د حنفی مذهب شروع او ترقي

دکتور کفایت الله وردګ

یاد ګېرنه : ددې لړۍ په یو څو برخو کې له خپل لوستونکي سره د فقهې او حنفي مذهب په اړه یو څه معلومات شریکوم هغه چاته د ډالۍ وي چې پښتو مضامین لولي ، هغه چاته د په خاصه توګه ډالۍ وي چې د مذهب په اړه یې معلومات لږ وي او یا یې د مذهب په اړه شک وي .

په تېرو برخو کې مو د رسول الله صلی الله علیه وسلم له زمانې نه د تابعینو تر زمانې پورې د اجتهاد په مختلفو مرحلو باندې خبرې وکولې او په مینځ کې مو د شیعه ګانو مذهبونه هم یاد کړل او د مذهب په اړه مو یو څو عامو اعتراضونو او نیوکو ته ځوابونه هم وویل د هغې په تعقیب ….

په تابعینو کې ولې حنفی مذهب ؟

د لوستونکي ذهن ته کېدای شي پوښتنه ورشي چې په تابعینو کې ډېر علماء وو ولې صرف د امام ابو حنیفه (رحمه الله) مذهب د مذهب په توګه مشهور شو هلته امام حسن بصری (رحمه الله) ، امام نخعی (رحمه الله) ، امام سعید بن مسیب (رحمه الله) او نور اکابر تابعین وو د هغوی مذهبونه ولې مشهور نه شول ددې لپاره وجه دا وه چې کله د امام صاحب استاذ حماد بن ابی سلیمان (رحمه الله) وفات شو د هغه حلقه په کوفه کې لویه دیني حلقه وه نو امام صاحب چې د هغې په ځای کېناستو نو دې امام صاحب ته لوی شهرت ورکړو او خلکو له هر ځای نه ورته مخه کړه له هغه څه به یې په دیني مسئلو کې پوښتنه کوله او بیا د هغه شاګرد امام ابو یوسف (رحمه الله) یو وخت قاضي شو نو هغه مبارک په ټولې فیصلې د حنفی مذهب له مخې کولې نو د خلکو ډېره مخه دې مذهب ته واوښته زده یې کړو او لدې سره خپور شو او کله چې هغه وخت راغلو چې په فقه کې تصنیفات او کتابونه لیکل شروع شول نو د امام صاحب بل شاګرد امام محمد بن حسن الشیبانی (رحمه الله) د لیکوالی په فن او کتابونو لیکلو کې د ښه قلم خاوند وو نو د هغه په ۶ کتابونو (ظاهر الروایة) کتابونو له لیکلو سره دې مذهب ترقي وکوله او بیا وروسته نور مذهبونه جوړ شول .

حنفی مذهب

د حنفی مذهب په اړه به په دریو مرحلو کې بحث وکوو .

الف : د شروع مرحله

ب : د ودې (نمو) مرحه

ج : د ثبات او استقرار مرحله

دحنفی مذهب د شروع مرحله

دا مرحله د حنفی مذهب د شروع مرحله ده چې امام صاحب (رحمه الله) او د هغه شاګردانو ددې مذهب قواعد جوړ کړل او دا کار له ۱۲۰ هجري کال څخه را شروع شو دا هغه وخت وو چې د حضرت امام ابی حنیفه (رحمه الله) د فقهی علومو استاذ حضرت حماد بن ابی سلیمان (رحمه الله) وفات شو او امام صاحب (رحمه الله) د هغه په ګدۍ د تدریس ، افتاء او خدمت لپاره کېناستو له هغه وخت نه ددې مذهب د قواعدو جوړول شروع شول او ضبط شول او همداسې دا کارد امام صاحب د دوهم مشهور او تکړه شاګرد امام محمد بن حسن الشیباني (رحمه الله) تر وفات پورې د هجرت تر ۲۰۴ کال پورې روان وو د مذهب په شروع کې امام صاحب (رحمه الله) کوم تصنیف نه دی کړی بلکه ټول قواعد او احکام یې شاګردانو ته وریادول ځکه د امام صاحب (رحمه الله) په وخت کې فقهی قواعد په همدې ډول زده کول کېدل او په همدې ډول خلکو یو بل ته سره رسول او په همدې ډول د دینې مسئلې پوښتنه کېده او په یادو هغې ته ځواب ویل کېدو او ددې رواج نه وو چې په فقهي موضوع کې څوک کتاب ولیکي او د امام صاحب (رحمه الله) له اړخه چې کومې مسئلې ، کومې رایې ، کومې نظریې مونږ ته را نقل شوې دي دا یې ټولې د شاګردانو له خوا مونږ ته راغلې دي چې هغوی له خپل استاذ څخه یادې کړې دي او بیا وروسته د کتابونو لیکلو دور راغلو بیا ولېکلې شوې په شاګردانو کې یې چې اول چا د مسائلو د لیکلو په کار باندې شروع وکوله مشهور شاګرد یې وو حضرت امام ابو یوسف (رحمه الله) او د مذهبی مسائلو په لیکلو او د یو کتاب شکل په ورکولو کې زیات کار امام محمد (رحمه الله) کړی دی د امام محمد (رحمه الله) په لیکلو شویو مسائلو کې به دری ډوله مسائل وو هغه چې ده مبارک به له امام صاحب څخه لیکلي وو او هغه چې ده به له حضرت امام ابی یوسف (رحمه الله) څخه لیکلي وو او هغه چې دده خپله رایه به وه او بیا ددې لپاره چې په خپلو لیکنو کې ښه دقت وکوي دا خپل لیکل به یې حضرت امام ابی یوسف (رحمه الله) ته ور آورول او خپل ټول کتاب به یې ویلو امام ابو یوسف (رحمه الله) به ورته غوږ نیولی وو .

او پدې لړۍ کې چې امام محمد (رحمه الله) اولني کتابونه ولیکل هغه ۶ کتابونه وو چې ظاهر الروایة یې ورته ویل هغه کتابونه : ۱. المبسوط و الاصل ۲. الجامع الصغیر ۳. الجامع الکبیر ۴. السیر صغیر ۵. السیر کبیر ۶. الزیادات او دې ټولو ته یې ظاهر الروایة نوم کېښودل ځکه دا ټول امام محمد (رحمه الله) له پوره دقت او کره توب سره را نقل کړي دي بیا وروسته بل عالم الحاکم الشهید (رحمه الله) دا ټول شپږ واړه کتابونه په یوه کتاب کې را جمع کړل نوم یې ورباندې کېښود الکافي همدا کتاب بیا امام سرخسي (رحمه الله) شرح کړو او هغې شرحې ته یې نوم کېښود المبسوط چې دا ټول د حنفی مذهب د شروع په کتابونو کې غوره کتابونه دي .

امام محمد (رحمه الله) نور کتابونه هم لیکلی دي لکه الجرجانیات ، الکیسانیات ، الهارونیات و النوادر ، الرقیات پدې ډول باندې په حنفی مذهب کې د کتابونو د لیکلو دود شروع شو او مختلف ډول کتابونه ولیکل شول .

د حنفی مذهب د ودې مرحله

د حنفی مذهب د ودې مرحله د حضرت امام محمد (رحمه الله) له وفات نه شروع د حضرت امام عبد الله بن احمد بن محمود النسفی (رحمه الله) تر وفات پورې وه دا مبارک د حنفی مذهب لوی عالم او د حنفی مذهب وروستنی مجتهد عالم وو او په کال ۷۱۰ هجري کې وفات شو پدې وخت کې د مذهب لپاره څه قوانین وضع شول د مثال په توګه کله چې ا مام صاحب (رحمه الله) په یوه نظر او صاحبین په بل نظر وي او مسئله اجتهادي وي نو مفتي کولی شی د صاحبینو په رایه باندې فتوی ورکړي او پدې وخت کې په فقه او حنفی مذهب کې تصنیفات زیات شول لکن ټول تصنیفات په دریو قسمونو کې را ټول شوي وو .

اول قسم تصنیفات لنډیزونه وو

پدې کتابونو کې د مذهب احکام او مسائل په مختصره توګه وړاندې شوي دي او په مختصر ډول دلیل ورته ویل شوی دی او کله چې مسئله اختلافي وي نو هغه طرف پکې ښکاره کړل شوی دی چې راجح وي چې قاضي او مفتی یې باید واخلي پدې کتابونو کې مهم کتابونه په لاندې ډول وو .

مختصر الطحاوي للامام الطحاوي (رحمه الله)

الکافي للحاکم الشهید (مخکي تېر شول چې پدې کې د امام محمد (رحمه الله) ظاهر الروایة شپږ واړه کتابونه را ټول کړل شوي وو) .

تحفة الفقهاء للسمرقندي (رحمه الله)

مختصر القدوری للامام قدوري (رحمه الله)

بدایة المبتدي للمیرغناني (رحمه الله) پدې کې مختصر القدوري او جامع الصغیر سره یو ځای کړل شوي دي .
المختار لابی الفضل عبد الله بن محمود بن مودود الموصلي (رحمه الله)

کنز الدقائق للنسفي (رحمه الله)

وقایة الروایة لصدر الشریعة (رحمه الله)

دوهم ډول تصنیفات شرحې

پدې کې هغه کتابونه شامل دي چې په تېرو کتابونو کې به کوم کتاب سخت وو نو یو عالم به ددې لپاره چې خلکو ته یې فایده زیاته شي د هغه د وضاحت لپاره به یې کوم بل کتاب ولیکلو د مذهب مشهورې شرحې په لاندې ډول دي .

المبسوط للامام السرخسي (رحمه الله) د مختصر الطحاوي شرح ده .

بدائع الصنائع لعلاء الدین الکاساني (رحمه الله) د تحفة الفقهاء للسمرقندي (رحمه الله) شرحه ده .

الهدایة للمرغیناني (رحمه الله) د خپل کتاب بدایة المبتدي شرح یې ده

الاختیار لتعلیل المختار للموصلي (رحمه الله) د المختار کتاب شرح ده .

دریم ډول کتابونه فتاوې او واقعات

پدې ډله کې هغه کتابونه شامل دي چې د مذهب علماوو له تفصیل سره لیکلی دي او چېرته چې تر کومې مسئلې پورې کومه واقعه وي هغه یې هم پکې یاده کړې وي او د مذهب علماء ورته د کومې مسئلې په وخت کې رجوع کوي د حنفي مذهب فتاوا ګانې ډېرې زیاتې دي یو څو یې د مثال په ډول :

فتاوا د شمس الائمة الحلواني (رحمه الله)

الفتاوی الکبری للصدر الشهید (رحمه الله)

الفتاو النسفیة

فتاوی قاضي خان

لوستونکي ته یو ځل بیا ور په یادوم چې دا د مذهب ټول کتابونه نه دي بلکه هغه کتابونه چې د هجرت له ۲۰۴ هجری نه تر ۷۱۰ هجري پورې د مذهب د نمو او ودې به وخت کې لیکل شوي وو او دا ټول معتمد کتابونه دي اوله درجه اعتماد مختصرو کتابونو ته حاصل دی دوهمه درجه شروحو ته او دریمه درجه فتاواګانو ته … نور بیا ان شاء الله.

المراجع :

المدخل الی مذهب الامام ابی حنیفه النعمان للدکتور احمد سعید حوی

المذهب عند الحنفیة للدکتور محمد ابراهیم احمد علی

تاریخ المذاهب الاسلامیة الشیخ محمد ابو زهرة

اخبار ابی حنیفة و اصحابه للصمیری

سیر اعلام النبلاء للذهبی

تاریخ بغداد للخطیب البغدادی

الطبقات السنیة فی تراجم الحنفیة

اسد الغابة فی تمیز الصحابة لابن حجر

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د