افغانستان

فراه: د ملي اردو د هاوان مرمۍ د يوې کورنۍ پنځو غړو ته مرګ ژوبله اړولې

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲مرغومي، ۱۳۹۶ل): د فراه ولايت په بالابلوک ولسوالۍ کې په يوه کور د هاوان مرمۍ د لګېدو له کبله پنځو ملکي کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د فراه د والي وياند محمد ناصر مهري وايي، د يادې ولسوالۍ د شيوان کلي پر يوه کور د هاوان مرمۍ لګېدلې په ترڅ کې يې دوه مېرمنې وژل شوي او د همدې کورنې درې تنه نور ټپیان دي.

که څه هم د والي وياند وايي، مرمۍ د طالبانو له لوري وار شوې ده، خو طالبانو د چارواکو دغه څرګندونې رد کړي او دا يې د دولتي ځواکونو کار بللی.

ځايي اوسېدونکي وايي، لومړی په سيمه کې د طالبانو او دولتي ځواکونو تر منځ نښته وشوه او وروسته دغه پېښه رامنځته شوې ده.

د شيوان کلي يو تن اوسېدونکی سراج احمد وايي، هاوان مرمۍ د ملي اردو له نږدې قرارګاه څخه وار شوې زياتوي چې د يوې کورنۍ دوې مېرمنې وژل شوي او د يو نارينه په ګډون دوه ماشومان ټپيان دي.

وخت ناوخت د طالبانو او دولتي ځواکونو تر منځ په نښتو کې ملکي کسانو ته مرګ ژوبله اوړي چې دواړه لوري يې پر يوبل مسئوليت اچوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x