نړۍ

مهمند ایجنسي: د افغانستان څخه په ډزو ۳ پاکستاني عسکر وژل شوي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲ مرغومي، ۱۳۹۶ل): د پاکستان د پوځ رسنیز دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې تېره ورځ ددوی د ایف سي ځواک ۳ تنه عسکر د افغانستان له لوري په ډزو ووژل شول.

خبرپاڼه کې ویل شوي چې دغه عسکر هغه مهال ووژل شول کله چې يې د افغانستان سره پر پوله یوه نوې پوسته جوړوله او د افغانستان څخه راغلیو وسلوالو باندي ډزي وکړې چې په ځواب کې دوی هم ډزي وکړې او ۵ تنه وسلوال یې ووژل.
د پوځ رسنیز دفتر په خپله خبرپاڼه کې ویلي چې وسلوالو خپل مړي او ټپيان له ځانه سره یو وړل.

رسنیز دفتر (ISPR) ویلي چې د پاکستان ځواکونه د افغانستان سره پولې ته نیژدې ځکه قرباني ورکوي چې د افغانستان په اړخ کې داسي سیمې شته چې هلته د حکومت واک نشته او یا په کافي اندازه پوځ نه دي ګمارل شوي.

د یادونې وړ ده چې تېره میاشت هم دوه پاکستاني پوځیان په باجوړ ایجنسي کې ووژل شول چې له هغه وروسته پاکستاني پوځ د افغانستان اړخ ته راکټونه را ویشتل پيل کړل چې له امله یې خلک له خپلو کورونو هجرت ته اړ شول او یو شمیر کسان مړه او ژوبل هم شول.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الجاج استاذ بیانزی

د خبر عنوان کی دری او تقصیل کی یی پنځه کسان ښود ل شوی یعنی د خبر درواغ له همدغه ځایه معلومیږی چه دا خبر د لوی دجال په دستور د کابل او اسلام اباد غلامانو په تفاهم مصنوعی د دی له خاطره جوړ شوی چه د افغانستان حکومت خپلو عسکرو ته څه ناڅه مورال ورکړی چه مونږ خو ځانله خبل اولس نه بلکه د پاکستان فوخ هم وژنو ، حیرانوونکی ده ، چه د پاکستان په اړخ همدغه پنځه عسکر وو چه هغه وویشتل شول د دفاع د پاره نور نه وو پاتی او یا د افغانستان اړخ کی… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x