دیني، سیرت او تاریخ

په اغوستلو کې له ښي اړخ شروع کول

دکتور کفایت الله وردګ

کله چې انسان جامه آغوندي نو سنت داده چې په ښي طرف شروع وکوي د مثال په ډول اول ښی لستوڼی بیا چپ اوله ښی پایڅه بیا چپه اول ښی پایزار بیا چپ رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایی : إِذَا لَبِسْتُمْ وَإِذَا تَوَضَّأْتُمْ فَابْدَءُوا بِأَيَامِنِكُمْ.

ترجمه : کله چې تاسې جامه آغوستله او اودس مو کولو نو په ښي اړخ باندې شروع کوئ .

د حضرت عائشې رضی الله تعالی عنها څخه روایت دی فرمایی : کان رسول الله صلی الله علیه وسلم یحب التیمن فی تنعله و ترجله وطهوره و فی شانه کله . متفق علیه

ترجمه : رسول الله صلی الله علیه وسلم به وو چې هغه به له ښي اړخ نه شروع کول خوښول په څپلیو پښو کولو کې په سر ګمنځ کولو کې ، په پاکي کې او په خپل هر کار کې .

یاد ګېرنه : دا لړۍ مونږ ددې لپاره شروع کړې چې تر تاسې پورې یو سنت در ورسیږي ، که لتاسې نه هېر شوي وی در په یاد به شي ، که تاسې ته په یاد وي ستاسې لپاره به تکرار شي او که ستاسې نه وو زده دا به ستاسې لپاره نوي او مبارک معلومات شي د صدقه جاریه په نیت یې له خپلو ملګرو سره شریکول او ثواب ګټل یې ستاسې کار دی .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x