نړۍ

سعودي: حکومت د ولید بن طلال څخه د خلاصون په بدل کې ۶ ملیارده ډالره غواړي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲ مرغومي، ۱۳۹۶ل): امریکايي ورځپاڼې وال سټریټ ژورنال په یوه راپور کې ویلي چې د سعودي حکومت د فساد په تور نیولي امیر ولید بن طلال څخه د ۶ ملیارده ډالرو غوښتنه کړې ده.

ولید بن طلال یو له هغو تجارانو، امیرانو، وزیرانو او مالدارانو څخه دی چې د سعودي د حکومت له لوري د فساد په تور نیول شوی او په ریاض ښار کې په یوه پنځه ستوریز هوټل کې بندي ساتل شوی دی.

د هغو بندیانو څخه چې حکومت نیولي، یو شمېر یې د پيسو ورکولو په مقابل کې خوشي شوي او ویل کیږي چې ولید بن طلال د پيسو ورکولو پر ځای محکمه غوره بللې وه.

د نوموړي په اړه په تازه راپورونو کې د وال سټریټ ژورنال ویلي چې پر هغه د اختلاس، رشوت ورکولو، پيسو مینځلو او نفوذ څخه په استفادې تور دی.

د فوربس مجلې په وینا ابن طلال ۱۸.۷ ملیارده ډالره سرمایه لري چې له مخې يې په منځني ختیځ کې تر ټولو شتمن سړی بلل کیږي.

وال سټریټ ویلي چې د هغه څخه د ۶ ملیارده ډالرو غوښتنه کیږي، خو نوموړی فکر کوي چې ددې پیسو تر ورکولو وروسته به داسي ښکاري لکه هغه چې دغه ګناوي کړي وی، چې له مخې يې کیدای شي د هغه ټولو تجارتونو ته ضربه ورسیږي.

خو سرچینه زیاتوي چې ابن طلال حکومت ته ویلي چې دده په شرکت «المملکة القابضه» کې دي ځان ورسره شریک کړي، کومه چې اوس ۸.۷ ملیارده ډالره قیمت لري.

د یادونې وړ ده چې د سعودي پاچا سلمان بن عبدالعزیز د فساد پر ضد یوه کمیټه جوړه کړه او د هغې مشر یې خپل زوی ولیعهد محمد بن سلمان وټاکه چې سمدستي يې په کار پیل وکړ او د اعلان په لومړۍ شپه یې په لسګونو امیران، وزیران، پخواني چارواکي او تجاران ونیول او د ریاض په یوه ګران قیمته هوټل «ریټز کارلټون» کې بندیان کړل چې د هغه راهیسي یې لږ شمېر د پیسو ورکولو په بدل کې خوشي شوي او د پاتو سره یې د فدیې ورکولو او یا محکمې ته پر سپارلو خبرې رواني دي.

په هغه وخت کې د حکومت سرچینو ویلي وه چې دوی تمه لري ددغو کسانو څخه ۱۰۰ ملیارده ډالره را ټولي کړي خو تر اوسه معلومه نه ده چې څومره ور ټولي شوي.

ویل کیږي چې د پخواني پاچا زوی متعب بن عبدالله چې د شاهي ګارډ وزیر هم وو، د بند څخه د خلاصون لپاره یې یو ملیارد ډالره ورکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x