د ټرمپ مرستیال: زموږ ستراتېژي به طالبان سولې ته اړ کړي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲مرغومي، ۱۳۹۶ل): د امریکا مرستیال ولسمشر مایک پنس وايي، د دوی ستراتېژي دا زور لري چې «طالبان سولې ته اړ کړي.»

پنس وايي د دې ستراتېژي له مخې په جګړه کې د امریکايي قومندانانو صلاحیتونه ډېر شوي دي او د عسکرو شمېر هم باید ډېر شي.

د ډونالډ ټرمپ مرستیال پرون – جمعه – کابل ته په ناڅاپي سفر راغی او له خپلو افغان همکارانو محمد اشرف غني او عبدالله عبدالله يې سره ليدلي دي.

پنس وايي محمد اشرف غني هم ورته ډاډ ورکړی چې د دوی د ستراتېژۍ په برکت به «طالبان د ماتې له وېرې له سولې سره یو ځای شي.»

سره له دې چې په دې وروستیو کې ځینو پخوانيو امریکايي پوځي قومندانانو پر خپلې ماتې اعتراف کړی دی، خو پنس وايي دوی له شپاړلس کاله وروسته «بریاته په نږدې کېدو دي.»

که څه هم له ناټو سره د شوي تړون له مخې د دې سازمان تر چتر لاندې بهرني عسکر یوازې د افغان عسکرو تمویل، مشوره او روزنه پر غاړه لري، خو اجراییه رییس عبدالله عبدالله بیا په جګړه کې د بهرنیو عسکرو د صلاحیتونو ډېرېدل «مثبت تحول» بولي.

نوموړي تازه له ډیفینس نیوز سره خبرو کې ويلي د امریکا په نوې ستراتېژي کې دا زور شته، چې داسې شرایط برابر کړي «تر څو طالبانو سولې ته اړ شي.»

که څه هم د امریکا د نوې ستراتېژي له پیله تر اوسه د تازه څېړنو له مخې د بهرنیانو په هوايي بمباریو کې د ملکي تلفاتو کچه ۵۲ سلنه لوړه شوې ده، خو افغان چارواکي بیا د خپلو امریکايی ملګرو دا ستراتېژي د خپلو مخالفینو د ځپلو لپاره «ډېره ښه لار بولي.»

طالبانو تر اوسه د دې څرګندونو اړوند څه نه دي ويلي، خو د شنونکو په باور دا ډول څرګندونې د جګړې له اوږدولو پرته بله مانا نه لري.

د دوی په باور د امریکا او حکومت له لوري پر جګړې فشار سولې ته د افغان ولس هیلې لا مړاوې کوي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د