ورزش

کرېکټ: بند امیر لوبډله د فرسټ کلاس سیالیو اتلولي خپله کړه

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲ مرغومي، ۱۳۹۶ل): د الکوزي احمد شاه ابدالي فرسټ کلاس څلور ورځینیو سیالیو چې په کابل، خوست او ننګرهار کې روانې وې، پایلوبه کې د بند امیر لوبډله اتله شوه.

لوبه د سپین غر او بند امیر لوبډلو تر منځ ترسره شوه، چې په کې سپین غر د بند امیر لوبډلې په وړاندې د ۵۳۷ منډو په توپیر ماتې وخوړله.

بند امیر لوبډلې لومړۍ توپ وهنه وکړه او د ۹ لوبغاړو په سوځیدلو یې ۷۴۷ منډې جوړې کړې او سپین غر لوبډله یې توپ وهنې ته راوبلله.

سپین غر لوبډلې پخپله لومړۍ پاڼۍ کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدلو سره یواځې ۱۹۶ منډې جوړې کړې، ورپسې بند امیر لوبډلې خپله دویمه پاڼۍ پیل کړه، چې د ۴ لوبغاړو په سوځېدلو یې ۲۶۵ منډو جوړولو وروسته مقابلې لوبډلې ته د ۸۱۷ منډو هدف وټاکه، او په هغوی یې توپ وهنې غږ وکړ، خو سپین غر د لوبې تر ورستۍ ورځې ۲۷۸ منډې وکړې، او ټوله لوبډله یې وسوځېده.

همداراز بند امیر د ۵۳۷ منډو په توپیر سپین غر لوبډلې ته ستره ماتې ورکړه او د سیالیو اتله شوه.

د بند امیر لوبډلې لخوا غوره توپ اچونه یونس احمدزي وکړه او غبرګې سلیزې یې ووهلې، چې په پای کې د لوبې غوره لوبغاړی هم ونومول شو.

له بلې خوا کریم صادق په توپ وهنه او اچونه دواړو کې ښه وځلید او د سیالیو غوره لوبغاړی ونومول شو، بهیر محبوب او وقار ته هم د غوره لوبغاړو جایزه ورکړل شوه.

د یادونې وړ ده چې دغه (څلور ورځینۍ) فرسټ کلاس سیالۍ، چې د روان کال د اکتوبر میاشتې په ۱۹مه نېټه د مس عینک، بوست، بندامیر، سپین غر او آمو لوبډلو تر منځ پیل شوې وې بند امیر او سپین غر لوبډلې پایلوبې ته ووتلې او بند امیر یې اتلولي تر لاسه کړه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x