ورزش

بیګ بیش لیګ: د راشد خان شرټ ولې له نورو بدل دی؟

نن ټکی اسیا (جمعه، ۱ مرغومي، ۱۳۹۶ل): د استرالیا په بیګ بیش لیګ سیالیو کې راشد خان د جمعې په ورځ/نن خپله لومړۍ لوبه ترسره کړه، خو په دې لوبه کې د راشد خان شرټ له نورو لوبغاړو څخه بدل و.

راشد خان پخپل شرټ د ویسټ اینډ west end کمپنې لوګو او د هغوی اشتهار نه و لګولی، دغه کمپنۍ په استرالیا کې د شرابو ستره کمپنۍ ده چې په بیګ بیش سیالیو کې د راشد خان لوبډله ایډلیډ سټرایکر سپانسر کوي، ددې لپاره هر لوبغاړي ته په کار وي چې دهغه په شرټ ددغې کمپنۍ لوګو ولګوي.

راشد خان دیني او ملي ارزښتونو ته ژمن مسلمان شخصیت دی، نوموړي د اسلام مقدساتو ته په کتلو سره ښه ونه ګڼله چې د شرابو کمپنۍ لوګو دې دده په شرټ رسمه وي.

په تجارتي سیالیو کې د قرارداد پر وخت لوبغاړو ته د سپانسرانو لخوا پيسې ورکول کیږي، خو که کوم لوبغاړی د کومې سپانسرو کمپنیانو اشتهار یا لوګو لګول نه غواړي دوی ته پيسې نه ورکول کیږي.

د یادونې وړ ده چې له دې وړاندې یو شمیر مسلمان لوبغاړو د شرابو کمپنیانو لوګو لګولو څخه انکار کړی دی، لکه د سویلي افریقا هاشم املا او عمران طاهر هم د روژې میاشتې په خاطر د شرابو کمپنۍ لوګو لګولو څخه انکار کړی و، هاشم املا ددې په بدل کې ۵۰۰ ډالره جرمانه هم ورکړې وه، همدارنګه د پاکستان لوبډلې په استرالیا کې د نړیوالو لوبو په جریان کې هم د johnnie walker شرابو کمپنۍ لوګو لګولو څخه انکار کړی و.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x