خیر القرون: دولسم درس / د صحابه خپل منځي مینه او ایثار

لیکوال: احمد الله عاطفي

په مجموع کې ټول صحابه (مهاجر او انصار) رضی الله عنهم دمینې، محبت، ایثار ، پیرزوینې اوقربانۍ بي ساري شخصیتونه و او په بشري تاریخ کې دومره پیرزوینه چې ددوي تر مینځ وه بیلګه او مثل ئې نه لیدل کیږي، چې مونږ ئې یو څو لنډي بیلګي لیکو (یو موټی د خروار بیلګه).

تاریخ لیکونکو، مفسرین او سیرت لیکونکو د یرموک جنګ د پیرزویني ، ایثار او قرباني یوه بي ساری واقعې یادونه کړي.

سیدنا حضرت حذیفه عدوي فرمايې: دیرموک غزا په جریان کې د تره زوی مي ونه لید، دهغي په لټه کې شهیدانو ته ورغلم هلته نه و، ټپیانو ته ورغلم ومي لید،چې زخمې او پرهرونه ئې ژور دي، ما له ځانه سره اوبه اخستي وي، ورنږدي شوم چې اوبه ورکړم، دیو بل ټپي اواز پورته شو ،دتره ځوی مې وویل: اوبه هغه ټپي ته ورکړه هغه ته چې ورسیدم ،هغه وويل له مانه هغه بل ټپي ډیر تږی دی اوبه هغه ته یوسه ،په همدي تر تیب اووم ټپي ته چې ورنږدي شوم هغه حق ته تسلیم شو، دوباره خپل تره ځوی ته وګرځیدم چې هغه هم شهادت ترلاسه کړی و، په همدې ترتیب ټپیان پرته له اوبو څخلو دشهادت لوړ مقام تر لاسه کړ، دا وه دصحابه (رضی الله عنهم) یو بل ته د ایثار او قرباني جذبه !

حضرت امام مالک په موطا کې دسیدنا ام المومنین عایشه صدیقه (رضی الله عنها) نه روایت کوي: دده په کور کې یوه ډوډۍ وه او دی روژه،یو سوالګر دروازي ته ودرید، ام المومنین خپلي خادمي ته وفرمائيل : هغه ډوډی ورکړه، خادمي عرض وکړ تاسو روژه یاست.

ام المومنین عایشه صدیقه (رضی الله عنها)وفرمائيل: دماښام غم مه کوه خیر دی اوس ددي سوالګر حاجت پوره کړه، خادمي ډوډی ورکړه،په کور کې دخوړو څه نه و، دخادمي وینا ده،چې دماښام رسیدو سره، یو ګاونډی چې دهديې ورکولو دود ئې پخوا نه درلود، بشپړ وریت کړی څیرلی، چې دمیده اوړو پوخ تري تاو و راوړ، چې دعربو غوره خواړه بلل کیده.

ام المومنین عایشه صدیقه (رضی الله عنها) خادمي ته وفرمائیل، راشه اوس ئې وخوره، دا ستا له ډوډی غوره خواړه دي!

قشیري (رحمه الله) دحضرت عبدالله ابن عمر (رضی الله عنهما) نه روایت کوي: دصحابه (رضی الله عنهم) یو مشر ته چا دګډسر په تحفه کې واستو، ده وانګیرله چې زما نه فلان صحابي زیات اړ دی، دګډ سرئې هغه ته واستو، هغه په همدي نیت بل ته، تر دي چې دګډهمدا سر بیرته لمړني صحابي کورته وګرځول شو.

امام نسائې دحضرت عبدالله ابن عمر (رضی الله عنهما) یوه واقعه ذکر کړي ده : هغه ناروغ و ، انګور ئې وغوښتل، په یودرهم ورته انګور واخستل شول، اتفاقاً یو سوالګر پیښ شو، ابن عمر (رضی الله عنهما) انګورو وږی هغه ته ورکړ، له ناستو خلکو نه یوتن پټ لاړ او دسوالګر نه ئې هغه انګور دوباره په بیه واخست، په اکرام ئې دوباره خدمت ته وړاندي کړ،ده ونه پیژند،سوالګر دوباره کوښښ وکړ چې راشي خلکو پری نه ښود، په بل روایت کې دي چې سوالګر دوباره راغی ابن عمر (رضی الله عنهما) دانګورو وږی هغه ته بیا ورکړ.

نه یواځي داچې یو بل ته ئې په اخلاص پیرزوینه درلوده بلکه یو دبل دشخصیت اود برم سخت مدافعین وو، سره له دي چې صحابه (رضی الله عنهم)انسانان وو، دعقلي قوي سره ئې غضبي او شهواني قوه هم درلود،جني شیطان ئې هم درلود، کله ناکله تاوتریخوالی هم پیښیده،خو له دي ټولو سره سره یودبل عزت،شخصیت او برم ساتونکي وو.

له سیدنا حضرت حسین (رضی الله عنه) نه یوتن د حضرت عثمان (رضی الله عنه) دشهادت پیښي اړوند پوښتنه وکړه ،حضرت حسین (رضی الله عنه) په ځواب کې له هغه پوښتل : دمهاجرینو له ټولګي يې ؟ ځواب کې وویل: نه.
حضرت حسین (رضی الله عنه) بیا پوښتنه وکړه له انصارونه يې؟ هغه انکار وکړ.

حضرت حسین (رضی الله عنه) ده ته په تاکید وفرمائیل:چې ته نه له انصارو يې اونه له مهاجرو، اوس دریم ایت پاتي شو، بیائې دقرانکریم دحشر سورت دا مبارک ایت تلاوت کړ [قال الله تبارک وتعالی: وَالَّذِينَ جَاءُوا مِن بَعْدِهِمْ يَقُولُونَ رَبَّنَا اغْفِرْ لَنَا وَلِإِخْوَانِنَا الَّذِينَ سَبَقُونَا بِالْإِيمَانِ وَلَا تَجْعَلْ فِي قُلُوبِنَا غِلًّا لِّلَّذِينَ آمَنُوا رَبَّنَا إِنَّكَ رَءُوفٌ رَّحِيمٌ. (الحشر:۱۰)

ژباړه: او دهغو لپاره،چې راغلل له دوي نه وروسته وايې هغوي: اې ربه ! بخښنه وکړي مونږ ته او زمونږ ورونو ته کوم چې داخل شوي دي زمونږ نه وړاندي ایمان ته او مه ګرځوه زمونږ په زړونو کې کینه او ضد دمومنانو سره، اې ربه! هم ته ئې نرمي کونکی مهربانه.]

حضرت حسین (رضی الله عنه) وفرمائيل: الله سبحانه وتعالی له مهاجرو او انصارو رضایت ښودلی او هم دهغه چانه چې په ریښتیني توګه ددوي نه متابعت وکړي، که ته دحضرت عثمان (رضی الله عنه) په شان او مرتبي کې شک پیدا کول غواړئ دمومنانو د دریمي درجي نه هم وځئ!

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د