
د ناټو دوه عسکر ووژل شول
نن ټکی آسیا: د ناټو په مشرۍ نړیوال سوله ساتي ځواک ایساف وایي چې په افغانستان کې یې دوه سرتیري وژل شوي دي.
په کابل کې د ایساف مطبوعاتي دفتر له لورې په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي چې دغه عسکر نن دافغانستان په ختیځ کې د طالبانو په یوه برید کې وژل شوي دي.
ایساف د پيښې کره ځای او د وژل شویو سرتیرو هویت نه دی په ډاګه کړی؛ خو د معلوماتو پر بنسټ اوس مهال دافغانستان په ختیځ کې د ایساف امریکایي عسکر مېشت دي.
د یادونې وړ ده، چې درې ورځې وړاندې د جمعې په ورځ په کندهار ولایت کې دایساف دیوې چورلکې د غورځیدو له امله پنځه بریتانوي عسکر وژل شوي وو، چې مسؤلیت یې د طالبانو پر غاړه اخیستی و.
دا په دې اونۍ د بهرنیو عسکرو د وژل کېدو دریمه پېښه ده.
په یوه جلا پېښه کې،په کونړ کې هم د امریکايي الوتکې د را لوېدلو په پېښه کې د بهرنیو عسکرو د وژل کېدو ادعا شوې وه.