ضعیف: د سولې لپاره د طالبانو د سیاسي دفتر شتون یوه اړتیا ده / ویډیو

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲مرغومي، ۱۳۹۶ل): په پاکستان کې د افغانستان پخوانی سفیر ملا عبدالسلام ضعیف وايي، د سولې لپاره د طالبانو عملي اقدام همدا و چې قطر ته یې د مذاکراتو لپاره خپل سیاسي استازي واستول خو نوموړی دفتر پرې بند شو.

ضعیف چې په کابل کې له شمشاد تلویزون سره خبرې کولې، د سولې لپاره د طالبانو د سیاسي دفتر شتون یو ضرورت وباله او زیاته یې کړه، که دولت په قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر په رسمیت وپيژني دا به د سولې په لار کې یو «عملي ګام» شي.

هغه د سولې په کوښښونو کې د افغان دولت په صداقت ډاډمن نه ښکاري او هیله څرګندوي چې دولت د سولې له نمایشي شعارونو څخه راووځي او عملي ګام پورته کړي.

نوموړي زیاته کړه چې د سیاسي دفتر د موقعیت انتخاب د طالبانو حق دی او هر چیرې يې چې غواړي باید ورکړل شي. د هغه په باور، که په سیاسي ادرس کې د طالبانو غوښتنه په پام کې ونه نیول شي نو دا به د «محکومیت حالت» ته د طالبانو د راکش کولو په معنی وي، چې د سولې لپاره ګټه نه کوي.

ملا عبدالسلام ضعیف هغه اقدامات «غیر عاقلانه» وبلل چې له مخې يې د نورو هیوادونو له لارې طالبان سولې ته رابلل کیږي. هغه د کوم هیواد نوم وانخیست خو دولت په ځلونو هڅه کړې چې له طالبانو سره د پاکستان په فشار او منځګړتوب خبرې وکړي.

ښاغلی ضعیف ټینګار کوي چې باید د افغانستان په اړه هره خبره له طالبانو سره «مستقیما په احترامانه او معقولانه» ډول مطرح شي.

هغه د طالبانو د له منځه وړلو اړوند څرګندونې «تبلیغاتي هڅې» وبللې، خو په وینا يې که طالبان له منځه وړل کېدای شوای له دوه ۲۰۰۲ میلادي کال وروسته به نه و.

ضعیف د دې پوښتنې په ځواب کې چې ښايي د طالبانو پر ځای نوې ډلې رامنځته او د طالبانو «پروژه» تړل کېږي، وویل طالبان تر پخوا په سیاسي اړيکو کې قوي شوي او له ګڼو هېوادونو سره اړيکي پاللی شي.

د هغه په خبره ځينې استخباراتي ډلې د فشار لپاره پیدا کړل شوي دي، خو په وينا يې دا د طالبانو دوسیه نه شي تړلی.

ضعیف روانه جګړه تحميلي جګړه وبلله او په وينا يې د راتلونکې لپاره هم طالبان د دې هېواد د ثبات لپاره مهم ثابېتدلی شي.

نوموړي ومنله چې طالبان به په ولس کې د طالبانو د واکمنۍ د لومړیو ورځو په څېر پراخ محبوبیت نه لري، خو پر دې سربېره د هغوی ګڼې مثبتې نقطې د دې علت بللی شو، چې راتلونکي کې هم دوی ته سترګې ور اوړي.

ضعیف چې په وروستیو کې يې د طالبانو تاريخ د « طالبان؛ له کندهاره تر مزاره» تازه خپور کړی، د طالبانو حکومت د افغانستان د تجزيې مخنیوونکی او د انارشي له منځه وړونکی وباله.

ملا عبدالسلام ضعیف د سولې لپاره منځګړي مهم وبلل او په وينا يې د جوړ جاړي لپاره منځګړي باید د دواړو لوریو په خوښه ټاکل شوي وي، د هغه په خبره د سولې شورا یوازې د سولې لپاره ادرس کېدای شي، خو د منځګړي رول نه شي لوبولی.

ښاغلی ضعیف وايي چې هیواد ته د سولې د راوستو په برخه کې دولت تر بل جهت زیات مسئول دی ځکه چې په وینا یې، دوی د افغانستان د رهبریت ادرس اشغال کړی او د خدای او بندګانو په وړاندې مسئولیت لري. نوموړی ټینګار کوي چې افغان دولت د یو مسئول حکومت په حیث باید یا د افغانستان لپاره حل پیدا کړي او که نه یې شي پیدا کولی خپل عجز دې ووايي، خو «دا چې پړه په طالبانو او بل چا اچوي دا له مسئولیت څخه تیښته ده».

avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
ابودجانه افغان
میلمه
ابودجانه افغان

ضعیف صاحب الله د زمونږ له سره مه کموه پاک صافه سپیڅلی انسان یی، ستا هره خبره کی د ټولو افغانانو خیر دی. ستا منطق او دلیل هر باطل په هر ډګر کی نسکور کړیدی.
دښمن د رسوا او زلیل شه! ستا په شان لویی هستی ډیری کمی پیداکیږی ستا په سیاسی ډګر کی د افغان مظلوم ولس دفاع د خپل سر او مال په بیه کوی له دی وجی ستا د دغی لوی قربانی او احسان پوروړی ټول افغانان دی.
الله د حافظ او ناصر شه.

الجاج استاذ بیانزی
میلمه
الجاج استاذ بیانزی

د طالبانو هر طالب الهی نور لری ، اغیزمندی او له پوهی ډکی خبری کوی . قطر کی د طالبانو دفتر وازول د طالبانو غوښتنه نه وه او نه یی په بندولو بند او واز دی که د کابل غلامان او باداران د استشهادی بریدونو د مقاومت توان لری بند دی کړی امریکایان په زور راغلی په زور به وځی طالبان ورته ننواتی نه کوی ، که د رشتونی سولی لاسونه ور واوده کړی طالبان که په جنګ پوهیږی په سوله هم پوهیږی تر څو عام او مظلوم اولس د امریکایی وحشته په سولیزه ټوګه وژغورل شی که نه جنګ… نور لوستل »