الشیخ عبد الفتاح أبو غدة الحلبي رحمه الله

په عزت او دعوت کې د مشر ، عالم او بیا له ښې لور نه د پیل کولو ادب

یو څو اهم اسلامي آداب : 18 ادب

لیکنه : عبد الفتاح ابو غده …

ژباړه : مفتي احسان اللّه …

په میلمستیا او په عزت ورکولو کې همیشه مشر او دعزت خاوند ته ترجیح ورکوه ، اول يې له مشر نه پیله وه ، وروسته چې څوک يې په مجلس کې ښې لور ته ناست وي ، هغه ته يې وړاندي کوه ، د نبي کریم صلی الله علیه وسلم همدا سنت دی ، او د دې دلیل هغه مخکني دوه حدیثونه : یعني : کبّر ، کبّر او لیس منا من لم یؤقر کبیرنا . له دې نه علاوه نور هم ډير حدیثونه پر دې خبره دال دي ، چې د دې له جملې نه یو څوک دلته ذکر کو :

1- امام مسلم په خپل صحیح کې د باب آداب الطعام والشراب وأحکامهما کې له حذیفة بن الیمان رضي الله عنه نه روایت کړی دی : چې کله به هم موږ له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره ډوډۍ ته دعوت سو ، نو موږ به تر هغه وخته په ډوډۍ خوړلو پیل نه کاوو ، تر څو چې به رسول الله صلی الله علیه وسلم شروع نه وه کړې ، او لاس به يې نه وو ور وړاندي کړی .

2- امام نووي رحمه الله په خپل کتاب ریاض الصالحین کې پر دغه موضوع باندي مستقل باب تړلی ، او ډیر حدیثونه يې ذکر کړي دي ، له هغو نه ډيری دلته زه هم راوړم ، امام نووي رحمه الله داسي عنوان دائر کړی دی :

باب توقیر العلماء والکبار وأهل الفضل وتقدیهم علی غیرهم ورفع مجالسهم واظهار مرتبتهم .

الف : الله تعالی فرمايې :

﴿قُلْ هَلْ يَسْتَوِي الَّذِينَ يَعْلَمُونَ وَالَّذِينَ لَا يَعْلَمُونَ إِنَّمَا يَتَذَكَّرُ أُولُو الْأَلْبَابِ ﴾ [الزمر: 9]

یعني : ته ورته ووایه (اې پیغمبره) : ایا عالمان او جاهلان (چرته هم سره) برابر وي؟ په یقین سره نصیحت هغه خلک قبلوي ، څوک چې (سلیم) عقل والا وي .

ب : له ابو مسعود عقبة بن عمرو البدري رضي الله عنه نه روایت دی ، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم و فرمایل :

یؤم القوم اقرؤهم لکتاب الله ، فإن کانوا في القراءة سواء ، فأعلمهم بالسنة ، فإن کانوا في السنة سواء ، فأقدمهم هجرة ، فإن کانوا في الهجرة سواء فأقدمهم سنا .

یعني : دخلکو امامت به هغه څوک کوي ، کوم چې د کتاب الله عالم او قاري وي ، که په قراءت کې سره برابر ول ، نو هغه څوک به يې کوي چې په سنت ښه پوه او خبردار وي ، که په سنت کې هم سره برابر ول ، بیا به څوک چې په هجرت کې مقدم وي ، او که په هجرت کې هم سره برابر ول نو بیا چې په عمر کې مشر وي .

ج- او عبد الله بن مسعود رضي الله عنه روایت کوي ، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم و فرمایل :

وَلْيَلِنِي مِنْكُمْ أُولُو الْأَحْلَامِ والنُهى » ثُمَّ الَّذِينَ يَلُونَهُمْ ثُمَّ الَّذِينَ يَلُونَهُمْ .

یعني : ماته نیږدې (په لمانځه کې) دي هغه څوک ودرېږي ، څوک چې عقلمند او هوښیار وي ، بیا څوک چې هغوی ته قریب ، وروسته څوک چې هغوی ته قریب وي .

د- جابر رضي الله عنه روایت کوي ، چې نبي کریم صلی الله علیه وسلم د احد په غزا کې شهیدان دوه دوه کول په یو قبر کې ښودل ، بیا به ده (صلی الله علیه وسلم) پوښتنه کوله ، چې په دغه دوو کې د چا قرآن کریم زیات یاد وو؟ کله چې به په دغو دوو کې یو ته اشاره وسوه ، نو ده (صلی الله علیه وسلم) به هغه په قبر کې د قبلې لور ته پرې اېستی .

ه- عبد الله بن عمر رضي الله عنه روایت کوي ، چې نبي کریم صلی الله علیه وسلم فرمایل :

أراني في المنام أتسوك بسواك، فجاءني رجلان أحدهما أكبر من الآخر، فناولت السواك الأصغر منهما، فقيل لي: كبّر، فدفعته إلى الأكبر “. (مسلم)

ژباړه : خوب مي ليدی ، چې مسواک وهم ، زما خوا ته دوه نفره راغلو ، په دوی کې یو مشر وو ، ما هغه مسواک کشر ته ورکړی ، نو ما ته وویل سول : مشر ته يې ورکړه ، په دوی کې چې څوک مشر وو ، هغه ته مي مسواک ورکړ .

و- او ابو موسی اشعري رضي الله عنه روایت کوي ، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایل :

«إن من إجلال الله إكرام ذي الشيبة المسلم، وحامل القرآن غير الغالي فيه، ولا الجافي عنه، وإكرام ذي السلطان المقسط»

ژباړه : د الله له قدره دا هم دی ، چې د مشر مسلمان عزت وسي او د قرآن کریم د حافظ کوم چې په دې کې غلو او جفاء نه کوي ، او د عادل او انصافداره حاکم عزت وسي .

ز- میمون بن أبي شبیب رحمه الله وایې : چې د أم المؤمنین عائشه صدیقه رضي الله عنها ودروازې ته یو سائل راغلی ، دې وهغه ته د ډوډۍ یوه ټوکړه ورکړه (او هغه ولاړی) ، بیا یو سپین کالی سائل ورته راغلی ، نو دې هغه کښېناوی ، ډوډۍ يې ورکړه ، کله چې له دې نه د دواړو په منځ کې د توپیر پوښتنه وسوه ، نو ورته ويې فرمایل : چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم ارشاد دی :

أنزلوا الناس منازلهم .

ژباړه : د خلکو سره د هغوی د حیثت سره سم معامله وکړئ .

ج- ابو سعید سمرة بن جندب رضي الله عنه وايې : چې زه د رسول الله صلی الله علیه وسلم په زمانه کې کوچينی ماشوم وم ، او له رسول الله صلی الله علیه وسلم نه مي حدیث یادول ، مګر د ادب له امله مي په مجلس کې خبره نسوای کولای ، ځکه هلته داسي هستۍ موجودي وې ، چې تر ما مشیران ول . (بخاري ومسلم)

لهذا سنت عمل دا دی ، چې د عمر په لحاظ سره مشر وي ، یا افضل وي ، یا ستر عالم وي ، یعني په مجلس کې یو داسي څوک موجود وي ، چې په نورو کې د امتیازي حیثیت خاوند وي ، هغه که د عمر په لحاظ سره مشر وي ، یا وجاهت یا د سیدوالي شرف ولري ، یا د عهدې او منصف په اعتبار سره ، یا د جهاد في سبیل الله په اعتبار سره ، یا د سخا او جود په اعتبار سره ، یا داسي د یو بل غوره صفت لرونکی وي ، نو د عزت ورکولو او اکرام پیل له همده نه کوه .

خلاصه دا ده ، چې په ملمستیا او عزت ورکولو کې سنت دا ده ، چې عزت ورکول د یو امتیازي شخص نه يې پیل کړې ، بیا چې د هغه ښې طرف ته وي ، په دې سره به د دواړو نصوصو په منځ کې تطبیق راسي ، یعني په کومو نصوصو کې چې د ښې لور نه د پيل حکم راغلی ، یا د (کبّر کبّر) او (لیس منّا من لم یوقر کبیرنا . . . .) او ( ابدؤا بالأکابر) والا وارد سوی دی .

ځیني خلک د نصوص نه په اخذ کې د غلطي پر بنا ، د نصوص پر سم محل باندي په حمل کولو کې خطا کیږي ، او دا خیال کوي ، چې سنت کار دا دی ، چې د میزبان له ښې طرف نه پیل باید وسي ، هلته که هر څوک ناست وی ، بس له هغه نه به يې پیل کوي ، له هغو حدیثو نه استدلال کوي ، په کومو کې چې د ښې طرف نه د پیل حکم وارد دی ، حال دا چې دا حکم هغه وخت دی ، چې په مجلس کې ناست ټول خلک د عمر په لحاظ ، یا په بل امتیازي صفت کې سره برابر وي ، په دغه صورت کې چې څوک هم ښې لور ته ناست وي ، د هغه نه به پیل کیږي .

البته که هغوی ټول په واړه صفاتو کې سره برابر ول ، خو یو څوک په کې د یو جهت له امله ممتاز وي ، مثلا په عمر کې تر ټولو مشر وي ، نو باید له ده نه پیل وسي ، ځکه د دغه صفت له امله پر نورو دی امتیاز لري ، نو ځکه به دغه ځانګېړنې ته ترجیح وکول کیږي ، او له ده نه به پیل کیږي .

امام ابن رشد رحمه الله تعالی په خپل لوی کتاب (البیان والتحصیل) کې فرمايې :

که د مجلس د ګډونوالو حالات سره برابر او یا نیږدې نیږدې ول ، پیل به له ښې طرف کیږي ، په مکارم الأخلاق کې دا تر ټولو ښه طریقه ده ، ځکه په دې کې د چا پر چا د ترجیح څرک نليدل کیږي .

لیکن که په مجلس کې یو عالم وو ، مشر یا د یو بل فضل خاوند وو ، نو سنت دا ده ، چې له دغه مشر نه پیل وسي ، هغه که چيري هم ناست وي ، بیا دې د هغه له ښې اړخه شروع سي ، لکه د رسول الله صلی الله علیه وسلم له عمل نه چې ثابت دي ، چې ده صلی الله علیه وسلم ته پوۍ (شودې) وړاندي سوې ، په هغو کې اوبه هم ګډي وې ، ده صلی الله علیه وسلم له چښلو وروسته خپل ښې لور ته اعرابې ته ورکړې ، که څه هم و چپه جانب ته يې ابو بکر رضي الله عنه ناست و ، او ده صلی الله علیه وسلم داسي وفرمایل : الأیمن ، فالأیمن .

نو ځکه د چپه طرف والا ته اول نه ورکول کیږي ، که څه هم هغه د ښې جانب تر ناست په مقابله کې د علم ، فضل او مشيري له امله د پیل زیاده حقدار وي ، الا چې د ښې لور والا نه اجازت واخیستل سي ، او د چپه طرف والا ته اول ورکړل سي ، لکه رسول الله صلی الله علیه وسلم چې همداسي کړي دي . چې یو ځل وده ته یو شی وړاندي سو ، ده صلی الله علیه وسلم هغه وچښی ، د ده وښې لور ته یو ماشوم ناست وو ، او چپه خوا ته په عمر کې مشیران موجود ول ، نو ده صلی الله علیه وسلم وهغه هلک ته وفرمایل : ایا ته ما ته اجازت را کوې ، چې زه دا وهغوی ته ورکړم؟ نو هلک ورته وویل : نه په الله مي دي قسم وي یا رسول الله! ستا له خوا نه چې ما ته یو برخه میلاویږي ، زه پر هغه هیچا ته ترجیح نه ورکوم ، له دې سره سم رسول الله صلی الله علیه وسلم هغه د دغه هلک په لاس کې ورکړ ، په دې کې ، دې خبري ته اشاره ده ، چې دا دهغه حق وو . (امام ابن رشد خبره تمامه سوه)

لهذا دا خبره ثابته سوه ، چې په مجلس کې یو امتیازي شخصیت موجود نه وي ، نو مطلق له ښې طرف نه پيل کول شرعي طریقه ده ، لکه اوس اوس چې مو وویل ، او که د یو داسي صفت شخصیت په مجلس کې موجود وو ، چې په نورو کې ممتاز او باعث شرف وو ، نو د شک پرته به يې له همدغه صاحب فضل نه پیل وي .

او دا خبره چې څوک وايې ، د میزبان مطابق د هغه ښې لور ته ناست ، هغه که وړوکی بچی وي ، هلک وي ، د مجلس د صدر نوکر وي ، یا د هغه موټروان وي ، دا موټروان که غیر مسلم هم وي . یا د قوم د سردار موټروان وي ، او کله د مجلس سرتاج ، کله ستر عالم ، والي ، نیکه یا د پلار عزتمند آکا وي ، نو ته وایه! ایا د اسلام احکام او آداب د دې خبري اجازت ورکوي ، چې هغه د قوم مشیران پرېږدي ، عزت او میلمستیا له ماشومانو ، نوکرانو او موټروانانو نه پیل کړي ، بیا چې څوک له دوی نه د اعلی درجې خاوند وي ، او یا له دوی سره برابر وی؟ حال داچې ډیر ځله د مجلس د مشر نه مخته په لسهاو د کمي درجې خلک ناست وي ، په دې حالت کې به نو میزبان کله له لسو او کله د شلو د کمو درجو خلکو نه وروسته د مجلس صدر ته را رسیږي .

نو ځکه فقه اسلام او آداب اسلام له دېنه منزه او پاک دی ، چې داسي بې ترتيبي او د فطري ادب خلاف اجازت ورکړي .

البته که په مجلس کې یو کشر یا یو عام سړی په خپله د اوبو مطالبه وکړي ، نو د ده د غوښتني له امله هغه د دې حقدار دی ، چې مطالبه يې پوره سي ، او اول پیل له ده وسي ، له هغه نه وروسته يې د ده دښې طرف سړي ته ورکړې ، که څه هم هغه تر ټولو د کمْسِنَه ، یا دکمي مرتبې خاوند وي ، البته کله چې ودغه کم عمره ته اوبه ورکړې ، او هغه وګوري ، چې په مجلس کې بل تر ده مشر د اوبو انتظار کوي ، او هغه يې د د دغه مشر نه پیل کړي ، او د اسلامي د ادب خیال وساتي ، په دې سره به هغه یو ستر فضیلت تر لاسه کړی وي ، چې په هغه سره د ده رونق نور هم ځلانده کیږي ، او د هغه په قدر او مرتبه کې لا زیاتوالی راځي .

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د