس وژل شوي او پنځه نور ټپيان دي
د پکتيا ولايت امنيه قومندا زلمي اورياخيل وايي، چې نن سهار شاوخوا نهه بجې د پټان ولسوالۍ ميري خيلو سيمه کې طالبانو د اربکيانو پر يوه پوسته بريد وکړ، چې دوه کسان يې و وژل او پنځه نور ټپيان شول.
زلمی زياتوي، چې په ياده جګړه کې يو اربکی او يو پوليس وژل شوي او پنځه نور ټپیان دي.
نوموړي د ټپيانو د هويت په اړه څه ونه ويل.
د سيمې خلک وايي، چې جګړه اوس هم روانه ده يو خوا پوليس، ملي اردو او سرحدي عسکر ډزې کوي او له بلې خوا طالبان د سپکو او درنو وسلو ډزې کوي.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه ندي ويلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x