همدا نن ورځ دی ورځ ده

time_managementچی کله درباندی سهارسو نو دماښام انتظارمه کوه، ستا ژوند دانن ورځ دی ،نه هغه پرون چی دخپل خیر اوشر سره ولاړی او نه سبا چی تراوسه لانده راغلې.

هغه نن ورځ چی همدا اوسی یې ته دلمر ترسایې لاندی ناست یې اوپرتا ورځ راختلی ده فقط همدا ستاورځ ده خلاص ستا ټول ژوند یوه ورځ دي  نو ته په خپل زړه کی ودی خبری ته ځای ورکړه چی ستا ژوند همدا نن ورځ دی ګواکی ته په همدی ورځ پیدا سوی او هم په دی ورځ مری .

نو خپل ژوند دی دتیر وخت په یادو ،غمو ، ناخوالو او دراتلونکی وخت په امیدنو اوبیرونکی زندی کولو باندی مه بربادوه .

نو دنن ورځی لپاره خپل ټول توان او طاقت صرف کړه او دنن ورځی لپاره خاماخا ښه په خشوع او خضوع سره لمونځ ،په ښه تدبرغور  اوفکرسره تلاوت او ښه په حضورسره ذکر وکړه،په کارنوکی ښه اعتدال، په خپلو اخلاقوکی سمون او اصلاح راوله اوپه خپل قسمت باندی راضی سه. دبدن ساتنه دی وکړه   او ونوروته ګټه ورسوه.

دغه نن ورځ چی ته دا اوس پکښی ژوندکوی نو دهمدی ورځی ساعتونه وویشه او د دقیقو څخه  یې کلونه او دثانیو څخه  یې میاشتی جوړی کړه ، ښه کارونه پکښی وکړه ،ښه اخلاق پکښی وکړه ، دخپل رب نه دګناهونو مغفرت وغواړه او دخپل رب ذکروکړه ،دکوچیدلو لپاره دی تیاری ونیسه .

دانن ورځ ښه په خوشحالی  په امن او سکون  سره تیره کړه په خپل رزق په خپلو کوچنیانو ،په خپلی وظیفی، په خپل کور په خپل علم راضی اوسه

 فَخُذْ مَآ آتَيْتُكَ وَكُنْ مِّنَ الشَّاكِرِينَ سورة الاعراف آية (١٤٤)

ژباړه: نوونيسه !هغه څه چى درکړى مى دى تاته او اوسه له شکر ايستونکو .

نو ته نن خپله ورځ په ښه آرامتیا بیله کومی پریشانی ،بی اطمینانی ،کینی ،حسد نه تیره کړه

اوته ضرور دخپل زړه پرتختی او پر خپل دفتر باندی یوازی همدا عبارت ولیکه:  (دا نن ورځ دی ورځ ده،) today is your day, الیوم یومک

که ته نن ښه ګرمه چربه اوخوندوره ډوډی وخوری دپرون وچه ډوډی یا دسبا غائبه او نامعلومه ډوډی تاوان دررسوی ؟

که ته نن ښی یخې پاکې اوبه وچښی  نوولی دپرون پرتروو اوبوغمجن او دسبا دګرمو او بد بویه اوبو په اړوند خفه یی.

که ته په قوی نه ماتیدونکي سختی ارادی سره دخپل ځان سره رښتیا ووایی نو لازما به دا نظریه ومنی چی بیله نن څخه په دی دنیا نورزه ژوند نه لرم

که ته دنن  هره لحظه دخپل کارپه جوړولو ، او وخپل کارته په وده ورکولو اودهغه په پاکولو باندی مصروفه کړی اود خپل ځان سره داووایی چی یوازی دنن لپاره به زه نورخپلی خبری مهذبوم فحش اوفجوربه نه وایم ،غیبت او ښکنځل به نه کوم ،یوازی دنن لپاره به خپل کور دفتر او کارونه ښه په ترتیب او نظم سره برابروم ،ګډوډی اوسرچپه توب به نه وی بلکه تنظیم او ترتیب به وی .

اوهمدا نن ورځ زه ژوند کوم نو نن به دخپل ځان ، کالو دنظافت اهتمام کوم او دخپل ځان په اصلاح اوسمون کی به فکرکوم اوپه خپلو خبرو تګ اوحرکاتو کی به توازن راولم

یوازی دهمدی نن ورځی لپاره زه ژوند کوم  نو دخپل رب په طاعت اوبندګی دخپل لمانځه په ښه توګه ادا کولو او دنوافلو په توښه درلودلو ، دقران کریم په تلاوت او دکتابونو په مطالعه کولو او دهغود ښوخبرو په یادولوکی به پوره پوره کوښښ کوم .

زه دنن ورځی لپاره ژوندئ یم نو په خپل زړه کی به خیر اوښیګنه کرم او دخپل زړه نه به دشر اوبدۍ درخته سره دخپلو ازغنو ښاخو باسم چی هغه کبر، عجب، ریا، حسد او بدګمانی ده .

بس همدانن زه ژوندئ یم :

نوونوروته به ګټه وررسوم ، ښه اخلاق به ورسره کوم ، دمریض پوښتنه به کوم دجنازی سره به ملګری کیږم ،ورک سړی ته به لاره ورښه یم ،یووږي سړی ته به ډوډی ورکوم ،دمصیبت زده سره به دمصیبت په اخستلو او لیری کولوکی کومک کوم ،دمظلوم سره به دریږم ، دضعیف سړی شفاعت به کوم ،دغمجن سره به غمرازی کوم ،دعلماؤاحترام به کوم ،په کوچنیانو به رحم اوشفقت کوم ،اودلویانو اوسپین ږرو به عزت کوم .

زه فقط دهمدی نن ورځی لپاره ژوند کوم :

نو ائ تیره وخته ولاړی ختم سوی نو دخپل لمر په څیرته هم ولویږه . زه پرتا هیڅکله نه ژاړم اونه به می ووینی چی یوه لحظه دی ستا ترشا ولاړیم ځکه تاخو موږ پریښودلو زموږ څخه دی دهمیشه لپاره کوچ وکړ او هیڅکه بیا نه راځی .

ائ راتلونکیه : ته خو تراوسه دغیب په عالم کی یی نوزه د خوبو سره سر وکار نلرم ، نه خپل ځان په اوهامو او خیالونو باندی خرڅولی سم او نه دمفقود او وورک شی میلاد  لمانځلای سم ځکه سبا هیڅ نه ده ولی تراوسه پیداسوی هم نه ده .

نو ائ انسانه ورځ دی نن ورځ ده

دا د نیکبختی په قاموس کی دهغه چا لپاره چی خپل ژوند په ښايسته او ښکلی صورت تیرول غواړی یوه ښايسته  کلمه ده.

————————-

لیکوال: د. عایض القرني، کتاب: لاتحزن

ژباړه: مولوي نور الباقي



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.