ورزش

کرېکټ: روهیټ شرما په شل اوریزو لوبو کې یو بل ریکارډ جوړ کړ

نن ټکی اسیا (جمعه ۱ مرغومي، ۱۳۹۶ل): د سرېلنکا او هند لوبډلو تر منځ په دوهمه شل اوریزو لوبه کې د هند روهیټ شرما په ۳۵ توپونو سلیزه ووهله او نړیوال ریکارډ یې جوړ.

له دې وړاندې د سویلي افریقا چپ لاسي توپ وهونکي ډیویډ میلر هم په شل اوریزو لوبو کې د بنګلدیش په وړاندې په ۳۵ توپونو سلیزه وهلې وه.

روهیټ شرما په ننۍ لوبه کې د ۱۰ شپږیزو او ۱۲ څلوریزو په زور په ۴۳ توپونو ۱۱۸ منډې جوړې کړې او وسوځید.

د هند او سرېلنکا ترمنځ دوهمه لوبه همدا مهال د هند په انډور ښار کې روانه ده، چې په کې هند لومړۍ توپ وهنه وکړه او په ۲۰ اورونو لوبولو سره یې ۲۶۰ منډې جوړې کړې، چې له نړیوال ریکارډ څخه ۳ منډې کمې دي.

د نړیوالو شل اوریزو لوبو په یوه لوبه کې تر ټولو ډيرو منډو ریکارډ له استرالیا سره دی، چې دوی په ۲۰۱۶ کال په سرېلنکا کې د سرېلنکا په وړاندې ۲۶۳ منډې جوړې کړې وې، چې هند لوبډلې اوس خپل نوم په دوهم نمبر ثبت کړ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x