نړۍ

د اخوان المسلمین د مرشد عام په ګډون ۶۳۸ غړي پر اعدام محکوم شول

نن ټکی آسیا: د مصر یوې محکمې د اخوان المسلمین  د مشر او مرشد عام محمد بدیع په ګډون۳۷ غړیو ته چې پخوا ورته اعدام سزا اورول شوې وه،سزا تایید کړه او د دغه ګوند ۶۸۳ تنه نور غړي یې هم پر اعدام محکوم کړل او پریکړه یې د مصر مفتي ته استول شوې.
محکمې همدارنګه د اخوان المسلمین ګوند ۴۹۲ غړي پر ابدي بند محکوم کړي.

دغې محکمې چې د کومو ۳۷ تنو د اعدام سزا تایید کړې، دوی په هغو ۵۲۹ کسانو کې شامل ول، چې محکمې ورته د اعدام سزا ټاکلې وه.
د قاضي سعید صبري یوسف په مشرۍ محکمې په مارچ میاشت کې ۵۲۹ بندیانو ته د اعدام سزا اورولې وه، چې د ۴۹۲ هغو بېرته ترې بېرته واخېستل شوه او په عمري بند یې ورته عوض کړه.
په ټولیزه توګه په دغو ټولو کې یوازې ۳۷ ته د اعدام سزا تایید او د پاته کسانو په هغو کې تخفیف راوستل شو.
پر دغو ټولو بندیانو دا سزاګانې له دې کبله لګېدلي، چې ګواکې د مصر د کودتایي رژیم پر ضد یې په بیلابېلو تخریبي چارو کې لاس لاره او نورو ډول – ډول جرمونو کې ښکېل دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x