شعـــــرونه

اته څلوېښتمه آنلاین في البدیهه مشاعره

مستور مجاهد

د تېرې جمعې د شپې آنلاین في البدیهه مشاعره چې د ښاغلي عرفان الله عرفاني صاحب د فېسبوک پر دېوال تر سره شوه، دا ځل مشاعره پدې شکل وه چې هر شاعر به شپږ بیته غزل د مطلع په وزن، قافیه او ردیف مطابق لیکي د مشاعرې ټوټل وخت څلوېښت دقیقې ټاکل شوئ وو اکثرو وکولی شول چې په ټاکلي وخت کې یې شپږ بیت غزلونه ولیکل چې په لاندې ترتیب يې کتلی شئ.

د معمول سره سم دا دی مشاعره د ښاغلي شرافت (ویاړ) صاحب د شعر په مطلع پیلوو هر ملګری دې شپږ بیته غزل په همدې قافیه او ردیف ولیکي د مشاعرې ټوټل وخت ۴۰ دقیقې دی پیل ۷:۳۰ پای ۸:۱۰ د افغانستان پر وخت.

احمد جمال:
د جانان څنګ تـه وصال له خدایه غواړم د دیدن زرغون دسمال له خدایه غواړم

ــــــــــــــــــــ

عبدالباقي مهاجر

پر ما ګران لکه غاټول د پسرلي دی
ورته شه د مینې شال له خدایه غواړم

تل دې وي د غرو په ډډو کې جانان مې
ورته دغه د زړه سوال له خدایه غواړم

ورنه ځار به زخمي زړه کړمه په مینه
داسې یار لکه هلال له خدایه غواړم

په ښایست پسې يې دومره لیونی یم
صفا مینه ده بلال له خدایه غواړم

پاکه وي چې پرې نري نري ګردونه
مجاهد یار ته رومال له خدایه غواړم

مهاجر یې په هروخت کي له دښمنه
ښه محفوظ او ښه سمبال له خدایه غواړم

عمر کوچی

مينې درد دې په هرحال له خدایه غواړم
زه هم داسې يو كمال له خدايه غواړم

چې كافر يې له هيبته رېګدي رېګدي
مسلمان ته دا جلال له خدايه غواړم

چې بې فکره نه شم ستا له خواږه یاده
تاپه ژبه او په خیال له خدایه غواړم

کاشکې زه د تقوی دارو خلکو یار شم
سم په اوښکو لوند دسمال له خدایه غواړم

له شیطان سره مې نه رسي ضعیف یم
یو خاص فضل دا مهال له خدایه غواړم

غرنی به دا دعا په مینه کاندم
هر ملګری به خوشال له خدایه غواړم

—-

ثاقب ملنګ

د جهاد په هر ډګر کې چی کامران شم
داسی عزم کلک مرال له خدایه غواړم

په دښمن چی تندریز کوزار شروع کړم
زه هم توره او هم ډال له خدایه غواړم

د ژوندون په هر ساعت هره لحظه کې
تورو زلفو ته شمال له خدایه غواړم

مسته مینه می په زړه اوري را اوري
اوس هم مینی ته جمال له خدایه غواړم

د یارانو محفـــــلو ته چی روان شم
په محفل کې لوړ کمال له خدایه غواړم

چې د فتحو آواز خپور شي په هیواد کې
داسې ورځ او داسې کال له خدایه غواړم

—-

ظفر سالک

نه لرم کوم ارمان نور په زړه کې
د طالب رنګه جمال له خدایه غواړم

چی سنګر او وطن دواړه وساتمه
په تش لاس لوړ کمال له خدایه غواړم

شریعت او پاک قانون ته لارې څارم
د فاسق حکومت زوال له خدایه غواړم

په ویرجن او غمزده افغانستان کې
دعا کړم یتیم خوشحال له خدایه غواړم

ای د ډرون ګوزار خوړلیه مجاهده
یوه نښه دې دسمال له خدایه غواړم

د تیارو خزانه لرې رانه لاړ شه
د خوښیو سپین مشال له خدایه غواړم

چی طالب له جنګه هسکه غاړه راسي
ظفر يې داسی استقبال له خدایه غوام

——-

عزت الله عزت

سپین بیرغ هسک په شمال له خدایه غواړم
فدایي غوندې کمال له خدایه غوارم

د کافر په سینه ناست انتقام اخلم
دغه زور په لنډ مهال له خدایه غواړم

چې اقصی کې مې لاس بر شی په یهودو
دا همت او دا جلال له خدایه غواړم

چې تیارې د جهالت شې باندې ختمې
بل د علم سپین مشال له خدایه غواړم

د کافر یې په لیدو چې سترګې سوځي
دا مسلم امت بریال له خدایه غواړم

چې له خپل ځان نه دفاع کولای نشي
د کافر د زور زوال له خدایه غواړم

——-

انیس شینواری

چې د يار د زلفو ګرد ورباندې پاک شي
د سهار نری شمال له خدايه غواړم

چې د خښتو په ځای ګل وي پکې ايښی
بس د امن يو دېوال له خدايه غواړم

ځنګېدم به زه د بلې دنيا خيال کې
هاغه مست د فکر ټال له خدايه غواړم

لاس اوچت کړم د رب لور ته ښه په مينه
بس نور څه دي؟ خو کمال له خدايه غواړم

چې اغيارو ته درنې څپېړې ورکړي
غزنوي غواړم خوشحال له خدايه غواړم

چې مې مينه د زړه ماته شي (انيسه)
آذانـــونه د بــلال له خداېــه غواړم

—-

تڼیوال مفتون

اتحاد د مسلمانو کړې رامینځته
د الحاد مینځ کې جنجال له خدایه غواړم

شفاعت ته دې اړتیا لرم زړګیه
په محشر دې انډیوال له خدایه غواړم

امیران او پاچاهان مو بې احساسه
ورته لګ غضب جلال له خدایه غواړم

چې سبق د عاشقۍ ترینه حاصل کړو
یو عاشق لکه بلال له خدایه غواړم

چې تیارې مو له دې ګران وطن نه یوسي
سپین صبا او سپین مشال له خدایه غواړم

چې پر حق باندې لیکل وکړي مفتونه
حق قلم او حق لیکوال له خدایه غواړم

—–

مظلوم کوچی

د هیواد په تورو غرو کې رانه ورکه
ګل طالبه ستا احوال له خدایه غواړم

چې ازار شم د جانان پر پاکه مینه
ځان ستي لکه بلال له خدایه غواړم

زما غم مه کوه هر رنګه چې یمه
ګرانه یاره تا خوشحال له خدایه غواړم

مجاهده خدای دې مه راوله شاته
تل دي دغسې فعال له خدایه غواړم

رانه لرې یې په ویښه دي نه وینم
په خوبو کې دې وصال له خدایه غواړم

چې (مظلوم) یې شي له ظلم نه بیغمه
کبرجنو ته زوال له خدایه غواړم

—–

جواد مل

د ملنګ په شان چي څيري ګرېوان ګرځم
ازادي او استقلال له خدايه غواړم

داسې نه ده چې په ژوند باندې پوه نه یم
خو د ژوند اصل کمال له خدایه غواړم

د کلینشيف او د سينګار کیسه کي نه یم
زه و خدای ته خوښ جمال له خدايه غواړم

قندهار او هلمند اوس هم د ځان شمارم
دا لګیا چي یم شمال له خدایه غواړم

نه د زور او نه د زرو په مټ جنګ کړم
تل نصرتِ ذوالجلال له خدایه غواړم

جوادمل دعا کوم چي وخت وي پاته
په همزولو کي ځان سیال له خدایه غواړم

—-

صحرایي زلمی

په پرهر ځیګر رېګمال له خدایه غوارم
شهادت رنګین دسمال له خدایه غوارم

چې په خوله مې د رفیق اعلی نعرې وي
رفاقت د ذوالجلال له خدایه غوارم

شرق او غرب چې مې ګوا په خپلواکۍ وي
یو سپیڅلی استقلال له خدایه غوارم

د جانان په یاد چې تل وي ژړه غونې
په عینینو کې زلال له خدایه غوارم

په عجم کې هجرانونو لولپه کړم
د عرب جانان وصال له خدایه غوارم

د ابرار سترګې لمدې په سپین قرآن کړه
په قرآن باندی کمال له خدایه غوارم

——

عبدالحنان مجروح

چې لښکرې کړي تشکیل هند، اصفهان ته
پر افغان ثاني ابدال له خدایه غواړم

موږ اسانه وه بللې خو سختیږي
ازادۍ ته زرین شال له خدایه غواړم

چې یې مینه د مجنون تر مینې کم وي
دغه مینې ته زوال له خدایه غواړم.

زه دې مست مجنون بې هوش یم پروانشته
زما جانانه تا خوشحال له خدایه غواړم

چې یې زده کړي ټول عالم ته پدی خواست یم
طالب غوندې استقلال له خدایه غواړم.

منور چې کړي ظاهر او باطن دواړه
زه مجروح داسی جمال له خدایه غواړم

——

حافظ خالد

که مې وینه ستا په مینه کې فدا شي
بیابه هم عزم مورال له خدای غواړم

که منصور غوندې په دار شم دار مې خوښ دی
خو بس تابه تل خوشحال له خدایه غواړم

زما زړه یې زما ژوند یې ای رهبره
تل فاتح دې په هر حال له خدای غواړم

چې د یار تر منزل ستړی نه شم خدايه
تاته سوال کړم دا یو سوال له خدای غواړم

——-

خالد احمد صمیم

آزادي او استقلال له خدایه غواړم
د افغان وحدت په سوال له خدایه غواړم

چې دفاع له خپل هیواد او دین نه وکړم
اسپه زین توره او ډال له خدایه غواړم

د یرغل د ترږمۍ شپه چي سهار کړي
خوږ آذان نور د بلال له خدایه غواړم

لکه زما غریب هیواد چې یې پایمال کړ
آباد غرب داسې پایمال له خدایه غواړم

چې نثارمخلص خدمت د وطن وکړم
قوی عزم او مورال له خدایه غواړم

——-

تسل منیب

پنځه وخته دې طالبه په لمانځه کې
تل بر لاسى په دجال له خدايه غواړم

يرغلګرو او ملګرو ته يې هر وخت
شکستونه او زوال له خدايه غواړم

هرې خواته دې رپاند سپينه بيرغه
په جنوب ختيځ شمال له خدايه غواړم

په هر لوري چې خوشبو د پسرلي وي
ورک خزان او پشه کال له خدايه غواړم

چې پرې مينه د شهيد جانان کړم ماته
يو توکړه يې د دسمال له خدايه غواړم

د منيب په زړه بل هيڅ يو ارمان نشته
د جانان يو خوږ وصال له خدايه غواړم

——-

ابرهیم حنفي زرمتی

چې غلیم ورباندې مات کړو معرکه کښې
هغه توره هغه ډال له خدایه غواړم

پر مظلوم ملت کوې مدام ظلمونه
امریکه نور دې زوال له خدایه غواړم

چې تاریخ د اتلانو پرې ژوندی شې
دویاړونو ها مډال له خدایه غواړم

چې وطن مو شي نور خلاص له یرغلګرو
آزادي او استقلال له خدایه غواړم

وې مات کړې یې مدام کفري لښکرې
منصوري لښکر سمبال له خدایه غواړم

چې مې وزنګوې تل د عشق په سوچ کې
حنفي زه هغه ټال له خدایه غواړم

——-

خادم افغان

چې له حُسنه مې ښایسته ټوله دنیا شي
ګرانه حسن او جمال له خدایه غواړم

د عقبی ژوند چې مې ګل وې ھمیشه وي
خلکو داسې یو کمال له خدایه غواړم

چې لښکرې د سپین ستورو راپسې وي
پە قیامت کې ځان هلال له خدایه غواړم

چې په ذکر منور شي د پاک رب
خفه زړونو ته یو سوال له خدایه غواړم

چې د عفوې لاس راکش پر ګناهو کړي
قبلیدو ته دغه سوال له خدایه غواړم

چې د رب او د رسول مینه په زړه وي
خادم داسې په هرحال له خدایه غواړم

——-

ابو سهیل

چي یاران لکه ګلان رانه چاپیر وي
زه یو دغسې شمال له خدایه غواړم

فدائي چې په خوبونو کي دیدار کړي
زه ریاض صرف د اکمال له خدایه غواړم

چې یې خلک و ښکلا ته لاس په نام دي
د شهید د مخ جمال له خدایه غواړم

چې ساتنه مو د دین او د قرآن کړي
دغه ژڼي وسلوال له خدایه غواړم

چي اولس مو د غفلت له خوبه پاڅي
داسې چیغه د بلال له خدایه غواړم

چې حاصل پرې جنتونه او کوثر کړم
په ټټر د وېنو خال له خدایه غواړم

——

هاشم سادات

چې زما او ستا دیدن پکې اسان شي
نړیدلی دا دېوال له خدایه غواړم

خیر زما دې وي شلیدلې شړۍ داسې
ستا په سر باندې سور شال له خدایه غواړم

د اوربل ځونډي دې ګلې مړاوې مه شه
تل موسکی دې شینکی خال له خدایه غواړم

تا او ځان ته به دعا د دیدن وکړم
خو رقیب ته لوی اوبال له خدایه غواړم

زه دې خیر دی که غمونو کې راګیر یم
ګرانه تابه بس خوشحال له خدایه غواړم

زما هاشم په شونډو تل دغه دعا وي
د غریب کور کې مشال له خدایه غواړم

——–

همت کوچی

زه همدغسې خفه ښه یم جانانه
خو تا هر کله خوشحال له خدایه غواړم

د وطن نوم چې په ټول جهان اوچت شي
دې وطن ته استقلال له خدایه غواړم

وخته بیا چې د آذان په ځوږ راویښ شې
وخته بیا درته بلال له خدایه غواړم

د وحشت د تورو شپو په وینو سره نن
سپینه توره د هلال له خدایه غواړم

دا چې ته به مې لیدلو ته رادرومې
داسې ورځ خونو په سوال له خدایه غواړم

زه په نورو پسې نه ځمه کوچیه
زه جانان هم کلیول له خدایه غواړم

——

سیف الرحمن ځدران

په پنځه وخته لمانځه کې له پاک رب نه
ها له ننګ ډک کليوال له خدايه غواړم

بيا يې څه غوغا کړه ګډه په وطن کې
د دښمن کبر زوال له خدايه غواړم

ټول ژوندون مو له غمونو نه ډک شوی
بس نور امن سکون کال له خدايه غواړم

څه د غم ټغر خور شوی دی هر خوا ته
دا مظلوم ولس خوشحال له خدايه غواړم

بس همېش دې راته داسې يې طالبه
درته نور حسن جمال له خدايه غوړم

ستر مقام الله درکړی دی زګيه
په اخلاقو دې سمبال له خدايه غواړم

سپين نظام ته به تر مرګه انتظار يو
زه يې هر وخت په هرحال له خدايه غواړم

—–

جواد مصباح

چې جانانه ستا د سترګو انځورګر شم
پيره! داسې یو کمال له خدايه غواړم

چې په دوو شپو کې فاتح د خراسان شې
ګوره بل داسې مثال له خدايه غواړم

خدای منې کنځل يې ښې راباندې لګي
له جانان سره جنجال له خدايه غواړم

چې نور غرب ورته سر ټيټی په ګونډو شي
مجاهد ته لوړ مرال له خدايه غواړم

چې نور زمونږه تياره لاره پرې رڼا شي
ګوره ګوره!! سپين مشال له خدايه غواړم

انګازې یې چې د فتحو آذان وکړي
بس نو يو حبشي بلال له خدايه غواړم

ای مصباحه شريعت چې پرې حاکم وي
نو په ژوند داسې مهال له خدايه غواړم

—–

انس افغان

چې نړۍ درته سلام کړي مجاھدہ
دنیاوال دې ټول پایمال له خدایه غواړم

چې ھوس واخلي زمونږه مړاوي زړونه
ازادۍ غږ ته بلال له خدایه غواړم

دا چې زه له تاریکیو الهام اخلم
ځان د سپینو ستورو سیال له خدایه غواړم

چې د دین او د وطن په مینه مست وي
داسی ښکلی کلیوال له خدایه غواړم

د سهار نسیمه ستا پر انتظار یم
د غازی اشنا احوال له خدایه غواړم

زه انس ورته دعا کړم له لمونځ وروسته
عرفاني اشنا خوشحال له خدایه غواړم

——

عمیر خوستی

چې فېسبوک مسېنجر دواړه پکې کیږي
خلکو دغسې جوال له خدایه غواړم

چې مې یو ځل تورو څڼو ته ټال ورکړي
یو ښایسته ښکلی شمال له خدایه غواړم

چې دښمن په جګ نظر راکتی نشي
دومره لوړ قوي مورال له خدایه غواړم

چې یې ولمانځو په سوبو خوشحالیو
داسې وخت او داسې کال له خدایه غواړم

چې یې صرف داستا رضا لپاره خرچ کړم
زه بس دغه رنګې مال له خدایه غواړم

چې تل کاندي ویر فریاد (عمیر خوستیه)
د غربیانو داسې حال له خدایه غواړم

—–

احسان الله انصار

د دنيا مسلمانان به په امان شي
کافرانو ته زوال له خدايه غواړم

زه به هر وخت کې دعا درته کومه
مجاهده تا خوشحال له خدايه غواړم

چې هميش په سنګرونو کې اوسيږي
ځکه ياره ستا احوال له خدايه غواړم

پاک الله ته چې قبول او بې ريا وي
زه به دغه شان اعمال له خدايه غواړم

دا ويده مسلمانان که پرې راويښ شي
يو اذان د خوږ بلال له خدايه غواړم

—–

عرفان بدري

چې هر وخت ديار په څنګ کې وم خندېږم
دا غمجن زړګى خوشال له خدايه غواړم

د هجران پر دښته ډېر يم ستړى شوى
نور د ګران جانان وصال له خدايه غواړم

ربه ما کړې بريمن درته زارۍ کړم
دښمنان ټول په زوال له خدايه غواړم

له بې ننګه زنده ګۍ ځينې مرګ ښه دى
د غيرت توره او ډال له خدايه غواړم

مسلمان چې وي خوشال شرعي فضاء کې
ډيموکراټ قشر ملال له خدايه غواړم

چې همرا راسره غم د امت يوسي
عرفان داسې انډيوال له خدايه غواړم

——

اجمل تاند

په زړګي کې مې ساتلي پټ آهونه
ستا دیدن او استقبال له خدایه غواړم

ملنګي یې پاچاهي ده زه پوهیږم
دطالب لالي کمال له خدایه غواړم

چې یې حورې په تندي ایږدي خالونه
دشهید رنګینه حال له خدایه غواړم

چې مې اوږد شولو سفر ستا په لټون کې
نور ددې سفر اکمال له خدایه غواړم

چې زما او ستا تر منځه شیطاني کړي
د هغه مخلوق زوال له خدایه غواړم

سپین بیرغ د امارت چې پرې رپاند شي
د افغان ملک استقلال له خدایه غواړم

——-

منصور افغان

چې په مینه د جانان زخمي زخمي شم
پروا نشته داسې حال له خدایه غواړم

چې د نور ډیــوه مې بله لکه لمر شي
داسی حُـسن او جــمال له خدایه غواړم

چی اخلاق او محبت می دومره زیات شي
داسې مینه او کمال له خدایه غواړم

چې مې شـونډې شي په ذکر منورې
زه هم دا غسې افعال له خدایه غواړم

عــباداتو کې چې ځانګم تر ســهاره
زه عاجز بس داسې ټال له خدایه غواړم

چی د زړه ارمان پوره دې شي منصوره
تل دُعـاوو کې دا سوال له خدایه غـواړم

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x