fbpx
د عثماني خلافت پر مهال د مدینې منورې اخیرنی امیر فخرالدین باشا

ترکیې د اماراتي سفارت سړک د فخرالدین باشا په نامه ونوماوه

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲ مرغومي، ۱۳۹۶ل): د ترکیې د پلازمینې انقرې ښاروالۍ هغه سړک چې د متحده عرب اماراتو سفارت پرې واقع دی، د فخرالدین باشا په نامه ونوماوه.

فخرالدین باشا د عثماني خلافت پر مهال د مدینې منورې اخیرنی والي و.

ترکیه د یاد سړک نوم څو ورځې وروسته تر هغه بدلوي چې د متحده عرب اماراتو د بهرنیو چارو وزیر (عبدالله بن زاید) په ټویټر کې د فخرالدین باشا په اړه پاروونکې لیکنه خپره کړه.

په لیکنه کې راغلي چې نوموړي عثماني امیر د خپلې واکمنۍ په وروستیو کې‎ د مدینې منورې تاریخي اثار او مخطوطات غلا کړي او د خلکو شتمني یې له ځان سره شام او استانبول ته لیږدولې.

لیکنه زیاتوي «دا د اردوګان نیکونه وو او دا یې له مسلمانانو سره د کړنو تاریخ دی».

د عبدالله بن زاید لخوا خپره شوې لیکنه د ترکانو د سختې غصه لامل ګرځیدلې. ترکي ولسمشر رجب طیب اردوګان نوموړي اماراتي وزیر ته په خطاب کې وویل: «ای بدبخته! ای تور پورې کوونکیه! کله چې فخرالدین باشا له مدینې منورې څخه دفاع کوله هغه وخت ستا نیکونه چیرې وو؟ باید خپل حدود وپیژنې، ته تر اوسه پورې ترکي ولس نه پیژنې، ته اردوګان نه پیژنې نو نیکونه به یې څه وپیژنې».

د تاریخي سرچینو په اساس د عثماني خلافت په وروستیو کلونو کې د انګریزانو ملاتړو عربانو مدینه منوره محاصره کړه او بریدونه یې پیل کړل او فخرالدین باشا تر کلک مقاومت وروسته شاتګ ته اړ شو، خو د مدینې منورې تر پریښودو وړاندې یې زیات شمیر تاریخي او علمي اثار او شتمني له احتمالي چور او تالان څخه د ساتنې په موخه استانبول ته ولیږدول.

په یادو تاریخي توکو کې د قرآن کریم هغه مصحف هم شامل و چې د عثمان بن عفان (رضي الله عنه) په زمانه کې د هوسۍ په پوستکي لیکل شوی و.

ترکي ولسمشر اردوګان ویلي چې نوموړي تاريخي اثار او قیمتي توکي یې تراوسه پورې خوندي ساتلي او که عثماني خلافت استانبول ته نه وای رالیږدولي نو انګریزي استعمار به لوټلي وای او نن به د لویدیځ او اروپا په موزیمونو کې نندارې ته پراته وای.

د اماراتي وزیر وروستیو څرګندونو د دواړو هیوادونو ترمینځ د اړیکو خړپړتیا او د انتقامي غبرګونونو فضا رامینځته کړې.

د خواله رسنیو د یو شمیر فعالانو د اټکل له مخې، ښايي متحده عرب امارات په ابوظبي کې د ترکي سفارت سړک د ترکیې د بیلتون غوښتونکي مخالف کردي مشر (عبدالله اوجالان) په نامه ونوموي.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
mha
میلمه
mha

? I am wondering why these things between Turkey and Arab Countries started after the Alquds Issue