افغانستان

د افغان عسکر بې وسي؛ خواله رسنیو کې ګرمه طنزي سوژه

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲ مرغومي، ۱۳۹۶ل): وروسته له هغه چې د نن ټکی اسیا پر فیسبوک پاڼه د «لاس مه اچوه!» پر عنوان د بهرني او افغان عسکر د لفظي شخړې ویډيو نشر شوه، خواله رسنیو کې يې د نوې طنزې سوژې شکل خپل کړ.

په دې لنډ ويډيو کليپ کې بهرنی عسکر له سختې غوسې سره افغان عسکر ته توندې خبرې کوې، تر دې چې لاس ور اوږدوي او مخ يې په زور په یوه خوا ټېله کوې، افغان عسکر دوه ګامه شاته اخلي، لاسونه يې په غاړه کې پر ځړوند ټوپک مړه ايښي وي، خو په پوره بې وسۍ په پښتو ورته وايي: لاس مه اچوه!

خواله رسنیو کې د بهرنیانو پر ضد څرګندونو یا هم افغان عسکرو ته له مشورې وروسته دا ترکیب د تکیه کلام په ډول لیکل کېږي.

که «لاس مه اچوه!» په خواله رسنیو کې وپلټل شي، نو ځينو د خپلو شعرونو ردیف جوړ کړی او ځينو يې بیا ویډيويي تمثیلي پارچې جوړې کړې دي.

د محمد فیصل کاروان په نوم یو تن پر همدې شعر لیکلی او پخپله فیسبوک پاڼه يې خپور کړی دی:

پام کوه معـاش مـې خرابـیږي، لاس مه اچوه
کـور مـې له لـوږې تالا کـیــږي، لاس مه اچوه

نور دي بیا داسې خدمت نه کړي، لاس مه اچوه
دوي د میرویس لمسي یادیږي، لاس مه اچوه

«افغان سرباز» فیسبوک پاڼې بیا د همدې ویډويي کلیپ په غبرګون کې هغه ويډيو خپره کړې چې افغان عسکر په بازار کې یو تن ولسي وګړی په جېب کې د کلدارو ساتلو له امله وهي.

له دې ویډيو سره يې په تمسخري ډول لیکلي: «لاس مه اچوه! دا چا ویل چې زموږ سربازان ډارن دي؟ هغه خو خارجي دوست و، د احترام له وجې سرباز څه نه ورته ویل، وګورئ نن مو خپل افغان څنګه په بازار کې په څپیړو تیر کړ، د ظالم بچي سره پوره اتلس سوه پاکستانۍ روپۍ وې نو موږ ویل تر دې غټ د ترهګرۍ ثبوت نشته پرې راباندې کړئ!»

شاعر او د خواله رسنیو فعال اکرام الدین مفتون له نن ټکی اسیا نه په مننې دا ویډيو کلیپ شریک کړی او ورسره لیکلي يې دي: «دا هغه افغان عسکر دی چې د خپلو غريبو افغانانو په کورونو چاپې وهي شهيدانوي يي او په ډېره سپين سترګۍ خپل افغانان ځوروي، هغه افغانه مور او پلار چې د خپل بې ګناه بندي بچي پوښتنې ته پلچرخي يا بل کوم زندان ته ورشي نو هم همدغه عسکر يي ځوروي پيسې ترې اخلي ډېر سپک انداز او سپکه رويه ورسره کوي، خو دلته بيا وګوره امريکايي عسکر ورته دکې ورکوي کنځا ورته کوي او افغان عسکر ورته وازه خوله ولاړ دى!»

د کابل پوهنتون استاد ډاکټر فیض محمد ځلاند بیا د عطامحمد نور او ارګ تر منځ ناندریو کې د امریکا د سفارت منځګړيتوب په اړه لیکلي: «د امریکا سفیر د منځګړتوب ټټر وواهه، هر څه به تر کنترول لاندې شي. خو، پلیز! لاس مه اچوئ!»

«لاس مه اچوه!» ویډيو کلیپ یوازې د نن ټکی اسیا پر پاڼه په دریو ورځو کې تر سل زره ځله ډېر لیدل شوی، تر دوزه زره ځلې ډېر خوښ شوی، تر یوولس سوه پنځوس ځله ډېر شریک شوی او تر پنځو سوو پورې څرګندونې پرې شوې دي.

پر دې سربېره پر همدې ترکیب «لاس مه اچوه!» لسګونه فیسبوکي ادرسونه جوړ شوي چې ډېری طنزي مواد خپروي.

پر دې ویډيو کلیپ څرګندونو کې افغان عسکر ته مبصرین په غوسه ښکاري او ګڼو يې همدا غوښتنه کړې، چې په غاړه ټوپک دې نو بیا د څه لپاره ځړولی دی؟

فرید مجاهد په دری ژبه تبصره کړې او لیکلي يې دي: « زما په ګمان ټوپک دې مرمۍ نه پچې خوري، او د خدای بنده خو په دې خنځير شاجور خالي کړه، دې دنیا کې به هم قهرمان شي په اخرت به هم شهید، هی بېغرته!»

که څه هم دغه لنډ ویډيو کليپ د افغان عسکرو د زرګونو رسنیزو بې وسیو یوه نمونه ده، خو د دې کليپ دومره شهرت ښايي د دې جالب عنوان له امله هم وي.

د پوځي شنونکو په باور د بهرنیو عسکرو له لوري دا ډول چلند پر افغان عسکرو د افغان ولس باور نور هم له منځه وړلی شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
نورالدین

عطاءنور خو ھم وویل چی استعفا نہ ورکوم خو خاریجیان دی لاس نہ اچوی

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x