نظــر

برېتانیا صليبي جګړه او مسیحي دولت غواړي – لیکوال: عبدالباري عطوان

نن سبا چې څوک بريتانيا کې ژوند کوي، پوهيږي، چې د بريتانيا حکومت او واکمن ګوند له خوا د اسلام او مسلمانانو پر خلاف څنګه توده جګړه روانه ده. بريتانوي رسنۍ په يوه خوله بيا دې خبرو ته هوا ورکوي.

دوی ټول پر دې یوه خوله دي، چې اسلام نړۍ ته يو خطرناک دين ور وپيژني او اسلام د بشريت ضد دين معرفي کړي.

دلته موږ څلورو مهمو پيښو او خبرو ته متوجه کيږو، چې د يوې مياشتې په ترڅ کې دلته په لندن کې رامنځته شوي دي:

اول: د بريتانيا د پوهنې وزير مايکل ګوف دغه هيواد کې د اسلامي مرکزونو او مدارسو پر خلاف سپکه سپوره خوله پرانستې او وايي، چې دا مدارس د ترهګرو مرکزونه دي او ترهګر روزي.

دوهم: د بريتانيې لومړي وزير ډيوډ کيمرون چې ښي اړخی توندلاری دی، اعلان وکړ، بريتانيا يو مسيحي دولت دی. دا په داسې حال کې د بريتانيا له پنځوس سلنه زيات اوسيدونکي غير مسيحيان يا لادينه خلک دي.

درېيم: د بريتانيا حکومت د اخوان المسلمين پر ضد د پلټنو يوه لړۍ پيل کړې، چې د اخوانيانو عقيده او فعاليتونه وڅيړي، چې دا يو ترهګر ګوند دی او کنه.

بريتانيا په دې اړه له ټولو مسلمانو او نا مسلمانو څخه غوښتي، چې د دې کمېسیون مشر ته دې معلومات ورکړي، چې د اخوانيانو اړوند په تحقيقاتو کې ګټور ثابت شي. د دې پلټنو د کمېسیون مشر سعودي عربستان کې د بريتانيا پخوانی سفير دی.

څلورم: د بريتانيا پخوانی لومړی وزير او د ډېرو عربي هيوادونو مشاور او د مصر کودتايي رژيم د مشر، جنرال عبدالفتاح السيسي شخصي ملګري په ډاګه اعلان کړی، چې د اسلام اساسي اصول د غرب او ټولې نړۍ لپاره د خطر زنګ دی او ټوله نړۍ کې د همدې له امله ګډوډي راغلې.

ټوني بلير په دې اړه د روس ولسمشر ويلاد مير پوټين سره هم سلا مشورې پیل کړي، چې د اسلامي اصولو پر خلاف يوه شريکه جبهه جوړه کړي.

بلير په دې اړه د سني او شعيه مسلمان توپير نه کوي.

د ډېرې اندېښنې ځای دا دی، چې اسلامي دولتونو لکه سعودي عربستان، متحده عربي امارات او مصر له بريتانيا په کلکه غوښتنه کړې، چې د اخوان المسلمين فکري او عملي اړخ په اړه ژوره څېړنه وکړي او پر ضد يې قوي عکس العمل وښيي.

اوس حقيقت دا دی، چې بريتانيا له دې چانس څخه په ګټه اخيستو داسې يوه پلټنه پيل کړې، چې د ټولو مسلمانانو پر خلاف به تحقيقات کوي که هغه اخوان وي او که غير اخوان؛ تر څو يې پر خلاف يو ځانګړی او شريک سنګر پرانستل شي.

بريتانيا کې ډېری مسلمان حرکتونه او فعاليتونه د دې تحقيقاتو او پلټنو ښکار دي. دا په داسې حال کې ده چې غرب کې کوم اسلامي فعاليتونه روان دي، د دوی په قول ټول معتدل او منځلاري فعاليتونه دي او فعالان يې په ټولنه او تجارتي کارونو کې ښه نوم او شهرت لري.

د بريتانوي رسنيو د زهري خبرو او پروپاګند له امله سلګونو جوماتونه، اسلامي مؤسسات او سوداګريز مرکزونه د بريتانوي ښي اړخو او مسيحي توکمپالو له خوا د بريدونو او سپکاوي ښکار شوي دي.

د بريتانې حکومت له مسلمانو کورنيو جدي غوښتنه کوي، چې خپل ځوانان دې سوريې ته د جګړې لپاره له تللو منعه کړي؛ ځکه چې دوی بيا راځي نو جهادي او افراطي فکرونه به له ځان سره راوړي او بيا به دلته په انګلستان کې سخت دريځي او وسلوال فعاليت پيل کړي.

بريتانيا بيا خپلې هغه خبرې هيرې دي، چې بريتانوي حکومت او فرانسې پر اروپايي اتحاديې زور راوړی و، چې له سوريايي وسلوالو دې د وسلو بنديز لرې کړي او مسلمانان ځوانان دې ته هڅوي، چې د اسد د نظام پر خلاف دې جهادي صفونه نور هم قوي کړي لکه څنګه يې چې مخکې افغانستان کې د شوروي اتحاد پر خلاف ځوانان جهاد ته بلل.

ټوني بلير د اسلام او مسلمانانو پر خلاف درېيمه نړيواله جګړه پيل کړې او وايي، چې غرب بايد په دې اړه دروند تاوان منلو ته تيار شي.

بلير يو خوا مسلمان ځوان سوريه کې د جګړې لپاره هڅوي، بل پلو يې بشارالاسد سره پټ ايتلاف کړی، چې هغه ډلې او وسلوال فعالان به په ګډه له منځه وړي، کوم چې د اسد پر خلاف په سوريه کې جنګيږي.

بلير لوديځې نړۍ ته وايي، چې يا به اسلامي هيوادونو کې سياسي اسلام زغمئ او يا به د ديکتاتورانو ملاتړ کوئ. بلير ټينګار کوي، چې د اسلامي نړۍ ديکتاتوران د دوی په ګټه دي.

ټوني بلير کې د اسلام او مسلمانانو پر خلاف د صليبي اور لمبې ورځ تر بلې توديږي او دی د ټولو مسلمانانو پر خلاف دی، هغه که افراطي او که منځلاري دي.

د ټوني بلير په عمل کې داسې ضد و نقيض کارونه دي، چې يو وخت يې پر ليبيا، عراق، سوريه او ايران د پوځي يرغل ملاتړ کاوه، چې دغه نظامونه ديکتاتورۍ دي او ولسي ملاتړ نه لري اوس چې دغه نظامونه د اسلام او مسلمانانو پر ضد دي، دی يې کلک ملاتړی دی؛ ځکه چې دغه سيکولر ديکتاتوران د اسلام او مسلمانانو قوي دښمنان دي. په ځانګړې توګه د القاعده او اخوان المسلمين.

لنډه دا چې کله مو د ديکتاتورۍ په نوم ډبوي، کله د سياسي اسلام څخه د ويرې له امله او کله بيا اسلام او مسلمانان اسراييلو ته ګواښ ګڼي. غربيان زموږ له قومي، سياسي ملي ستونزو او اختلافاتو څخه په ګټه اخيستو، پر موږ پوځي يرغلونه کوي، زموږ شتمنۍ او مالونه لوټي او زموږ د هيوادونو او ولسونو پر سرنوشت لوبې کوي او تل زموږ سيمو کې شر غواړي.

زموږ نظامونه هیڅ اقتصادي او د پرمختګ پلانونه نه لري، ټول د يو بل پر ضد دسيسې جوړوي چې خپل لنډ مهالي پلانونه تر سره کړي. دوی يو دولت هم د ولس له غمه نه دي مړه، بلکې د خپلو شخصي مقاصدو لپاره د نورو اسلامي او عربي هيوادونو پر خلاف توطیې جوړوي.

لیکوال: عبدالباري عطوان (د عربي چارو شنونکی او رأی الیوم خبري سایټ رئیس تحریر)

ژباړن: احمدالله احمدزی

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x