ایا ریښتیا به هم امریکا د دې خاورې په جګړه کې بریالۍ شي؟

نن ټکی اسیا – سرلیکنه:

تیره ورځ د امریکا مرستیال ولسمشر مایک پینس افغانستان ته په یوه نا اعلان شوي سفر راغی او په کابل کې یې له رسنیو سره د خپلو خبرو په ترڅ کې وویل: «ژمنه کوم چې مونږ به د دې خاورې په جګړه کې بریالي کېږو…».
د ښاغلی مایک دا سولیدلې او تکراري ژمنه هغه څه دي چې دا تیر ۱۶ کاله یې امریکايي چارواکي تکرار وي ، خو تر اوسه نه یې دا ژمنه پوره شوه او نه هم دوی د افغانستان په جګړه کې بریالي شول.

تر دې چې خپله د ښاغلی مایک د پرونیو څرګندونو او په سیمه کې د دوي د ناکام ماموریت د وضعیت په اړه ښکاره تناقض موجود دی ؛ او هغه دا چې نوموړي په خپلو خبرو کې دا هم وویل چې په افغانستان کې نا امني د پولې له هاغاړي سرچینه اخلي چې اشاره یې پاکستان ته وه .

د مایک د خبرو له محتوا دا څرګندیږي چې په افغانستان کې پر شته امنیتي ستونزو سربیره دوی ته د افغانستان له پولو بهر هم ګواښ متوجه دی چې دا په خپل ذات کې د دې ښکارندوینه کوي چې په افغانستان سر بیره د هغه ګاونډ هم دلته په امریکايي موجودیت رضایت نه لري.

ښاغلی مایک په داسې حال کې د افغانستان په جګړه کې د بریالیتوب په تمه دی چې له ده او ټرمپ پرته د دوی اکثریت پوځي ماهرین او سیاسي شنونکي ټول په افغانستان کې امریکايي جګړه ییز ماموریت ناکام بولي.

د ناکامي یو ښکاره دلیل یې دا دی چې خپله مایک هغه کابل ته کوم چې ځمکه او فضايي د امریکايي او نړیوالو ځواکونو د امنیتي ګزمو او استکشافي الوتکو تر پوښښ لاندې ده د دې جرئت نه لري چې په ښکاره سفر شي .

نو په داسې حال کې چې امریکایان په کابل کې د لسګونو زره بهرنیو ځواکونو او لکونو د هغوي د داخلي مرستندویانو په شتون کې یواځې د کابل په امنیت لاس بري نه دي نو هغوی به په ټول افغانستان کې د جګړې په له منځه وړلو او په هغه کې کامیابه کیدلو څرنګه لاس بري او کامیابه شي؟

تبصرې (1)