افغانستان

لغمان: څلورو اربکيانو ته مرګ ژوبله اوښتې

نن ټکی اسيا: لغمان ولايت الينګار ولسوالۍ کې د طالبانو او اربکيانو تر منځ نښته کې درې اربکيان وژل شوي او يو ټپي دی.
د لغمان ولايت چارواکي وايي، چې تېره شپه دوه بجې د يادې ولسوالۍ بسرام نومې سيمه کې طالبانو د اربکيانو پر يوه پوسته بريد وکړ، چې دغه جګړه کې درې اربکيان وژل شوي او يو يې ټپي دی.
د لغمان ولايت ولايت سرحدي ځواک وايي، چې دغه نښته کې ژوبل شوی اربکی د لغمان په مرکزي روغتون کې تر درملنې لاندې دی او روغتيايي حالت يې ښه دی.
د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد د يادې پيښې مسؤوليت منلی او زياته کړې يې ده، چې د دوی نظامي ملګرو الينګار ولسوالۍ کې څلور اربکيان وژلي او د دوی سپکې او درنې وسلې يې له ځان سره وړي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x