نړۍ

عراق:‌د ولسمشر جلال طلباني پر پلویانو چاودنې، ۲۵ کسان ووژل

نن ټکی آسیا: د عراق په یوه کرد مېشت سېمه کې ولسمشر جلال طلباني د پلویانو پر یوه لاریون باندې په چاودنه کې ۲۵ کسان وژل شوي او کابو دېرش نور ټپیان شوي.
چاودنه وروستهله هغې  را منځته شوه، چې کله د کردستان د سېمي خلکو ولسمشر جلال طلباني په ویډيو کې په داسې حال کې ولید، چې په جرمني کې یې د پارلماني ټاکنو لپاره رایه اچوله.

د یادونې وړ ده ، چې جلال طلباني د ۲۰۱۲ په وروستیو کې د زړه د حملې له کبله جرمني ته لاړ او تر اوسه پورې هلته تر درملنې لاندې دی. نوموړي په دې ویډیويي کلیپ کې د عراقي سبانیو پارلماني ټاکنو ته خپل پلویان وهڅول او د پراخ ګډون غوښتنه یې ترې وکړه.

ویل کېږي، چې د طلباني نورو پلویانو په ځینو نورو ښارونو کې هم لارو کوڅو ته راوتلي او خوښۍ يې کولې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x