نظــر

په قومی تعصباتو د جهادی روحیی وژنه او بدلونه

بسم الله الرحمن الرحیم

نړیوال دجالی استعمار د د موکراسی د بیلابیلو ایزمونو او اخوانی پلویانو په وسیله د خپلو شومو استعماری اهدافو د پرمخ بیولو او پیاوړی کولو د پاره زمونږ د قومونو او ګوندونو تر منځ قومی او ګوندی تعصبات راپاروی د تاجکو ، ازبکو ، هزاره وو ، ترکمنو پښتنو او نورو ټولو کوچنیو او لویو قومونو او ګوندونو پلویانو په نوم ( چه ځینو ته یی مدنی ټولنی هم وایی ) زهراګینه او بدبویه تبلیغات او خپرونی کوی څه وایی تاجکو هر څه خپل کړی مونږ غلامان پاتی شول او څه وایی پشتنو ټول عمر حکومت کړی اوس زمونږ وار دی پشتانه ایزمیان بیا وایی چه مونږ ډیراو مړنی یو د مشرتابی لرلو حق زمونږ دی په دی هکله ښکلی ښکلی شعارونه ، شعرونه او شعارونه ، سندری او ترانی زمزمه کوی او له تلویزونونو څخه مستقیمی او غیر مستقیمی کنځلی ، توهین ، لاپی ، خپل حقانیت او مظلومیت او د نورو وحشت او بربریت په ګوتو کوی .

په داسی حال کی چه همدغو نیکتایی پوشو هم روسان او هم امریکایان راوستل د دی خاوری ، خلکو او خپلواکی په پلورلتیا یی هم له روس او هم له امریکا ډالر او مقامونه خپل کړل زمونږ په میلونونه بیګناه او بی دفاع خلک یی په شهادت ورسول معیوب بی کوره او بی اوره یی کړل زمونږ ښکلی ټاټوبی یی څو ځلی په کنډواله بدل کړو ، او هم دوی دی هم روس او هم امریکا ته استعمار وایی او د دی وطن اصلی بچیان یی جاسوسان کوی همد دوی دی چه پرون یی له روسانو روبل او نن له امریکا ډالر او مقامونه خپل کړی او نه یواځی هغه پلورلتیا بلکه زمونږ د هیواد د زمکی لاندی او باندی ذخیرو یی لوټ او تالان جوړ کړی ملی مافیه دبین المللی مافیه سره زمونږ د هیواد په چور او تالان کی هلی ځلی لری همدوی دی چه اوس زمونږ چارواکی دی او د راتلونکی چارواکی د پاره په ډيره سپین سترګی زمونږ د ووتونو په هیله دی ؟ له همدغه استعماری ایزمونو په اوسنی دمیکراسی ټاکنو کی نومول شوی دی او ځینی نوریی بیا په میدیا کی کینولی چه د هماغه غلاماندانو نوماندانو د پاره په ډیرو خوږو شعارونو کی کمپاین کوی او اوس د دوهم پړاو کمپاین لړی پیل کیږی .
مسلمانو افغانانو ورونو او خویندو ! يه یو اشغال شوی مستعمره هیواد کی د ټاکنو نوم اخستل د دغه هیواد خلکو ته سرباری توهین او سپکاوی دی ، او بیا دغه ټاکنی په دغه ډول اسلامی نظام کی نشته ،حتی د دوی د شیطانی دیموکراسی نظام له مخی هم ( کوم چه دوی په خپلو هیوادونو کی کوی ) رښتینی تآکنی نه بلکه نمایشی ټاکنی دی چه د خلکو رایو ته پکی اهمیت ورکړی شوی وی . مونږ مستعمره هیواد یو زمونږ خاوره د دوی په ټانکونو او زمونږ هوا د دوی په جنګی الوتکو ډکه او پته ده ، هره ګړی زمونږ د مظلو اولس په کورونو وحشیانه خونین عملیات کوی زمونږ خلک وژنی ، بی عزته کوی او تر دی چه په مړو مو متیازی کوی ( دا می مشت نمونه خروار یاد کړل ) ټاکنی نمایشی او د دوی د شیطانی میډیا د پاره تغذیه ، دخبرو او تبصرو کولو زمینه سازی او غولونکی دیموکراسی ده . د اشغلګرو خوښه د خپلی خوښی کوم یو اول او کوم یو دوهم مبارز او متفکر جوړوی او داسی یی ښیوی چه په ډیره هوشیارتیا او اهلیت ګټونکی شو د ملت حمایت او مینه ورسره وه . دغه اوسنی ټول نومول شوی د اشغلګرو له خوا تصدیق شوی نوماندان دی د ځانګړی دیموکراسی فارمول له مخی یی نومولی دی د ډیرو اړخونو څخه یی بیلابیل په دی تآکلی چه خلکو کی د جهادی اسلامی او افغانی ورورولی په ځای قومی او ګوندی تعصبات راژوندی کړی د خلکو رایه د نوماندانو د ټاکنو د پاره نه دی هغه ټآکنی له ټاکنو مخکی د استعمار له خوا په نظر او عمل کی نیول شوی چه د کرزی معادل او لږ شکته یا پورته به څوک وی هغه یی له مخکی ټاکلی او یا به یی د ټاکنو له جریاناتو پیدا کړی چه څوک دی په دیموکراتیکو ټاکنو کی د رایو شمیر مهم نه دی چه څوک رایوی ورکوی د رایو شمارونکی مهم دی چه څوک رایوی شماری استعمار ته د هغو رایو او هغو صندوقونو په شان صندوقونه جوړول اسانه خبره او دایی لیار او تعامل دی د ریاست مقام به خامخا تر ټولو ډیر منلی غلام ( لکه اشرف غنی یا عبدالله ) ته ورکوی چه په غلامی کی یی ورسره تاریځ جوړ شوی دی خو هغه نور نوماندان به هم په ښکته پوستونو یا ډالرو ضرور و نازوی او لا به یی د سطرنج د مهرو په شان د بل مساعد وخت د پاره له ځانه سره وساتی.
په نوماندانو کی د تش په نامه اخوانیانو نوماندان لکه سیاف ، او هلال هم شتون درلود فکر هغوی به امریکایانو ته ډيری لاپی کولی ( چه ټول اولس زمونږ تر شا ولاړ دی ) اوس یی ورته خپل مخ په ایینه کی وروښود ( یواځی هغو خلکو رایوی ورکړی چه د دوی په دفترو او ملکیتونو کی استخدام شوی وو د سیاف یا ( ایساف ) په هکله د څه ویل ، ویلو ته تو هین دی هغه له اوله د استعمار سړی وو ولی په اخری څو کلونو کی ( کله چه بهیر له امریکا څخه راایله شو ) د حکمت یار صاحب کړنی د ده د نوم سره سمون نه لری یا دی خيلی کړنی او یا دی خپل نوم بدل کړی ، لکه څوک چه له حجه وروسته په بدو سر شی . د حزب اسلامی په همدی لویه تیروتنه یی ټول پلویان او مخلص غړی یی له لاسه ورکړل ووټونه څه چه حزب اسلامی یی هم ورته پریښود داسی به هیڅکله هم نه وی شوی چه د هلال په صندوق کی دی غڼی جالی جوړی کړی د حزب اسلامی ډیر مخلص مجاهدین اوس د اسلامی مقاومت د مجاهدینو سره یوځای شول او د پخوا په شان داشغلګرو او دهغو د غلامی او فاسدی اداری په ضد جهاد کوی او که نور کوم یو پاتی وی هغه به د حالاتو له څیړنو وروسته خپل دریز مشخص کوی څوک هم نه غواړی خپل جنتونه په حزب اسلامی بدل کړی زه هم د حزب اسلامی منلی غړی ووم اوس نه یم ډیرو د حزب اسلامی په مشرتابه تر هغی باور او ویاړنه کوله چه حزب اسلامی بی ځانه نه وو.
اصلی موضع ته به راشم هغه د ځینو پشتنو ایزمیانو د اشرف غنی څخه حمایت په هکله لیکنی او کمپاین دی د هغو تګلیاره او عقیده د هغو له لیکنو معلومیږی زه یی څه ناڅه تاییدوم که کافر هم دی خپله لیاره کی ثابت قدمی او خوځښت لری که له خدایه یی فاصله نیولی د دجال سره خو مخلص دی او حتی مونږ ملامتوی چه ددوی لیار ولی نه تعقیبوو د سیاف او هلال په ځای به زه دوی ته رایه او کریدت ورکړم دا نوبیا دوهمه خبره ده چه دوی په دی کفر کی شعوری که غیر شعوری ننوتی او له دی لیاری د نورو په شان مادی لاسته راوړنی لری ؟ تر کومه چه ددوی له لکینو معلومیږی دوی د پشتنو له رایو څخه د یوی وسیلی په شکل کار اخلی د پشتنو د رایو له خاطره د پشتنو سره مینه ده چه اشرف غنی ته ووټونه ورکړی او هغه هم نمایشی د میدیا د پاره دی ، کله چه اشرف غنی ریس شی هماغه اشرف غنی به پشتانه تر نورو ډیر وژنی او هغه وخت به همدا د کمپاین پشتانه ایزمیان هماغه رایی ورکونکو پشتنو ته د پنجاب او ای اس ای جاسوسان وایی.
د اشرف غنی سره همدا اوس د پشتنو قاتل ملګری دی پشتانه خپل قاتل ته ووتونه ورکړی چه نور یی هم مړه کړی ؟ یا هغه قاتل ته ووټونه ورکړی چه د پخوانو شهیدانو غچ یی اخستی وی او که پښتانه خپل د خپلو زرونو شهیدانو بدله هیره کړی ؟ کشکی هغه د اشرف غنی پلار ، ورور یا زوی وژلی وی یا یی دده نامومس ته په سپکه کتلی وی او بیا یی هم د ځان معاون ټاکلی وی ما به هم اشرف غنی ته رایه ورکوله مابه ویل چه اشرف غنی ته د ملی ورورولی د پاره خپل ورونه ، زامن او حتی ناموس مهم نه دی دا کار به اشرف غنی کله هم نه وی کړی چه د خپل ورور قاتل او یا د خپل ناموس لوټ کونکی دی بخښلی وی . اشرف غنی ته د نورو پشتنو زامن ورونه د خپلی چوکی په مقابل کی اهمیت نه لری او ددی ټولو سره سره بیا هم پشتانه ورته رایوی ورکړی او یا ورته په درنښت قایل شی ؟
له پشتنی ایزمیانو او پلورل شوو څخه یی ضمیرونو او وجدان په هماغه ورځ کډه کړی چه کله یی د داستعمار سره د څو ډالرو په مقابل کی د غلامی تړون لاسلیک کړی دهغو د ضمیرونو او دماغونو تر منځ واټنونه فاصله ده دوی په کومه پشتونواله ، افغانیت او اسلامیت دوستم ته ووت ورکوی ؟ دا ځکه چه دوستم په زرونو مجاهد او مسلمان پښتانه وژلی دی چه د اوسنی استعمار مخالف وو نن هم ورسره جنګیږی ، د استعمار په خوښه یا زور دوستم یی د اشرف غنی سره یوځای کړی چه د پشتنو په پرهارونو مالګی ودوړوی همدا د دوستم د معاونیت ټاکنه د اشرف غنی د انسانیت ، افغانیت ، اسلامیت او حتی د پښتونوالی د شخصیت د پاره کفایت کوی دا چه خپله اشرف غنی افغانیت او اسلامیت لری که نه دا خو یی لا بل سر باری او بیلی څیړنی دی ډير وایی په کمونستی سربیره د عیسوی ښځی د خاطره عیسویت هم ورسره پالی چه په عیسویت کی به تر کومه د خپلی ښځی سره دروغ وایی هغه بیله خبره ده ځکه کمونستان ایتستان وو د ایتستانو د پاره اسلام او عیسویت توپیر نه لری دا چه اسلام کی یو خدای نه منی نوڅه اړه لری چه له یوه خدایه دری خدایانو ته کډه وکړی ؟ استعمار ملی قهرمانانو ته هیڅکله هم د اول ، دوهم متفکر او یا مارشال لقب نه ورکوی ځپلو غلامانو دغه القاب ورکوی چه زمونږ دغه پښتانه اتیستان او پلورل شوی ایزمیان ورله کمپاین کوی .
دا چه څوک د کوم او څوک د کوم قوم دی دا هم د اوسنی استعمار د پلانونویوه برخه ده ، افغانان ټول مسلمانان دی او لږه هغه برخه چه د استعمار په لومو او ایزمونو کیی ننوتی او کیوتی دی هغوی پشتانه نه دی له پښتنو او یا په مجموعی ډول له افغانانو چه اسلام لیری کیږی افغانیت او پشتونواله هم لیری کیږی اسلام د افغانانو په بدن کی فزیکی نه کیمیاوی تعامل کړی چه اسلام د افغانانو د بدن تار او پود جوړ شوی هغه پشتون او افغان چه د استعمار بل ایزم منی له اسلامیت ، افغانیت او پشتنوالی اتومات خارجیږی ، بیا ورته مونږ مسلمان ، افغان او پشتون نه شو ویلای .
په دی حساب افغانان او پشتانه ویشل شوی نه دی خپلو کی دشمنی نه سره لری که څه ده هغه هم د دغه ټولو قومونو د استعماری ایزمیانو له کړنو او تبلیغاتو رامنځته شوی همدغه پلورل شوی د استعمار په دستور د دی قومونو د شمنیو کی خپلی مادی لاسته راوړنی راټولوی هغه افغانان چه تر اوسه ددغه ملحدو پلورل شوو په تبلیغاتو او کړنو تراوسه تیروتلی نه دی ټول د اسلامی مقاومت په جهادی صفونو او یا د مجاهدینو په حمایت او مادی سپورت کی تر خپلو اخری وسو او هڅو استفاده کوی تر هغی به دا جد وجهد جاری وی تر څو چه زمونږ په ګران هیواد افغانستان کی اسلامی او شرعی نظام حاکم او نافذ شوی نه وی پښتو یا فارسی ژبی د یو قوم د ټولو ځانګړتیاوو نمایندګی نه شی کولی ژبه د یو قوم د پیژندنی یو کوچنی خاصیت دی . یوآځی د پشتو یا فارسی په ویلو څوک پشتون یا فارسوان کیدی نه شی ډیرو خارجیانو هم پشتو ، فارسی او یا نوری ژبی زده کړی دا زه په پنځو ژبو خبری کولی شم .
الله ج په قران کی فرمایی چه مونږ قومونه ، بیلی ژبی ، بیل رنګونه او بیل سمتونه د دی د پاره پیدا کړی چه یو بل سره وپيژنی نه دا چه یو په بل بهتری او برتری پری وتراشی او یو په بل ویاړنی سره وکړی افغانستان یوآخی د پشتنو ټآټوبی نه دی ، نور ورونه قومونه مونږ سره په زرونو کلونو اوږد تاریخ اوورورولی لری د ګدو دشمنانو په مقابل کی په یوه مورچل او سنګر کی سره جنګیدلی او مړه شوی یو او دشمنان مو هم وژلی دی د همدی امله زمونږ هیواد ته د وحشی قوتونو هدیره وایی داپرون د روسانو د قدرت مړی او پرون پکی د انګریزانو ،چنګیزیانو ، مقدونی سکندر او نورو نورو د قدرت مړی خاورو ته وسپارل شول او نن بیا هغه ټول طاقتونه سره یو شوی هره ورځ د ټولو جنازی پورته کیږی او الوتکو کی وړل کیږی او ځینی د مړو د ډيروالی له امله سیندونو او ویالو ته غورزول کیږی او یایی غوښی خپلو سپو ته اچوی دوی خپلو ژوندو عسکرو ته په درنښت قایل دی چه د سپو په شان جنګ ورله کوی کله چه مردار شی د مړو سپو اهمیت هم ورته نه قایلیږی د ځنکدن اخری شپی ورځی یی دی نن دی که صبا د دوی دقدرت مړی به هم په همدی سپیڅلی شهیدانو خاورو کی خخییږی دا ددی هیواد ځانګړتیا ده .
زمونږ مبارزه اوجهاد قومی نه اسلامی بنیاد لری په قومونو یی نه مسمی کوو قومونه مو یواځی د پیژندنی د پاره دی مونږ سره د اکثریت او اقلیت خبره نه د تقوی ، اخلاص او ایمان خبره ده په اوسنی جهاد کی دروسانو سره د جهاد د وخت په شان ټول ورونه قومونه متناسبه برخه لری په ټولو قومونو کی بد او ښه خلک شته بد همدا پلورل شوی ایزمیان او ښه یی هماغه میړنی مجاهدین دی دا چه د پشتنو علاقه باندی د جنګ تمرکز زیات دی او یا د پشتنو شمیرنسبی زیات دی پښتانه مجاهدین به زیات وی ولی دا ددی معنی نه لری چه په اوسنی جنګ کی یوآځی پشتانه قرار لری دا د استعمار او داستعما ر د پلورل شوو څمڅیو زهری میدیا او شوم تبلیغات دی تر یو کچی یی زمونږ د ساده افغانانو په ذهنیت کی یی ځای نیولی ولی زمونږ افغانان د ګډ دشمن په مقابل کی تل سره یو ورونه او هم سنګره وی زمونږ ګډ مخرج اسلامیت او افغانیت او د نړیوال استعمار په مقابل کی د مظلوم بشریت ګډه تګلیاره ده .
دا داستعمار اوسنی دریز او فارمول نه بلکه پرونی او هر چیری له دی ګته اخلی زمونږ په ګران هیواد افغانستان کی هم وسی او هڅی لری چه د جهادی روحیی په ځای قومی تعصبات او خپل منځی جنګونه رامنخته کړی لکه د روسانو له وتلو وروسته چه رامنځته شول . قومی تعصبات د اسلامی جهاد مسیر نه دی او نه مونږ د دی دپاره جهاد کوو چه افغانستان دی مونږ د یو قوم د پاره وګټو .
حتی مونږ د دی پروا هم نه لرو چه افغانستان دی زمونږ په لاس او یا زمونږ په ژوند کی خامخا فتح شی که نه مونږ ماتی خوړلی ده ، مونږ د الله ج په دی سیمه ( افغانستان ) کی چه زمونږ کورونه پکی دی مونږ پکی بیدا شوی یو مونږ پکی خاپوړی کړی مونږ په کی لوی شوی یو او اوس هم پکی یاستو نو دفاع یی په مونږ فرض ده که د الله رضا او اراده په دی کی وه چه زمونږ په لاس به اسلامی نظام افغانستان کی پیاده کیږی مونږ د الله ج شکرونه باسو نفلونه کوو الله ج ته ددی لوی نعمت په مقابل کی سجدی کوو ولی دا هم موقتی بریاوی دی مونږ له دی فانی ژوند یوه ورځ رخصتیږو ، او که د الله ج اراده دا نه وی چه زمونږ په ژوند کی دی اسلامی نظام زمونږ په هلو ځلو او جد وجهد قایم کړی او مونږ بی له دی چه د الله ج په لیار کی مو نه ستړی کیدونکی جهادی منډی ترړی کړی وی او دشمن ته دومره قوت ورکړی چه مونږ ووژنی او یا مو له وطنه وشړی مونږ بی هیلی کیږو نه ، او ځانټه بیا هم بریالی وایو دا ځکه چه یو مو خپل راتلونکی نسل ته دعبرت درس پریښی چه هغوی به زمونږ په قدمونو قدمونه ږدی او بل دایمی بریاوی چه د الله ج رضا او دهغه جنتونه دی هغه مو کمایی کړی دی
یعنی مونږ په هر صورت کی بریالی یاستو ، همدا دالله ج وعده هم ده ، الله ج فرمایی تاسی بریالی یاست که تاسی ایمان ولری ، تاسی د بندګی پیاوړی او عښتلی عقیده ولری په دغه ایت کی د وسلو او وسیلو ذکر او یادونه نه ده شوی چه که مونږ ډیری وسلی او وسیلی ولرو او نه د دی یادونه شوی چه که مونږ له افغانستان اشغلګر او د هغو غلامه او فاسده اداره لیری کړی شوه . بله دا خبره چه د اسلامی ملک حدود د کلیمی طیبی په حدودو سره دی چیری چه زمونږ مسلمانان ورونه دی هغه زمونږ ورونه او دهغو وطن زمونږ وطن دی هلته هم کولی شو د الله ج د رضا د لاسته راوړولو پسی وګرځو د مسلمانانو سره د استعمار کرکه په همدی ده چه د مسلمانانو وطن هر چیری چه مسلمانان دی هغه یی وطن دی او دغه استعماری پولی په رسمیت نه پیژنی چه پرون افغانستان تر ډهلی او اصفهانه پراخ شوی وو او نن په دی کچه دی او صبا به یا تر دی کوچنی او یا لوی شوی او یاورک شوی وی .
د اسلام دین دټولو نړیوالو د سولی او هوساینی د پاره راغلی نو تولی نړی ته باید ورسیږی او اسلامی شریعت هم په ټوله نړی حاکم شی یعنی مسلمانان په اسلامی نړیوال حکومت د نړیوالو د پوره سولی او هوساینی دپاره باور لری چه رامنځته شی او همدغه کار چه نړیوال استعمار د نړیوال حکومت د تاسیسولو د پاره په نظر کی لری هغوی د نړیوالو د استثمارولو او غلاموولو د پاره دا کارکوی د استثمارولو او غلامولو د پاره جنګونه ، فساد او وژنی یواځنی لیار ده یعنی د استثمارګرو نړیوال حکومت د شر او د مسلمانانو نړیوال حکومت د خیر ، سولی او هوساینی د پاره دی او ددی د پاره چه ټول انسانان د یو ه الله ج بندګی وکړی او خپلو کی یو په بل د هغو د اهلیت او تقوی په اساس بهتری او برتری ولری او بس . جهاد بلوسله زمونږ اخرنی وسیله ده او زیاتره د دفاع وخت کی لکه دا اوس تر کاراخستل کیږی زمونږ جد وجهد زبانی قلمی او عملی اسلامی کړنی دی .
مونږ په دی هکله استعمار او داستعمار پلورل شوو پلویانو ته موقع نه ورکوو چه مونږ ته لیاری راوښی او مونږ له اصلی اسلامی مسیره قومی مسیر ته راوګرځوی حتی مونږ دغو پلورل شوو ایزمی افغانانو ته وایو ماهی چه هر وخت له اوبو راوباسی تازه وی ، اوس هم وخت لری چه د استعمار د پاره د خپل خالق او د هغه مظلوم مخلوق په مقابل کی د یو څو دالرو د پاره مه دریږی دغه ژوند څو ورځی دی ځانونه مه تباه کوی ډیر ځله ډیر پلورل شوی د هماغه خپلو بادارانو له خوا په همدی ژوند کی د ډيرو بدو بدمرغیو سره مخ کیږی لکه په سردار داود او یا صدام حسین چه وشوه دوی دواړه یو د روس او بل د امریکا سره دوستانه اړیکی درلودلی او د همدوی په واسطه یی سیاسی قدرت تر لاسه کړی وو مګر کله چه یی نوره ګته تر متصور نه وه د کورنیو سره یی تباه او برباد کړل .
که د ځینو پلورل شوو او یا تیروتلو افغانانو په زړونو کی د ذری په اندازه د ایمان برخه وی په کار داده چه له دجاله او دجالی سیستم ( دیموکراسی نظام ) څخه اسلامی نظام او خپلو خلکو ته راستانه شی راوګرځی او الله ج ته یوځل بیا رجوع وکړی الله ج ډيره مهربانه ذات دی لکه داود او صدام چه راوګرځیدل ګوندی الله ج مو توبه قبوله کړی کیدی شی د صدام او داود شهادتونه یی منلی وی د مرګه مخکی هر وخت دعا کولی شی او الله ج یی قبلولی شی اوږدی توبی وباسی او د تیروخت جبران وکړی ستاسی دغه روشنفکری اودغه اول او دوهم متفکر کیدل یا مارشالی چه د دجال له خوا درکړی شوی وی تاریک فکری ، الحاد ، بی غیرت او ناپوهی ده ، د دوی دغه په ښکاره خوږی خبری هغه زهری شرینیو ته ورته دی چه دننه یی زهر او بیرون په شرینیو پوښل شوی وی ، ولی مونږ د دی شرینیو سره ۴۰ کلونه تیرکړل مخکی له دی چه خوندی یی وګورو له رنګ او بوی څخه یی هم پیژنو کیدی شی زمونږ ځینی ساده ګان ( لکه اوسنی پلورل شوی ایزمیان چه پری تیروتلی دی) ورباندی تیروځی خو که سره ددی هم دی تیروتنی ته دوام ورکوی د مشرف په شان د دواړو جهانونو د تباهی او رسوایی سره به مخ شی.

ډیره مننه

ومن الله التوفیق

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x