افغانستان

ارګ: د جمعیت د انسجام شورا د دوی ملاتړې ده

نن ټکی اسیا (جمعه، ۱ مرغومي، ۱۳۹۶ل): ارګ وايي د عطامحمد نور او ګلخانې ماڼۍ په ناندریو کې د جمعیت اسلامي د انسجام شورا د دوی ملاتړې ده.

تېره ورځ د جمعیت اسلامي د انسجام شورا ځينو غړو په ارګ کې له ولسمشر اشرف غني سره کتلي او د ارګ د ویاند د مرستیال په خبره دوی د ولسمشر ملاتړ کړی دی.

نجیب ازاد ازادي راډیو ته ویلي، د جمعیت اسلامي د انسجام شورا له ارګ سره د هو سر خوځولی او منلې يې ده، چې مقرري، منفکي او تقاعدي قانوني لارې دي چې څوک يې باید پر وړاندې خنډ نه شي.

په ورته وخت کې تېره ورځ ځينو سرچینو خبر ورکړ، چې عطامحمد نور په دې شرط د ارګ له لوري د ده د استعفا منل تاييد کړي چې پر ځای يې باید فرهاد عظیمي وټاکل شي.

عطامحمد نور د ارګ په غبرګون کې وړاندې هم په زغرده ویلي و، چې د بلخ په اړه پرېکړه د ارګ نه؛ بلکې د دوی د ګوند کار دی.

د تېرې اوونۍ په لومړیو کې ارګ د عطامحمد نور د نږدې یو کال مخکینۍ استعفا د منلو خبر ورکړ او پر ځای يې انجینر محمد داود والي وګمارل شو.

جمعیت اسلامي د عطامحمد نور چې د دې ګوند اجراییه مشر دی، لرې کول یوه توطیه او بېړنی کار بللی دی.

نږدې ټوله اوونۍ د ارګ او بلخ ترمنځ ناندریو کې تېره شوه چې لا يې هم د دواړو لوریو له لوري د حل په موخوه هوکړه نه ده شوې.

جمعیت وايي، دوی د خپلو وړاندې کړو شرطونو له پوره کېدو وروسته دې ته اماده دي چې په بلخ کې پخپله خوښه د عطامحمد نور پر ځای بل څوک وګماري.

دوی له سختو ناندریو وروسته هم خپل شرطونه نه دي په ډاګه کړي.

که څه هم جمعیت په زغرده د انجینر داود د نه منلو خبر ورکړی دی، خو انجینر داود وايي لا هم ارګ ورته د دندې د پیل امر نه دی کړی او که ورته امر وکړي د جمعیت پروا به ونه کړي.

د افغانستان د حقوقپوهانو ټولنه د ارګ او بلخ په ناندریو کې عطامحمد نور ملامت بولي او په وینا يې باید د ارګ حکم ته غاړه کېږدي.

د دې ټولنې مشر اجمل هوډمن ازادي راډيو ته ویلي، ولسمشر د مامورنیو د تبدیل او لرې کولو صلاحیت لري خو دا چې د عطا پلویان يې نه مني، شخصي او ګوندي ګټې ورته مهمې دي.

د ارګ او عطا د شخړې تر پایه پورې، د بلخ ولایت چارې د عطامحمد نور مرستیال محمد بشیر توحيدي پر مخ وړي.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x