افغانستان

کندوز: د شېرخان بندر ټرانزیټي لاره پرانیستل شوه

نن ټکی اسیا (جمعه، ۱ مرغومي، ۱۳۹۶ل): د افغانستان د سوداګرۍ خونې مرستیال خان جان الکوزی وايي، د افغانستان او تاجکستان ترمنځ ګډه پوله چې له تېرو پنځو ورځو راهیسې تړل شوې، نن بېرته پرانيستل شوه.

د الکوزي په خبره، دغه ټرانزیټي لاره یوازې د باري موټر پر مخ پرانیستل شوې او عام خلکو ته د تګ ـ راتګ اجازه نه ورکول کېږي.

دی وايي، په تېرو پنځو ورځو کې د لارې بندېدو له امله افغان سوداګرو هره ورځ ۸۰زره ډالر زیان لیدلی دی.

د سوداګرۍ خونې چارواکي وايي، چې له تاجکستان سره یې خپلې اندېښنې شریکې کړي او غوښتنه یې ترې کړي چې سوداګریزې اړیکې دې د سیاسي او امنیتي پېښو قرباني کېږي نه.

افغانستان او تاجکستان ۱۳۰۰ کیلومټره ګډه پوله لري او د هېواد شمالي ولایتونو ته ډېر سوداګریز توکي د همدې لارې څخه را واردېږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غازی

مننه له معلوماتو

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x