نظــر

بلک هاک الوتکې او په افغانستان کې یې د جګړې پر معادلې باندې اغیز!

شاهد (غزنیوال)

تیره ورځ په افغانستان کې د ناټو رسنیز دفتر خبر ورکړ چې د افغانستان هوايي ځواکونو ته به د بلک هاک امریکايی چورلکو نوې جوپه د راتلونکې 2018 کال په جنوري میاشت کې وسپارل شي.

امریکا غواړي د افغان هوايي ځواکونو ته د روسي ساخت څرخکو په ځای امریکايي ماډل چورلکې ورکړي چې ټاکل شوې تر راتلونكو څو کلونو پوري به كابل ته د واشنګټن لخوا نیږدی 159 بلک هاک څرخکې ورکړي.

په دې اړه د ناټو رسنیز دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې افغان ځواکونو ته لومړی څلور چورلکې په تېر اکتوبر میاشت کې سپارل شوې او په پام کې ده چې په راتلونکې میاشت جنوري کې بله جوپه هم ور وسپارل شي.

د بلک هاک څرخکو لومړۍ جوپه کله او څه ډول افغان لوري ته وسپارل شوه؟

د روان کال د اکتوبر په (7) ارګ مشر اشرف غنی کندهار ته ولاړی تر څو له امریکايي ځواکونو څخه څلور څرخکې تسلیم کړي.

په کاروه چې امریکایانو دا څرخکې د کابل او یاهم د بګرام په هوايي ډګرکې د ګډ حکومت د دفاع وزیر او یا بل کوم پوځي مسؤل ته سپارلې وای ځکه بګرام افغانستان ته د ټولو امریکايي پوځي او تسلیحاتي وسائلو د رارسیدو لومړنی تم ځای او یادې څرخکې هم له بګرام څخه کندهار ته لیږدول شوې وي ، خو امریکایانو د همدې څلورو الوتکو د تسلیمي لپاره شخصا د تحت الحمایه حکومت لومړی نمبر مشر کندهار ته وروغوښت.

امریکایانو د دغو څلورو الوتکو په سپارلو سره دوه کاره وکړل:

لومړی یې یادې الوتکې د کابل په ځای په کندهار کې وسپارلې ، او هلته یې هم سپارل په داسې توهین آمیزه ډول و چې د همدې څلورو استعمال شویو الوتکو د تسلیمي لپاره یې د دفاع وزیر په ځای شخصا اشرف غني وروغوښت ، چې دا کار د معلومو دیپلوماتیکو اعرافو له مخې د ولسمشرۍ د مقام ښکاره توهین او تذلیل ګڼل کیږي .

بل کار دا چې د یادو الوتکو د سپارلو لپاره یې د قیقا د اکتوبر ( 7) نیټه مشخصه کړه کومه ورځ چې هغه پر افغانستان د امریکايي یرغل له کلیزې سره برابره ده .

د څلورو جنګي څرخکو تسلیمي لپاره امریکایانو د اکتوبر د (7) په اختصاص سره افغانانو ته دا پیغام ورکړ چې له افغانستان سره د دوئ هرډول پوځي مرستې به د دې هیواد په اشغال پوري مشروطې وي ځکه یې د هغو د لومړۍ جوپې د تسلیمې لپاره پرافغانستان د امریکايي یرغل د 16 کلیزي د پوره کیدو لومړۍ ورځ وټاکله.

اوس راځو دې خبرې ته چې ایا د بلک هاک الوتکې به په افغانستان کې د امریکایانو او طالبانو ترمنځ د روانې جګړې پر معادلې څه اغیز وکړي او که به هغه هم د نورو امریکايي مرستو او د هغوی د پوځي اقداماتو په څیر لا د جګړې او نا امني زیاتولو لامل شي؟

د بلک هاک پوځي مشخصات

یو ایچ -60 بلک هاک UH-60 Black Hawk) ) دوه ماشینه ټرانسپورټي پوځي الوتکې د امریکايي سیکورسکي کمپنۍ لخوا په کال 1974م کې جوړې شوې او په کال 1979 د امریکايي پوځ لخوا عملا په پوځي چاروکې استخدام شوې دي.

سیکورسکي کمپني د لومړي ځل لپاره 2600 پرونده بلک هاک الوتکې جوړې کړې چې د هغو له جملې څخه د امریکا د متحده ایالاتو د وخت د حکومت لخوا سعودي عربستان، مصر، اسرائیل، اردون، ترکیې ، استرالیا ، تایلنډ، تونس او ځینو نورو هیوادونو ته هم ورکړل شوې.

بلک هاک څرخکې که څه هم د جنګي الوتکو په جمله کې شمیرل کیږي خو ډیروخت له هغو څخه د پليو جنګي ځواکونو په انتقال کې کار اخیستل کیږي.

یادې الوتکې د یوه پیلوټ او مرستیال په مټ الوت کوي .

پوځي وسله یې یو اتوماتیک 2×.62 ماشیندار او همدا راز 7,16 ملي متري 18 h توغندی دی.

طول یې: 19.76 متر.

ارتفاع یی : 5.13 متر.

د باروړلو ظرفیت یې 290.91 کیلو ګرامه له 14 مسلحو پوځیانو سره

د الوت نهايي ارتفاع یې 5,790 متره

او د یوه پروند بلک هاک څرخکې بیه 14 ملیون ډالره ده.

بلک هاک الوتکې په یوه ماشیندار مجهزې او د امريكايي a-h -64 اپاچي ډوله( AH-64 Apache) څرخکو برعکس نه رهبري شوي توغندویي سیسټم لري او نه یې هم د پرواز وړتیا د اپاچي څرخکې په څیر ده.

بلک هاک الوتکې به په افغانستان کې یې د جګړې پر معادلې څه اغیز ولري ؟

اوس پوښتنه دا ده چې د افغانستان هغه جګړه چې په تیرو 16 کلونو کې امریکایانو د نړیوال پوځي ایتلاف او ناټو تړون په حمایت او د بي 52 مجهزو او پرمختللیو جنګي الوتکو په وسیله کنټرول نه کړای شوه ایا دغه تر وخت تیري بلک هاک څرخکي به یې کنټرول کړای او د هغې پر معادلې به څه اغیز ولري؟

حقیقت خبره داده چې امریکایان نه افغانستان ته د جګړې د کنټرول لپاره راغلي او نه هم واشنګټن کابل ته بلک هاک الوتکې د جګړې د کنټرول لپاره ورکړي.

بلكي بلک هاک هغه تر وخت تیر خیراتي الوتکې دي چې د امریکایانو لخوا یې له کابل رژیم سره د ورکړې ژمنه شوې خو مالومه نه ده چې هغوی به دا ژمنه په څومره وخت کې عملي کړي؟

د افغانستان د نظامي چارواکو له نظره بلک هاک څرخکې نه افغان پلوټان کارولی شي او نه هم د هغو د ترمیم لپاره کوم ورکشاف په افغانستان کې شتون لري.

د دفاع وزارت اړوند پلوټان په روسيه کې جوړو شویو ام آی 17 ډوله څرخي الوتکو سره بلدیت لري چې د بلک هاک تخنیک له هغوي څخه بلکل جلا دی ، ځکه یې هغوی ته په لنډ وخت کې کارول هم ګران کار دی.

ښايي د د دغو بلک هاک الوتکو برخلیک هم د امریکا د هغو مستعملو جنګي جیټ الوتکو په څیر وي چې د میلیاردونو ډالرو په قیمت د افغان هوايي ځواک د اکمالولو په پلمه کابل ته را وړل شوي او پرته له دې چې یوه ورځ تري استفاده وشي د کابل هوايي ډګر په هنګرونو کې همداسې معطلې ولاړې او ځینې یې د دولتي مفسدینو (غلو) لخوا پارچه شوي بیا د کباړ په بیه پرپاکستاني کباړیانو وپلورل شوي.

د بلک هاک نا معلوم قرارداد

د ګډ حکومت او امریکایانو ترمنځ د بلک هاک څرخکو په معامله کې یوه بله خبره دا هم ده چې یادې الوتکې د یوه داسې نامعلوم قراراد له مخې کابل ته ورکول کیږي چې د هغه ترسره کونکی جهت مالوم نه دی چې دا قرارداد د کابل له لوري چا له امریکایانو سره لاسلیک کړی؟

همدا راز دا نه ده معلومه چې یادې الوتکې د بلاعوضه پوځي مرستو په جمله کې کابل ته ورکول کیږي او که د معلوم قیمت په عوض کې؟ که د قیمت په بدل کې وي نو د هغه قیمت مقدار به څومره اندازه وي ؟

په دې سره ویلای شو چې بلک هاک څرخکې د یوه داسې نامعلوم قرار داد له مخې کابل ته ورکول کیږي چې نه یې د قراراداد لوری معلوم دی ، نه یې د قرار داد وخت معلوم دی او نه یې هم قیمت.

خلاصه

دا چې امریکايي پوځ د معمول له مخې کابل رژیم ته تل هغه څه په واک کې ورکوي چې نور یې په امریکا کې د استعمال موده پایته رسیدلې وي.

بلک هاک الوتکې هم د هغو ایکساپیر شویو څرخکو له جملې څخه دي چې له جوړیدو څخه یې پوره 43 کاله وخت وتلی او تراوسه پوري د امریکايي پوځ لخوا په داسې ډول کارول شوي چې د استخدام موده یې بلکل پای ته رسیلې.

د نظامي کار پوهانو له نظره دا بلکل ناشونې ده چې یادې څرخکې دي په هغې جګړې کې موثریت ولري چیرته چې بي 52 ، ایف 16 او AH-64 Apache)) مدرنو الوتکو بریالیتوب تر لاسه نه کړای شو.

په یادې لیکنې کې له لاندې منابعو څخه استفاده شوې:

https://en.wikipedia.org/wiki/Sikorsky_UH-60_Black_Hawk

له پوځي کار پوه حکمت الله حکمت سره د کابل نیوز تلویزون د خبر او نظر پروګرام : KHABAR AW NAZAR 19 OCT

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x