افغانستان

کندز: بې وزله مور خپل پلورل شوي ماشومان بيرته غواړي

نن ټکی اسيا: کندز ولايت کې هغه بې وزله کورنۍ چې وړمه ورځ يې د ډېرې بې وسۍ له امله خپل دوه ماشومان پلورلي وو؛ له دولته غوښتنه کړې، چې د خپلو ماشومانو په بيرته سپارلو کې دې ورسره مرسته وکړي.
د يادونې وړ ده، چې وړمه ورځ د کندز چهادرې ولسوالۍ کې يوې ښځې خپل دوه ماشومان په ۱۲ زره افغانۍ پلورلي وو.
دغې مېرمنې ويلې، چې خاوند يو کال راهيسې د کندز مرکزي زندان کې بې محاکمې پروت دی او د خرڅ وخوراک يې څوک نه و، نو خپل دغه کوچنيان و پلورل.
دکندز د کار او ټولنيزو چارو رياست ويلي، چې کوښښ کوي، دغې مېرمن ته خپل ماشومان و وسپاري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x