
بیګ بیش: راشد خان په لومړۍ لوبه کې غوره لوبغاړی ونومول شو
نن ټکی اسیا (جمعه، ۱ مرغومی، ۱۳۹۶ل): د استرالیا په بیګ بیش لیګ کې راشد خان په غوره توپ اچونه د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.
د راشد خان لوبډلې سیډني سټرایکرز لوبډلې ته په ۵۳ منډو ماتې ورکړه.
د ایډلیډ سټرایکرز لوبډلې پچه وګټله او لومړی یې توپ وهنه وکړه، دوی د ۲۰ اورونو په لوبولو سره ۱۶۳ منډې جوړې کړې، ددوی لخوا غوره توپوهنه الیکس کیري وکړه او ۴۴ منډې یې جوړې کړې.
په ځواب کې د راشد خان او لاولین په ځلیدونکي توپ اچونه سیډني سټرایکرز د ټولو لوبغاړو په سوځیدلو ۱۱۰ منډې جوړې کړې.
راشد خان په ۴ اورونو کولو سره ۲۲ منډې ورکړې او ۲ لوبغاړي یې وسوځول او د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.