افغانستان

هرات: ۷۷ سلنه پراختيايي بودجه نه ده لګول شوې

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲مرغومي، ۱۳۹۶ل): د هرات چارواکو د روان کال له پراختيايي بودجې نه یوازې ۲۳ سلنه لګولې ده.

په ولسي جرګه کې د هرات د خلکو استازې ناهید فرید وايي د هرات ولایت ادارې «ټنبلې» دي او ويې نه شو کولی ټاکلی بودجه مصرف کړي.

د هرات دا والي ویاند بیا وايي د بودجې ناوخته لېږل د دې علت کېږي، سم لګښت يې ونه شي.

جیلاني فرهاد وايي د راتلونکي مالي کال د ماليې په رالېږلو کې دې د ولسي جرګې غړي له دوی سره مرسته وکړي.

خو ناهید فرید بیا وايي دوی باید د کال په اوږدو کې موږ ته شکایت کړی وای، د هغې په خبره یوې ادارې هم ورته د بودجې ناوخته رسېدو شکایت نه دی کړی.

دا په داسې حال کې دی چې د تېرې لېندۍ میاشتې په لومړیو کې ماليې وزارت هم ومنله چې بودجوي واحدونو ۴۹ سلنه پراختيايي بودجه نه ده لګولې.

د اقتصادي کارپوهانو په باور پراخ اداري فساد د دې علت شوی دی چې د مالي کال په پوره کېدلو لا هم ډېره برخه بودجه بې مصرفه پاتې شي.

د راتلونکي ۱۳۹۷ لمریز کال لپاره بودجه ۳۶۱،۶ میلیونه افغانۍ ټاکل شوې، چې طرحه يې د ولسي جرګې له لوري د «خیالي بودجې» په نوم رد شوه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x