ټکنالوژي

د نړۍ تر ټولو زیات پلورل شوی موبایل

نن ټکی آسیا: آيا پوهېږئ، چې د نړۍ تر ټولو زیات پلورل شوی مبایل به کوم وي؟. نوکیا،آی فون او که ګلیکسي. ښایې هېښ شئ،چې خلک به په کوم مبایل پسې لېوني وي.

که څه هم نن سبا د ګلیکسي او  آی فون بازار ګرم دی؛خو د نړۍ تر ټولو زیات پلورل شوی مبایل، که تر ټولو زیات ارزانه هم وبلل شي، مبالغه به نه وي.

د نړۍ تر ټولو زیات پلورل شوی مبایل د نوکیا ۱۱۰۰ ماډل مبایل دی، د شهرت او خوښونې ستر راز یې ټېټه بیه ده.

د مبایل ځانګړتیاوې دا وي، چې لیک یې په څلورو کرښو کې ښکاره کاوه، ریزولشن یې 96×65 وو.

دا مبایل یوازې او یوازې د اړیکې نېولو او پیغامونو د لېږد را لېږد لپاره ؛خو د لوبو لپاره پکې دوه ګېمونه هم وو،چې مشهور یو یې د مار هغه و.

د نوکیا ۱۱۰۰ مبایل ۲۵۰ میلیون سیټونه تر اوسه پورې پلورل شوي.په داسې حال کې، چې آی فون ایس ۵، ۱۰۰ میلیون سيټونه پلورل شوي.

د سرچينې په باور، ښایې هغه ورځ ډېره را لنډه وي، چې پکې آی فون د نړۍ تر ټولو زیات پلورل شوی مبایل وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x