ولې مونږ یو دبل پښې وهوو؟!!

لیکوال: صفي الله “رائد”

نه پوهېږم چې د یوه په سپکه کې دبل څه وي. دهغه په ورکه کې د دې بل څه دي؟!!!

د یو مؤمن ورور په سپکه کې زمونږ څه ګټه ده؟ څه ترې لاسته راوړوو؟.
ولې یې ورکه او سپکه غواړو او ولې د ځان هسکه دبل ټيــټه غواړو او ولې یې تل غیبت،سپکه او تهمت کوو ـ ولې یې پښې وهوو؟؟؟

آخر کله مو هم په دې اړه فکر کړی؛ چې موږ څه غواړو او څه کوو؟!!

هدف مو څه، موخه مو څه او کوم خوا روان یو؟!!

ولې د بل په حسد کې دومره سرګردان یو؟!!

نه هېڅکله هم نه!

مونږ هېڅکله هم دا فکر ندی کړی، چې څه شي ته پېدا او څه ته راغلي یو ـ چاپسې ځو، چاپسې تللي یو؟!!

داچې پرون پېدا،نن بیا ځلمي او سباتللي یو؛ اې! نو چې ژوند مو دومره لنډ دی؛ بیا پر څه ښاغلي یو؟؟؟
په څه ارزښت لرو، په څه قیمتي شوي یو؟!!!

پوهېږې! ها چې قیمت لري، ارزښت لري؛ تقوای به لري، ترڅنګ کې ښـــه به لري، زهد او وفا به لري.
خلکو سره ښـه به کوي ـ بد به نه وي. دچا غیبت، دچا تهمت، چاپسې بد به نه کړي.

هو! ها چې ښاغلي دي؛ وقار به لري، چاکې به کار نه لري. بس یو خپل کار به لري، ځانته روزګار به لري. کلي کې دوست به لري، یار به لري.

خو! مونږ د خپل کار پر ځای بل کې کار لرو او تل د بل پښې وهوو!.

ښو پسې تهمت کوو ـ د ښو خلکو غیبت کوو. نه یار پېژنو، نه اغیار. نه دوست پېژنو، نه دیوس. له دووس مو دوست جوړکړی. اغیار ته یار وایو، یار ته اغیار.

خاورې به ښه ورځ ولرو او خاورې به ښاغلي شو.

هو! سمېدلی شو؛ که مو زړونه سم کړل، که مو نظرونه سم کړل او بلآخره که مو نیتونه سم کړل. هو! که مو ځانونه سم کړل.

الله تعالی مو دې نور له بدو اعمالو او افعالو وساتي. امین.

avatar
3 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
mha
میلمه
mha

This is called hate and is Psychiatric disease in some countries white people do not like darker people.

مجيب الرحمان
میلمه
مجيب الرحمان

څومره ښکلې ليکنه او پر ځاى اقدام، اوس وخت رارسېدلى چې دغسې ليکنې ټولنې ته، خپلو ترمنځ ملګرو دوستانو، په مخامخ ځايونو کې او داسې نورو د تماس نظر خپرولو په پاڼو کې شريک کړو. رائد صيب هر څوک چې يې قلم مو تاند فکر مو روان اوسه. يو ځل بيا مننه

الجاج استاذ بیانزی
میلمه
الجاج استاذ بیانزی

مونږ ولی یو د بل پښی وهو ؟ دا یوه ډیره مهمه پوښتنه ده په ځکه باید ځواب شی : ځـــــــــــــــــــــــــــــــکه : دا ځکه چه زمونږ ځینی د یو څو ډالرو له امله له مونږ پردی شوی مونږ او ځان په نورو خرڅوی او خرڅ کړی حتی ځان او ناموس هم پلوری ، په شکاره یی تری د خان او ناموس پلورلو د پاره قضایی مصونیت هم تر لاسه کړو ( اشغلګر چه څه کوی مقاومت خو پریږده دوی د شکایت حق هم نه لری ) دوی بی غیرته ، بی ایمانه او بی وجدانه دی فران کی ورته د… نور لوستل »