شعـــــرونه

نن یې دنګ چنار شهید کړو

حمزه حسیني

نن یې بیا نښتر مات کړی،نن یې دنګ چنار شهید کړو
نن شین ګلبڼ تالا کړ، نن یې بیا مالیار شهید کړو

نن وحشي درندګانو د سرو وینو سېلاب راووست
نن یې تورتم مېلمه کړی،نن یې روڼ سهار شهید کړو

نن یې بیا الـــــــــهي کور دی په بمونو نــــــــړولی
نن یې بیا ممبر لوټ کړی، نن یې بیا منار شهید کړو

نن یې بیا کړې میندې بورې، نن کړلې ناوې کونډې
نن یې بیا زړونه ازار کړل، نن یې بیا نګار شهید کړو

نن یې بیا اقصي کړه غصبه، نن یې بیا قران سوځلی
نن یې بیا عالم ټپي کړ، نن یې بیا دستار شهید کړو

نن یې بیا د وخت بلال دی په سرو شګو څملولی
نن یې ګونګه اذانګه کړه، نن یې حق ګفتار شهید کړو

نن یې بیا له(حمزه)کوچ کړې څو ځوانۍ د ابد لور ته
نن یې یار ورته ویشتلی،نن یې سپین رخسارشهیدکړو

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x