افغانستان

پکتیکا: په زیړوک په دوو بریدونوکې درنه مرګ ژوبله اوښتې

تېره نیمه شپه د پکتیکا د زیړوک ولسوالي په ودانۍ او دریو پوستو د طالبانو له خوا بریدونه وشول چې نږدې پنځه ساعته يې دوام وکړ.دولتي مسوولین وايي چې په یاده جګړه کې يې پنځه ویشتو طالبانو ته مرګ ژوبله اړولې ده او په خبره يې ماتې سره يې مخ کړي دي.

بل خوا طالبان دخپلو دیارلسو تنو ملګرو د له منځه تلو مني او وايی چې په یاده اوږده جګړه کې يې درې پوستې له منځه وړي، چې شل پولیس يې وژلي، پنځلس ټپیان او پنځه نور يې ژوندي له ځان سره وړي دي.
دسیمې عینې شاهدان هم دامني چې ولسوالۍ ته څېرمه دفاعي پوستې له منځه وړل شوې اوسهار ترې لوګي پورته کېدل.
همدارنګه طالبان وايي چې نن سهار يې د دې ولسوالي په منځکي سیمه کې د پولیسو  او اردو په کتار برید کړی چې پنځه موټر يې تخریب کړي او پنځلس عسکر يې وژلي دي.
ځايي دولتي مسوولینو د نن سهار د دې برید اړوند تراوسه څه نه دي ويلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x