د نن سرلیکنه

د ثور ۸ مه په هیواد کې د الحادي نظام د ړنګیدو تاریخي ورځ ـ سرمقاله

 

نن د ثور دمیاشتې اتمه په افغانستان کې د کمونیستي نظام د سقوط له ۲۲ کلیزې سره برابره ده.
په همدې ورځ د مجاهدینو د څوارلس کلن جهاد او قربانیو په نتیجه کې د ډاکټر نجیب الله په مشرۍ کمونیستي نظام ړنګ او پرځای یې د مجاهدینو لنډ مهاله حکومت د حضرت صبغت الله مجددي په مشرۍ په رسمي ډول واک تر لاسه کړ.

د ثور اتمه په حقیقت کې د افغان مسلمان ولس دڅوارلس کلن جهاد د یونیم ملیون شهیدانو د سرو وینو محصول ده چې باید د دغه مجاهد ولس په تاریخ کې ورته د نورو ملي اوتاریخي ورځو په څیر خاص ځای ورکړل شوی وای.
خوله بده مرغه چې د مجاهدینو په نوم ځینو جفاکاره عناصرو د خپلو شخصي او تنظیمي منافعو د تحقق لپاره د دې ورځې له پیل سره سم په داسې کړنو لاس پوري کړ چې له یوې خوا یې د دغې تاریخې ورځې جهادي حیثیت متضرر او له بلې خوا یې له افغانانو څخه د یرغلګرو شورویانو او د هغوی د خلقي او پرچمي غلامانو جنایتونه هیرکړل.
افغان مسلمان ولس پوره څوارلس کاله د شوري اشغالګرو او د هغوی د مزدورانو پرخلاف د افغانستان د آزادي او په هغه کې د یوه اسلامي حاکمیت د قائمولو لپاره جهاد وکړ چې له شرعي لحاظه همدغه دجهاد هدف او غایه هم ده،خو تنظیمي جګړه مارانو په هیواد کې د اسلامي حاکمیت د انفاذ په ځای دقدرت دناروا تصاحب لپاره یودبل پرخلاف د نامشروعې جګړې جبهې پرانیستلې او په دې وحشیانه عمل سره یې نه یواځې دا چې د څوارلس کلن جهاد له آرمانونوسره تاریخي جفاوکړه ،بلکې په مجموع کې د جهاد د مقدسې فریضې توهین هم وکړ او خلګو ته یې دا وښودله چې د یرغلګرو په مقابل کې د افغانانو جهاد په افغانستان کې داسلامي حاکمیت د احکام لپاره نه، بلکي په نامشروع ډول د واک تر لاسه کولو په خاطر وه .
هماغه وه چې د همدغو مجرمینو د دغه تاریخي جنایت له کبله په ټول هیواد کې د کورنۍ جګړې اوربل او د یوه افغان په لاس دبل افغان ورور د وژلو خونړۍ لړۍ پیل شوه چې د دغې کورنۍ جګړې په سوځنده لمبوکې د افغانانو ټول هغه افتخارات او ویاړونه چې د جهاد په دوران کې ګټلي ول په ډیره بي پروايي سره وسوځیدل.
نن ټول هغه افغانان چې دجهاد په لاره کې قربانۍ ورکړې او دخپلو جهادي مټو په زوریې کمونیستي نظام را چپه کړی د دغې ورځې په رارسیدو ویاړي ،اود جهاد دلارې د شهیدانو د کارنامو یادونه کوي ، خوپه عین وخت کې بیا دهغه چاپرخلاف هم خپل د نفرت اوکرکې غږ پورته کوي کومو چې له جهادي آرمانونو سره جفاکړې او په هیوادکې دکورنۍ جګړې آساس ایښی دی.
د آزادۍ دلارې د سرښندونکو غازیانو نوم دې تل وي.

د نن ټکی اسیا سرمقاله

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x