افغانستان

د افغان – ترک ښوونځيو د همغږۍ مشر لا هم زنداني دی

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲مرغومي، ۱۳۹۶ل): په افغانستان کې د افغان – ترک ښوونځيو د ښوونیزو چارو د همغږۍ امر لا هم له زندانه نه دی خوشي شوی.

دوه اوونۍ وړاندې د ملي امنیت کسانو د کابل په تایمني کې د افغان – ترک ښوونځي د نجونو پر لیلیه چاپه واچوله او درې ساعته پکې پاتې شول.

تر دې یوه ورځ وړاندې يې د افغان – ترک ښوونځي څلور تنه ښوونکي ونیول چې د ښوونیزو چارو د همغږۍ امر يې لا هم زندان کې دی.

د دې ښوونځيو د والدینو شورا وايي یلماز ایتین له لسو ورځو راهیسې زنداني دی او هیڅ درک يې نه لګېږي.

د دوی په قول امنیتي ځاکونو د نوموړي پاسپورت اخیستی او د هغه د کورنۍ غړي يې هم زنداني کړي دي.

د والدینو شورا د تېرې پنجشنبې په ورځ خبرې ناسته کې امنیتي ځواکونه ملامت وبلل، چې په وینا يې لا يې هم د خپلې چاپې او د استادانو د تښتولو لپاره قانع کوونکي دلایل نه دي وړاندې کړي.

د دې شورا غړي کبیر رنجبر افغان ترک ښوونځي هغه ښوونیزې ادارې یادې کړي چې زده کوونکو يې د نړۍ په سطحه هېواد ته مډالونه راوړي دي.

افغان – ترک ښوونځي وروسته له هغه د امنیتي ځواکونو له لوري څارل کېږي، چې د دې ښوونځيو مالي ملاتړی فتح الله ګولن د ترکيې په ناکامه کودتا کې شریک وبلل شو، ترکي ولسمشر غږ کړی و، چې د ترکي ښوونځيو چارې دې ودرول شي.

نږدې دوه ویشت کاله وړاندې په شبرغان ولایت کې لومړنی افغان – ترک ښوونځی پرانیستل شو، چې اوس يې د هېواد په کچه شمېر دوولس بابه ښوونځيو ته رسېږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x