افغانستان

 لوګر: د ولسي جرګې پر غړي وسله وال برید شوی

نن ټکی اسیا (جمعه، ۱ مرغومي، ۱۳۹۶ل): په ولسي جرګه کې د لوګر د خلکو پر استازي محمد اکبر ستانکزي نن وسله وال برید شوی، چې یو ساتونکی یې وژل شوی او د ملي اردو دوه سرتېري ټپیان شوي دي.

د لوګر د والي ویاند سلیم صالح د پېښې د تایید ترڅنګ ویلي، چې پېښه نن ماسپښین مهال د لوګر د مرکز اړوند په پادخواب شانه سیمه کې شوې ده.

د صالح په خبره، اکبر ستانکزي غوښتل د جمعې لمانځه ته ولاړ شي؛ خو په د موټرو پر کاروان یې وسله وال برید وشو، یو ساتونکی یې ووژل شو او دوه تنه ټپیان شول.

د نننۍ پېښې مسوولیت کومې ډلې نه دی منلی.
لوګر د پلازمېنې کابل سره په ګاوڼد کې پروت دی، چې د مرکز پل علم سربېره یې په ډېرو سیمو طالبان واکمن دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x