د کورنیو چارو د عطاء محمد نور دوو امنیتي پلويانو د جزا ورکولو ډاډ ورکړی

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲ مرغومي، ۱۳۹۶ل): د کورنیو چارو وزارت مسوولین وايي، د عطاء محمد نور د دوو امنیتي پلویانو ته به قانوني جزا ورکړي.

د دغه وزارت د ویاند مرستیال نصرت رحیمي وايي، د بلخ د عامه نظم قومندان او د بلخ د پولیسو د امنیت امر له قانون څخه سرغړونه کړې او د کورنیو چارو وزارت د قانون په چوکاټ کې دغه موضوع په جدي ډول تر څېړنې لاندې نیولې ده.

د رحیمي په خبره، جنرال حسیب الله قریشي او عبدالرزاق قادري د یوه سیاسي جریان او شخص ملاتړ کړی، چې د قانون له مخې امنیتي مسوولین د هېڅ سیاسي جریان او سیاسي اشخاصو ملاتړ نه شي کولی.

د بلخ د عامه نظم د پولیسو قومندان حسیب الله قریشي د عطاء محمد نور په پلوۍ جوړه شوې غونډه کې ویلي وو، چې د بلخ پولیسو په استازیتوب هر ډول قربانۍ ته چمتو دی او ان خپله جنرالي او رتبه به هم له نور نه قرباني کړي، څو په خپله دنده پاتې شي.

د کورنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال زیاتوي، دواړو چارواکو ته یې اخطار ورکړی او د ورته کړنو د تکرار یې ورته ویلي دي.

د بلخ د ګوښه شوي والي او ارګ ترمنځ له تېرې اوونۍ راهیسې لانجه پر خپل ځای پاتې ده.
ارګ یې د ګوښه کولو ویلي؛ خو د جمعیت اسلامي ګوند او نور تراوسه خپله استعفا نه ده منلې.
د تېرې پنجشنبې په ورځ د جمعیت اسلامي ګوند ویلي وو، په هغه صورت کې به عطاء محمد نور خپله استعفا ومني، چې پر ځای یې د ولسي جرګې غړی فرهاد عظمیي د ده ځای ناستي وټاکل شي.

د کورنیو چارو وزیر ویس احمد برمک هم تېره ورځ ویلي وو، چې حسیب الله قریشي او عبدالرزاق قادري د پولیسو او قوانیو څخه سر غړونه کړې او سزا به ورکړل شي.

د برمک په خبره، پولیس د چا د پلوی او مخالفت حق نه لري او باید بې طرفه وساتل شي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د