افغانستان

د ملګرو ملتونو استازی: طالبان دې د سولې خبرو ته لېوالتیا وښيي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۱ مرغومي، ۱۳۹۶ل): د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړی استازی وايي د کابل پروسې غونډې په مناسبت دې طالبان هم د سولې خبرو ته لېوالتیا وښيي.

تادامیچي یاماموتو وايي، د کابل پروسې غونډه به په افغانستان کې د روانې جګړې د ختم په پلمه د سوله ییزې هڅې ښه فرصت وي.

نوموړي چې پرون يې د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته خبرې کولې، ژمنه وکړه چې ملګري ملتونه به په دې برخه کې مرستې ته تيار وي.

هغه پر افغان حکومت هم غږ وکړ چې د کابل پروسې غونډه کې باید طرحه او ستراتېژيک دريځ وړاندې کړي او په وینا يې باید له نړیوالې ټولنې مرسته وغواړي.

د کابل پروسې غونډه چې د تېرو کلونو د «څلور اخیزو غونډو» بدیل بلل کېږي، د روانې میاشتې په ۱۶مه کابل کې جوړېږي.

د ارګ ویاند شاه حسین مرتضوي طلوع نیوز ته ویلي، دغه غونډه به افغانستان مدیریت کوي چې له سیمه ییز او نړیوالې اجماع څخه به برخمنه وي.

د کابل پروسې لومړنۍ غونډه د روان کال په جوزا کې په کابل کې شوې وه.

د ګډ حکومت چارواکي هیله من وو، چې دې غونډې ته به د ګڼو سيمه ييزو او لويديځو هېوادونو او نړيوالو ټولنو استازي ورشي، خو د رپوټونو له مخې يوازې په کابل کې د بهرنيو سفارتونو له لوري خپل استازي ورلېږل شوي وو.

طالبانو تر اوسه د دې کېدونکې غونډې په اړه څه نه دي ویلي، خو په تېر کې يې «څلور اړخیزې ناستې» نمایشي ګامونه بللي و او په نړیوالو يې غږ کړی و، چې د دوی د سیاسي اړیکو لپاره په قطر کې د دوی دفتر یوازينی ادرس دی.

طالبان د سولې د پیل د خبرو لپاره له نړیوال ضمانت سره د بهرنیانو د وتو د مهال وېش اعلان لومړنی ګام بولي.

د کابل پروسې غونډه په داسې حال کې جوړېږي، چې افغان حکومت د امریکا ستراتېژي چې د شنونکو په باور پر جګړه ټينګار پکې ډېر دی، تاییدوي.

په ورته وخت کې د امریکا مرستیال ولمسشر مایک پنس پرون کابل ته راورسید، د خپلو ځواکونو جګړه يې وستایله او هغوی ته يې د «بریا» ډاډ ورکړ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x