دیني، سیرت او تاریخ

عیسائیت په افغانستان کي – ١٦

لیکنه او څېړنه: عبدالغفار جُبیر

په افغانستان کي دوهمه رسمي کلیسا:

په ۱۹۵۹ میلادي کال د امریکا جمهوریس Dwight D. Eisenhower د اعلیحضرت محمد ظاهر شاه څخه و غوښتل چي د پروتستانو لپاره په افغانستان کي یوې کلیسا ته اجازه ورکړي، چي په ۱۹۷۰ کي دا کلیسا تعمیر شوه او له همدې کبله ټول عیسایان د نړۍ څخه رامات شول، او پر دغه کلیسا باندي د مرمرو پر ډبرې باندي دغه توري لیکلی وه:

To the glory of God ‘Who loves us and has freed us from our sins by His blood’ this building is dedicated as ‘a house of prayer for all nations’ in the reign of H.M. Zahir Shah, May 17, 1970 A.D., ‘Jesus Christ Himself being the Chief Cornerstone’

ژباړه:و خدای ته دي پاکي وي چي زموږ سره مینه لري او زموږ ګناهونه یې پخپل وینه سره ایسته کړل، دا تعمیر و ټولو ولسونو ته د عبادت لپاره وقف دی، د محمد ظاهر شاه په سلطنت کي، ، مئی ۱۷، ۱۹۷۰، حضرت عیسی علیه السلام یې پخپله مؤسس دی.

د امریکا د جمهوریس Dwight D. Eisenhower راتګ و افغانستان ته په ۱۹۵۹ میلادي کال کي. او په کابل کي د هغه بدرګه

همدغه کلیسا بیرته په ۱۹۷۳ میلادي کال کي د جون پر۱۷ کله چي شهید سردار محمد داؤد خان واکمن شو و نړول شول او تعمیر یې له خاورو سره خاوري شو، چي تر ډېره وخته پوري پروتستانو په افغانستان کي رسمي کلیسا نه درلوده.

نور بیا…

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x